په کونړ وﻻيت کې د ځوانانو لپاره د يوه ورکشاپ رېپوټ

دځوان خبره په نوم جشنوارې ته دتيارولو په لړ کې په کونړ ولايت کې څلويښت ځوانانو ته دملټي ميډياياګڼو رسنيو په اړه درې ورځنې ورکشاپ پاى ته ورسيده
داطلاعاتو اوکلتور رياست په تالار کې دجوړشوي ورکشاپ په ترڅ کې ځوانانو ته دويبلاګ جوړونې ،انځور او ويډيو اخيستې ،ايټ اوډيجيټل ، کيسه ليکنې په اړه مالومات ورکړل شول دورکشاپ يوتن سمبالوونکي فضل علي ناګار کونړملي راډيو تلويزون ته وويل ټاکل شوې ده په راتلونکي کې په کابل کې دځوان خبره په نوم جشنواره جوړه شي چې په کې به شپاړس ولاياتو دځوانانو ژورناليستيکي او هنري پنځونې سيالۍ ته وړاندې شي دهغه په وينادکونړ ځوانانو ته يې په دريو ورځو کې دهغه موضوعاتو په اړه مالومات ورکړه چې دوي وکولاى شي له مخې به يې په سيالۍ کې ګډون وکړي