اته ولايتونه به په راتلوکي پارلمان کې پښتون وکيل ونه لري!

اته ولايتونه به په راتلوکي پارلمان کې پښتون وکيل ونه لري!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
يو حوزي او په حوزو د ټاکنو وېشل د ټاکنو دوه بېل او توپير لرونکي ډولونه دي. يو حوزوي ټاکنې هغه ټاکنې دي، چې ټول ولايت د يوې حوزې په توګه شمېرل کيږي. د بېلګې په ډول؛ که چېرې د يو ولايت لپاره د ولسي جرګې ټولې پنځه چوکۍ وي او ولايت لس ولسوالۍ ولري. نو د پنځو چوکيو لپاره به په ټول ولايت کې ټاکنې تر سره کيږي، يانې هغه نوماندان چې د ولايت په کچه لومړی، دويم، درېيم، څلورم او پنځم نمبر تر ټولو ډېرې رايې تر لاسه کړي بريالي کيږي. دغه ډول ټاکنو ته (يو حوزوي) ټاکنې وايي، چې يو ولايت په کې يوه حوزه وي.

په افغانستان کې تېرې او راتلونکې ټاکنې يو حوزوي وې/دي. يو حوزوي ټاکنې د رڼو ټاکنو مخه نيسي، ټاکنې له درغليو ډکوي او د ولايت د ډېرې برخې اوسېدونکو حقوق په کې خوړل کيږي. په تېر کې د يو حوزوي ټاکنو يو بېلګه په ګوته کوو.

غزني د هېواد هغه ولايت دی، چې له پنځوس سلنه څخه زيات وګړي يې پښتانه دي. هغه سيمې او ولسوالۍ چې پښتانه په کې ژوند کې، جګړې ځپلي، جګړه په کې روانه، له پرمختګ لېرې، د ټاکنو پر وړاند په کې ستونزې، د ټاکنو کمېسيون کارمندانو او رايه ورکوونکو ته د وسله والو ډلو ګواښونه او له لسګونو نورو ستونزو سره مخ دي. دغه ستونزې لامل شوې، چې په تېرو ټاکنو د غزني په پښتون مېشتو ولسواليو کې ټاکنې تر سره نشي او که تر سره هم شوې په نشت حساب وې. بيا له بلې خوا، د غزني هغه ولسوالۍ چې اوسېدونکي يې اکثريت هزاره شيعه ګان دي، له امن برخمنې دي او په ښه ډول ټاکنې په کې تر سره شوې. مالستان، جاغوري، خواجه عمری، جغتو او نورې هزاره مېشتې ولسوالۍ په تېرو ټاکنو کې هغه ولسوالۍ وې، چې د ټول غزني برخه؛ د ولايتي شورا، مشرانو او ولسي جرګې وکيلان ورڅخه وټاکل شول.

همدغه ويره او اندېښنه نه، بلکې رېيښتنې دسېسه به په راتلونکو پارلماني او ولايتي شورا ګانو په ټاکنو کې هم پرته له شک او ترديد څخه بيا عملي شي. د ټاکنو کمېسيون يو کال وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د حوزوي ټاکنو طرحه استولې وه، خو په ولسمشرۍ ماڼۍ د فشارونو او په ځانګړي ډول د سرور دانش او کريم خليلي د غوښتنو په اساس د حوزوي ټاکنو طرحه رد کړی شوه.

په غزني، وردګ، زابل او کندز کې اکثريت پښتانه ژوند کوي، په هرات، بلخ، بغلان او فارياب کې پنځوس سلنه او يا له دې راټيټه سلنه د پښتنو ده. د يادو لايتونو په پښتنو ولسواليو، لکه د هرات په شنډنډ کې، د بغلا په ډنډې غوري کې، د کندز په امام صاحب او ورته نورو پښتنو ولسواليو کې جنګ ده او خلک نه شي کولی چې به ټاکنو کې برخه واخلي.

که ټاکنې حوزوي شوې وای، نو د جګړو او ستونزو سره - سره به بيا هم؛ هر وقوم، ولس، ولسوالۍ او ولايت په رېښتنې ډول خپل نوماندان بريالي کړي وای. خو اوس به بيا د پنځو کالونو لپاره اته ولايتونه ( غزني، وردګ، زابل، کندز، بلخ، هرات، بغلان او فارياب) چې وګړي يې اکثريت پښتانه او يا هم ۴۰ او ۵۰ سلنه پښتانه دي د ناامنيو او يو حوزوي ټاکنو له امله به په پارلمان کې يو پښتون وکيل هم ونه لري.