په برما هيواد کې د مسلمانو ټول وژنه

مسلمانان د يو بدن په څيردي که د بدن پريوه اندام درد وي نوله امله يې ټول بدن ناارامه وي ، ټولو لوستونکيو ته د برما هيواد د مسلمانانوپه اړه  څه ناڅه مالومات شته چې له تېرو شاخوا څلورو مياشتو راهيسې اوبايد وويل شې چې د ګوتم بود منونکو وګړو په ياده ټول وژنه کې برخه اخيستې ده په برما هيواد کې د مسلمانانو لومړى سياسى ګوند په ١٨٤٥ ميلادې کال څخه خپل فعاليت پيل کړى .
٩٠ کاله وروسته په ١٩٥٥ زيږديز کال د برما حکومت پرياد ګوند بنديز ولګاوه ، او اوسمهال دهغه ځاى مسلمانان له ډيرو سختو فشارونو سره لاس او ګريوان دي دهغوې د ژوند شرائط له ستونزو سره مخ دي ، د هغوې د ژوند انسانى حقونه په ټوليزه توګه سلب شويدي .
دغه راز د برما حکومت پرهغوې د مسلمانانو په څير پر حلالکه بنديز لګولې دى چې له امله يې مسلمانان له ياد نعمت څخه محرومه کيږې ، هغوې حج کوم چې داسلام يو مهم رکن دى دکولو اجازت هم نه لري ، لنډه داچې د برما پر کليمه وونکې مسلمانانو په برما هيواد کې د ١٩٦٢ ميلادې کال څخه د برما په ارکان صوبه کې سيمه ييز مسلمانان د برما د پوځ لخوا په دوامداره توګه د بوږنوونکو ظلمونو ، شکنجو او تشدد ښکاردې .....
د برما دټول نفوس شميره شاوخوا شپږ سوه زره ده چې دهغوې له جملې څخه يې څلور سلنه ياد برمايې بدبخته مسلمانان دي ديوه اټکل له مخې دوه ميليونه څلورلکه مسلمانان په برما هيواد کې ژوند کوي .
په ياد هيواد د فسادونو لمړنۍ لړۍ په دريم د جون ٢٠١٢ ميلادې کال کې هغه مهال پيل شوه  چې نړيوالو ازادو رسنيوکې  يوه بودائې انجلۍ داسلام راوړلوخبرخپورشو ،  له همدې امله د برما پر مسلمانانو د قيامت منظرې تيرې شوې ځاى بودايانود سخت غم او غوصې له امله  ياده انجلۍ ووژله اودهې د وژنې تور يې پرځاې مسلمانانو پورې کړ ، اودهغوې ټول وژنه يې پيل کړه .
په ٢٨ د مۍ ٢٠١٢ ياده پيښه ترسره شوه اوپه ٣ د جون بودايانو له يوملي بوس کې د تبليغې جماعت وګړې پکې شهيدان کړل اولدې وروسته د برما پوځ له بودايانو سره يوځاى شو اود مسلمانانود ټول وژنې پلانونه او فعاليتونه يې پيل کړل د لکونو په شميردهغې جونپړيو ته يې اور ورته کړ ، دبرما حکومت له ډيرې مودې راهيسې د مسلمانانو د ژوند شرائط تراخه کړي دي هغوې ته دتعليم کولو ، درملنې کولو او سفرونو کولو اجازت هم نشته ، دغه راز دهغوې په خيمو کې د پاکونى انتظام د نه شتون له امله هغوې د مليريا په څير وبايې مرضونه  په ډيره جلتۍ سره په هغوې کې خپريږې .
د  ماګ   په نوم مليشا (د مسلمانانو د ټول وژنې ) مليشې دمسلمانانو په شلو کليو کې د ١٦٠٠ کورونو نوم او نشان سره له انسانانو ورک کړ دهغوې په کورونو باندې تيل اچول کيږي  او سوځول کيږې .
له پنځلس کلنۍ وروسته مسلمان هلک له پوځ لخوا د بيګارونولپاره  نيول کيږې اوله هغې څخه د خرکار په څير کار اخيستل کيږې .
 
ترټولو خفه کوونکې خبره بيا داده چې د برما د مسلمانان د تيښتې ځاى هم نه لرې لدې سربيره د برما مسلمانانو ويلې چې د برما حکومت غواړې ترڅو د ځاي مسلمانانو شتون پاى ته ورسوي ولې هغوې په تيرو شاوخوا پنځو مياشتو کې شاوخوا شل زره مسلمانان شهيدان کړيدي .
 
پرټولو نړيوالو ادارو چې د بشرې حقونو د ژغورلو ادعاوې کوې او په ځانګړى توګه پر اسلامې هيوادونو لازم دې چې ياده مسئله په جدې توګه ونيسي اولدې لارې نړيوال دېته اړباسى چې د برما پرمسلمانو د برما حکومت بنديزونه لري کړي
ترڅو هغوې د مسلمانانود ټول وژنې څخه لاس واخلي داخبره هم د اطمنان وړده چې په اسلامې کانفرانس او آى سى کې هم  د برما د مسلمانانو د حالاتو يادونه شويده مګر يوازې په يادونه هيڅ نه کيږې د برما د مسلمانانو د مرستې لپاره زر تر زره ګامونواوچتيدو ته  اړتياده بايد هغه ترسره شي .
 
ليک
مسيح الله عصام
 
نوټ : د خبريال ويب پاڼې څخه په مننې سره