سوال :کتاب خانه تعريف کړئ

 سوال :کتاب خانه تعريف کړئ ؛
جواب : کتاب خانه يوه اجتماعې مؤسيسه ده چې په هغې کې کتاب ، اسناد ، د بشريت د پوهنې د طبقه بندۍ په شکل ترتيب شوي وي .
سوال : کتاب داري تعريف کړئ
جواب : په واقعيت کې کتاب داري علم دى چې فسلسفه يې انسانيت او ټولنى ته خدمت کول دى
سوال : کتاب خانه په څوډوله ده اوپه افغانستان کې کتاب خانه په کوم کال کې تاسيس شوه
جواب : کتاب خانه پنځه ډوله ده ١ ملى کتاب خانه ٢ د پوهنتون کتاب خانه ٣ دعامه خلکو کتاب خانه ٤ کتاب خانه مکاتب ٥ کتاب خانه تخصيص
اوپه افغانستان کې دلومړي ځل لپاره په ١٣٤٥ کال کې جوړه شوه
سوال : په نړۍ کې ترټولو لويه کتاب خانه کومه او څومره کتابونه لري
جواب په نړۍ کې لويه کتابخانه د امريکا د کانګرس ده او نه نهه ويشت ميليونه کتابونه لرې
سوال : کتاب د فزيکې نظره څوډوله ده
جواب کتاب د فزيکې نظره په دوه قسمه دى اول کتاب چاپي دويم کتاب غيرچاپى
سوال دکونړعامه کتابخانه په کوم کال کې تاسيس شوه
جواب دکونړعامه کتابخانه په ١٣٥٥ کال کې تاسيس شوه