په روسيه کې د فوټبال نړیوال جام او ورسره سياسي اغېز

په روسيه کې د فوټبال نړیوال جام او ورسره سياسي اغېز
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

دا ځل د فيفا - FIFA (فرانسوي Fédération Internationale de Football Association، انګليسي International Federation of Association Football) د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ په روسيه کې تر سره کيږي. دغه سيالۍ د فيفا د نړيوالو تورنېمنټو له ډلې څخه ۲۱ ټورنېمېنټ دی، چې يوازې نارينه فوټبال ټيمونه به په کې لوبيږي.

دغه سيالۍ د يوې مياشتې لپاره دوام کوي، چې د روان ز کال د جون په ۱۴ مه نېټه به پيل شي او د جولای په ۱۵ مه به پای ته ورسيږي.

د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ د فيفا له خوا له هر درېيو کالونو وروسته يو ځل تر سره کيږي، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې د ۲۰۱۸ کال نړيوال جام سياليو لپاره روسيه غوره شوې وه. له ۲۰۰۶ ز کال را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ په اروپا کې تر سره کيږي. په ۲۰۰۶ کې يو ځل د فيفا نړيوالې سيالۍ په جرمنۍ کې تر سره شوې وې. د روسيې لپاره دا لومړي ځل دی، چې د فوټبال د نړيوال جام کوربتوب کوي.

د ۲۰۱۸ ز کال د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې به ۳۲ تيمونه ۶۴ لوبې تر سره کړي، چې د مسکو په شمول د روسيې په ۱۱ ښارونو کې ۱۲ د لوبې ډګرونه ورته ځانګړې شوې دي.
 
په روسيه کې د فوټبال نړیوال جام سياسي اغېزې:
له لکه چې په د ۲۰۱۸ ز کال د فوټبال د نړيوال جام لپاره روسيه د کوربه هېواد په توګه وټاکل شو، نو د روسيې يو شمېر سياسي مخالفو هېوادونو هڅه کوله چې دغه سيالۍ لغوه، بې ارزښته او يا هم له ځنډ سره مخ کړي. برتانيا د روسې په مقابل کې په ۲۰۱۰ ز کال کې د فيفا د اخېستلو چانس له لاسه ورکړ او روسيې د غوڅ اکثريت رايو په اخېستلو سره دغه کوربتوب وګټلو.

برتانيا د بهرنيو چارو وزير (بوریس جانسن) په روسيه کې د فوټبال د نړيوال سياليو په اړه د سپکوي په ډول وويل، "دغه سيالۍ هغه سياليو ته ورته دي، چې د هټلر او نازي جرمني په وخت کې په جرمني کې تر سره شوې."

د برتانيا د پارلمان يو غړي وويل، چې غوره دا ده ترڅو په روسيه کې دغه سيالۍ لغوه اعلان شي او يا هم د اوس لپاره وځنډول شي او په راتلونکي کې پرې فکر وشي.

د برتانيا له دا ډول څرګندونو څه موخه دا وه، چې له روسيې څخه د هغه روسيې مسموم شوي او وژل شوي جاسوس سیرګي سکریپال او دهغې د لور غچ واخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم څه وخت وړاندې ويلي وو، چې د امريکا او برتانيا په شمول ډېری لودېځ هېوادونه نه غواړي ترڅو د فوټبال دغه لوبې په روسيه کې تر سره شي او په همدې پار هڅې کوي چې په روسيه کې د ۲۰۱۸ ز کال د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ له خنډ - ځند سره مخ کړي.

واک ته د ټرمپ په رسېدو سره د امريکا او روسيې اړيکې ترېنګلې شوې او امريکا په دې هڅه کې ده، چې روسيه له انزوا سره مخ کړي، او د نړۍ په دو قطبونو امريکا يوازينی ځواک تر لاسه کړی. که چېرې د ۲۰۱۸ ز کال د فوټبال د نړيوال جام سيالۍ په روسيه کې تر سره شي، نو روسيه به وکولی شي، چې د (ورزش ډېپلوماسۍ) له لارې خپلې يو شمېر سياسي موخې هم تر لاسه کړي او په دې سره به د نړۍ په هېوادونو کې يو ځل بيا د پام وړ او مطرح هېواد شي.