
په ١٩١٧ع کال کې دروسيې انقلاب له امله محکومو د اسلامى سيمو خلکو له موقعى څخه په ګټې اخيستنى سره دخپلو ازاديو اعلانونه وکړل ، هغوى داگڼله ، چې د روسيې انقلاب د انسانى ازادۍ په څيرښائيسته شعارپورته کړ،اوهغوى داسې ګڼله چې پدې باندې به خپله هم عمل کوې مګر کمونستان د زار بادشاهانو هم پلاران وختل ، داولني خپل منځني جنګونو او شاو خوا دبغاوت څخه چې کوم د کمونست حکومت د لينن په مشرى د ځواک خاوندان شول نومسلمانانو ته يې د هغوى د ازادرۍ د اعلانونو سزا ورکولو لړۍ پيل کړه ....
اودغه وضعيت يوازې د مسلمانانو لپاره ځانګړى ؤ ........؟
له مسلمانانو څخه هم پدغه موقع کې ډيرې غلطۍ شوي وې ، هغه پدې ډول انقلاب څخه سمسلاسې وروسته ترڅوکلونو پورې د روس هيواد د سياسى عدم استحکام ښکار ؤ پردغه دغه مسلمانو هيوادونو خصوصاً د بخارا ، خيوا او داغستان لپاره يوه غوره او ښه موقع وه چې هغوى يوځاى شوې واى او ازادې يې اخيستې واى ، ولى پدغه وخته په دغو سيموکې د اسلامى حکمرانى اودخپلواکۍ اثارو شتون لره ، اود هغوى په شاوخوا سيموکې ازاد اسلامى هيوادونه ؤ چې له هغوى څخه د مرستې توقع کيدلاى شوه ، کمونستانو مسلمانانو ته دا لالچ ورکړ چې هغوى به ددغه سيمو خپلواکى ومنې اوهغوى به ازاد رياستونه جوړکړې چې هغوى ته به پکې د داخلې ازادۍ حق ورپه برخه وې ، بلکې که هغوى غواړې نو د روسيې څخه جلاکيدلاې هم شې ، اوله دې وروسته دغه مسلمان قومونه د کمونستانو په غوړول شوې دام او لومه کې ښکيل شو ، اوپه خپل راتلونکى يې د بربادۍ ټاپه ولګوله .............؟
د داغستان خلکو په قفقاز کې د روس خلاف بغاوت وکړ مګر د روسيې پوځ د بغاوت مخه ډب کړه بى شميره مسلمانان يې شهيدان کړل او بى شميره نور دخپل وطن څخه جلاوطن شول ، دشمالى
قفقازځينې خلک کمونستان شول په کريميا کې هم مسلمانانو دموقع نه په ګټه پورته کولو سره خپله خپلواکي اعلان کړه او دفرقه ملى په نوم يوه سياسي ګوند يې هم قايم کړ ، لدې وروسته کمونستانو د کريميا محاصره وکړه اود خپلواکۍ زور يې ختم کړ ، په آزربيجان کې ټاکنى هم وشولې او پارليمان هم رامنځته شو مګر په جنوري ١٩٢٠ کال باندې سره پوځونه باکوښارته ورسيدل اوکوم مسلمان ګاونډي هيواد هغوى سره مرسته ونه کړه په باکوښارکې د دريو ورځوپورې مسلمانان د کمونستانو په لاسونو حلاليدل ، قازقستان کې په اولو وختونو کې د په ډيرجوش سره د روسيې د غلبى پر خلاف بغاوت وشو مګر د مسلمانانو ترمنځ د ورور وژنى تګلارې اود ځاى غدارانو د کمونستانو سره کيدل اودخپلى اسلامى ورورولۍ څخه ورتيريدل په دوامداره توګه دقازقستان د ښارونو کنترول دسره لښکر په واک کې ورکړل ، په ترکستان ( بخارا خيوا اوپه نورو سيمو) کې دازادۍ لپاره تحريکونه ترټولو ډير ځواکمن ؤ مګر په ځاى چارواکوکې حوصله نه وه پاتى اولدې سربيره په هغوى کې اتحاد او اتفاق هم چندان ښه نه