غزل

ستاله غـــيږي دهــجران بړبکــۍ يووړم
ولاړم لوټ شــوم دزمان بړبکــۍ يووړم
ښکلـولـم دې په ســترګــوپه تاګــران وم
آه زه څـومـره ډيــر ارزان بړبکــۍ يووړم
شوخ نظره خدايــږو زرځلې په ژوندکې
ستا مستــۍ ته دارمان بړبکــۍ يووړم
نور نو نه راځم ساقي دپيالو شرنګ ته
زه پردی شــوم د ايمــان بړبکــۍ يووړم
ګلــه نور به يــــې پــيرزو دربانـدي نه و
زماد اوښکوتود باران بړبکــۍ يووړم
غم ځپلی زړه مـې څه پوښــتئ چې ولې
غم ديارکـړمه ستــومان بړبکــۍ يووړم
غضري دياد په شونډو ژوندی پريږدئ
کـــه ناڅـــاپه د خــــــزان بړبکــۍ يـــووړم
۱۳۸۷/۲/۲۲ساجرسعودی عرب