
د ولسمشر ټرمپ دې پرېکړې چې پر ايران به بيا بنديزونه لګول کېږي او مالي ادارې له تهران سره د تجارت په صورت کې جريمه کېږي، د چابهار پروژې پر ثبات هم سيورى غوړولى شي، ځکه بانکونه د مجازاتو او جريمه کېدو له بېرې له مالي چارو شا ته کېږي.
دغه بنديزونه به د افغانستان هغه حیاتي او مهمو پروژو ته سخت زیان ورسوي کومې، چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډيرې مهمې دي، له دغو بندیزونو وروسته ښايي پانګهوال په چابهار بندر کې پانګونې ته زړه ښه نهکړي.
پر تهران د واشنګټن نویو بندیزونو په سیمه کې وضعیت تر ډېره پېچلی کړی او هند له ایران سره د چابهار بندر پر شرایطو له سره خبرې پيل کړې دي.
پر ایران د امریکا نوي بندیزونه د چابهار بندر د پروژې تر څنګ، د افغانستان په يو شمېر نورو اقتصادي پروژو، لکه د رېل پټلۍ او د ټاپي نل لیکې پر پروژو هم ناوړه اغېز کولی شي.
په ايران کې د چابهار بندر پروژه، چې هندوستانيې ملاتړ کوي په وچه کې د ايسار افغانستان لپاره د حمل او نقل د يوه دهلېز لپاره طرحه شوې ده، چې ګتې يې د افغانستان لپاره ډيرې دي.
د چابهار بندر پروژه په ٢٠١٦ میلادي کال کې د افغانستان، ايران او هندوستان لهخوا پرانیستل شوې چې د میليونونو ډالرو په ارزښت تجارت ته لار هواروي او پر پاکستانچې کله کله غير دوستانه چلند خپلوي، د افغانستان اتکا کموي.
ياده پروژه په اقتصادي لحاظ د افغانستان بسيا کېدل پر نړيوالو مرستو هم د کابل اتکا کموي، دغهراز د کوکنارو د کښت او قاچاق تجارت ته ضربه رسوي چې د وسلهوالو طالبانو د عوايدو عمده سرچينه ګڼل کېږي.
په چابهار بندر د درېیو پانګوونکو شرکتونو چې دوهیې چینايي او يو هندي دی، کارونه په ټپه درول شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به ناسمې پایلې ولري او په ایران کې به د اصلاح غوښتونکو او منځلارو ډلو موقف له خطر سره مخامخ کړي، که له ایران سره اټمي تړون له منځه ولاړ شي، بې ثباتي به په ټولو ځایونو کې خوره شي.
د امریکا او اسرائیل د ګټو پر وړاندې د ایران ګواښونو په سوریې او یمن کې د سیمه ییزو بحرانونو خطر ډېروي او حتی ښایي په ایران کې دننه د سیاسي کړکېچونو لامل شي، چې افغانستان به هم بې اغیزې نه وي.
فرانسې د انرژۍ په شبکه کې د پانګونې لپاره له ایران سره د ۵ میلیارده ډالرو یو تړون لاسلیک کړی دی.
د هالنډ د انرژۍ لوی شرکت شیل هم له ایران سره یوه اقتصادي موافقتنامه بشپړه کړې او هم ځیني نور اروپایې هېوادونه چې د ایربس الوتکې په تولید کې شریکان دي، موافقه کړې چې سل مسافر وړونکې الوتکې پر ایران پلوري.
روسیې او چین هم ښودلې چې د اټمي تړون درناوی کوي او له ایران سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي.
خو بل لور، که چېري ولسمشر ټرمپ هغسي چې ویلي، د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړي، په هغه صورت کې د امریکا متحدین ښایې مجبور شي چې په دې اړه محدودیت رامنځته کړي، نو بیا به له ایران سره د هغوی د معاملو برخلیک څنګه کېږي؟
ایران په نړۍ کې د تېلو درېیم لوی تولیدوونکی هېواد دی او هره ورځ نېږدې ۳،۸میلیونه بیرله تېل تولیدوي چې چین، هند، جاپان او جنوبي کوریا د ایران د تېلو د صادراتو لویه برخه پیري.
که په ایران باندې د امریکا لخوا نوي بندیزونه لږیږي نو د ایران سخت غبرګون به دا وي چې بېرته خپل اټمي فعالیتونه پیل کړي او حتی د اټمي وسلې ترسطح د یورانیمو د غني کولو چارې پیل کړي.
افغان حکومت او امریکا انديښنه ښودلې، چې ايران په مستقیم ډول افغان طالبان تمویل او تجهیز کوي او د وسلو او پیسو مرستې ورسره کوي، خو تراوسه دافغان حکومت سره کره شواهد نشته، چې ګواکې ايران دې له وسلوالو سره مرسته کوي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، پهدې اړه پلټنې کوي چې د افغانستان په ناامنیو او له وسلهوالو طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې د ایران د لاس لرلو احتمال ومومي.
پهداسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په زغرده وویل چې ایران طالبانو ته وسلې ورکوي او د هغوی مالي ملاتړ کوي.
سره لهدې چې د افغانستان حکومت له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ په اړه د سند نهلرلو خبره کوي، خو ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی وو چې ایران په افغانستان کې د داعش ډلې له حضوره اندېښنه لري او له همدې کبله د طالبانو ملاتړ کوي.
په عین حال کې ځينو امریکايي چارواکو ايران ته ګوت څنډنه کړې، چې په افغانستان کې دې د وسلوالو سره مرسته نه کوي، کنه عواقب به يې د ايران لپاره ډير سخت وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران ته خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو ملاتړ ختم کړي او د القاعده شبکې لوړپوړو مشرانو ته له پناه ورکولو څخه لاس واخلي.
له طالبانو څخه د ملاتړ په اړه په کابل کې د ایران سفیر وړاندې ویلي و چې هېواد یې یوازې د سولې مذاکراتو په خاطر له طالبانو سره په تماس کې دی او دا پهدې معنی نهده چې له یاغیانو سره اړیکې لري.
محمد رضا بهرامي ویلي چې ایران له طالبانو سره لهدې کبله اړیکه نهده نیولې چې ګواکې دغې ډلې ته مشروعیت ورکړل شي.
که څه هم د امریکا او ایران ترینګلې اړیکې د افغانستان پر اقتصادي پروژو خپل اغېز لري، خو افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي هڅې وکړي، څو خپلې اقتصادي اړيکې او ګټې له خطره وژغوري.
افغان حکومت باید د خپلو ملي او مهمو پروژو څخه ښه څارنه وکړي او څومره، چې کیدای شي هغومره ښه امنيت يې ونیول شي، ترڅو د سیمې استخبارات او هيوادونه ونشي کړای خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي او د افغانستان په بې ثباتۍ کې خپلې ګتې خوندي کړي.
پهکار ده چې ټول هېوادونه او خواوې د چابهار بندر د پروژې او ځينو نورو مهمو پروژو امنیت او ارزښت ته پام وکړيکومې، چې د افغانستان لپاره خورا زیات اهمیت لري او افغانستان د اقتصادي لحاظه په پښو درولی شي او د افغانستان په نور هيوادونو د مرستو تکیا راکمولی شي.
په هر حال په افغانستان کې د تل پاتې سولې، پرمختګ، هوساينې او د رغنیزو چارو د چټک پرمختګ په هيله!