ؤ پاتې ، دکمونست انقلاب وروسته ديو دريز په رامنځته کولو لپاره د ترکستان بيلابيلو اسلامى ګوندونو اوتنظيمونو په ١٩١٧ کې په تاشقندکې يوه غونډه هم وکړه د مسلمانانو ډلو په يوه دريز وړاندي کولو بآندې بريالې شوې نه ؤ د قوقند رياست هم دخپلى ازادۍ اعلان کړې ؤ مګر دهغوې سره نه وسله اونه هم کوم ګوند عامه خلکو د موقت حکومت پر وړاندې د پيسو انبارونه جوړکړل مګر هغوې ته وسله په لاس ورنغله سور لښکر دهغوې د پلازمينې محاصره وکړه اودهغوې د مدد لپاره دقوقند کمونستانو په عين حال کې بغاوت وکړ تر څلورو ورځو جنګ پيل ؤ ، مسلمانان د وسلې بغير وجنګيدل ناکام شول اوپه خپلومنځوکې غدارانو له امله دشکست سره مخ شول ، کمونستانو لږترلږه څوارلس زره مسلمانان په شهادت ورسول ، اودهغوې په کورونو او زمکوباندې لوټ مار
ترسره شو ، چې له امله قوقند رياست په يوه هديره بدل شو ، کمونستانو دهغوې سيمو ته د ورتګ په ټولو لارو دژوندد اړينو توکو وردګ بندکړ ، چې دهغې په پايله کې د قحط او ولګې له امله ٩ لکه مسلمانان مړه شول ، اوبى شميره دپولې د اوښتو وروسته ګاونډې هيواد ولاړل ، په خيوا کې مسلمانان لږترلږه دوه دوه نيم کالوپورې ( دډيرې مودې وروسته ) په ازاده فضاکې ساه واخيسته مګرکمونستانوترڅوپورې دغه کار زغملى شو، دجنورى ١٩٢٠ کې په خيوابآندې هم سوربيرغ ورپيده ، دهغې له لاسه تللو لامل هم دمسلمانانو په منځ کې غداران يادشوې دى ، ازبک مشرجنيدخان دجهادى فعاليتونو دقدم په قدم راپورونه همدغه اشتراکيانو دخيوا له منځ څخه ورليږل ، لدې ماتى وروسته جنيدخان په قراقرم کې پناه واخيسته اوتريوې مودې پورې يې دسره لښکرپرخلاف په چيريکې عملياتوکې مصروف ؤ ، دبخارا رياست ته د زارپه زمانه کې ( دروسيي دفتح وروسته ) ترډيره بريده درياست دننه خپلواکى ورپه برخه وه مګرد بخارا داميرحمکرانى د سينټ پيټرزبرک لاسته راوړنى او کوښښونه ياديده ، او روسانو ته دهرډول مداخلت حق ورپه برخه ؤ اهل بخارا که غوښتل نودهغوى مداخلت څخه يې په مکلمه توګه ازادى اخيستلاى شوه مګر دهغوى په منځ کې د اسلام دپاکوالى او نيکبختۍ روحيه دويوې مودې راهيسې پاى ته رسيدلى وه ، اوسمهال دغوخلکو هم پرمادياتو ايمان لره ، څومره چې دکمونستانوپه مادياتو ايمان لرل ؤ داخلاقى پلوه ټولنه يې دزوال تراخرې بريده رسيدلى وه اواسلام په بخارا کې يوازې د نوم په حيثيت پاتى وو ، ترکستانى ټولنه داسلامى نړۍ څخه بى خبره اوترډيره حده جلاوه ، اوهغوى په خوشاله ټولنه کې په خوب ويده پراته ؤ هروګړې شاطر( چالاک ) او دهوس واله ؤ په کال کې ٦ مياشتې به يې سيل اوتفريح باندې تيره ولى ښکارکول اودنوم دښودلو لپاره مال او دولت بايلل دفخراو امتيازنښه جوړه شوي
وه ډيرى علماء يې تنګ نظره دجمود ښکار اوپه فروعى مسائلو کې ګډوډ شوې ؤ .
اوپايله هم دټولي اسلامى نړۍ پروړاندې ده ........................؟
پاى