
ډاکټر عبدالله په ولسمشريزو ټاکنو او سروردانش په پارلماني ټاکنو کې خپلو موخو ته رسيږي!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې
د هېواد په اوسنيو شرایطو کې او په ځانګړي ډول په هغه سيمو کې چې امنيت شتون نه لري، ټاکنې دوه پايلې په لاس ورکوي. لومړی دا چې، صندقونه به د ټاکنو په حوزو کې ډکيږي او يا به هم تش صندقونه مرکز ته لېږل کيږي، ځکه چې د ناامنۍ له وېرې او د ګواښونو په اساس خلک نه شي کولی په ټاکنو کې برخه واخلي او رايه ورکړي.
دويم: په ناامنو سيمو کې د ټاکنو بله پايله دا ده، چې صندقونه به ډک شي، خو د خلکو د ژوند په بيه. په ناامنو سيمو کې لومړی د ټاکنو تر سره کولو ستونزمن دي او که بيا تر سره هم شي، نو د ټاکنو ګډون کوونکي به هره ورځ ګواښل کيږي او د ژوند پر سر به يې معامله کيږي.
د تېر ټاکنو تجربو ته په کتو اندېښنې موجودې وې، چې ناامني هغه څه دي، چې د ټاکنو رونټيا او شفافيت به په مکمل ډول له منځه يوسي، د وړ پرځای به ناوړ کس د ټاکنو له لارې واک ته ورسيږي او د هېواد راتلونکی به د نااهله کسان په لاس ورشي.
پورته ستونزو ته په کتو، د سږ کال د ټاکنو په اړه دوه مهمې او اساسي غوښتنې موجودې وې.
۱- داسې يوه حل لاره، طرحه او پلان چې په ناامنه سيمو کې د ټاکنو کول شوني کړي. له ځنډ وروسته ټاکنو کمېسيون يو طرحه وړاندې کړه، چې په پايله کې به يې، د پېژندپاڼو په کاپي يانو هم سټېکر ولګول شي. دغه طرحه په دې ګټوره وه، چې د رايه ورکوونکي سره داسې کوم سند نه پاتې کيږي، چې له ټاکنو وړاندې د وسله والو مخالفينو له خوا په ګوته شي او ستونزې ورته جوړې شي. سټېکر د پېژندپاڼې په کاپي باندې لګول کيږي او اصلي پېژندپاڼه چې په ورځني ژوند کې د کارونې او ضروت وړ ده، خوندې به وي. د ټاکنو په ورځ خو په هرځای کې يو نسبي امنيت شتون لري، نو هر کس کولی شول پرته له امنيتي ګواښونو په ډاډ سره په ټاکنو کې برخه واخلي.
۲- په حوزو د ټاکنو وېشنه: بله غوښتنه او له تېرو ټاکنو څخه راپاتې ستونزه په حوزوي ډول د پارلماني او ولايتي شوراګانو د ټاکنو وېشل وو. په حوزو د ټاکنو وېشل دوه لويې او په لسګونه نورې ګټې لري. لومړی ګټه يې دا ده، چې د وکيل او موکل ترمنځ به اړيکه سره نېږدې شي او د ستونزو په اړه لاس رسی به اسانه شي.
د حوزوي ټاکنو دويمه لويه ګټه دا ده، چې له هرې حوزې څخه به وړ نوماند د ټاکنو له لارې واک ته ورسيږي. داسې به نه کيږي، چې د يو ولايت له يوې ولسوالۍ څخه ټول وکيلان شي او له نورو ولسواليو څخه هېڅ يو کس هم پارلمان او ولايتي شورا ته لار پيدا نه کړي، يانې په حوزوي ټاکنو کې حق نه خوړل کيږي.
هيلې موجودې وې، چې پورته دواړه طرحې او غوښتنې به عملي شي او په راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټانو کې به د خلکو برخه اخېستنه پراخه، وړ کسان به واک تر لاسه او د هېواد مقننه ځواک به د هېواد د ستونزو د حل سرچينه شي.
د خلکو د يادو ټولو ستونزو او غوښتنه سره - سره، د حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشر دويم مرستيال سروردانش؛ په حکومت او ټاکنو کمېسيون د فشارونو په پايله کې وکولی شول، چې خپلې موخې تر لاسه او د خپلو قومي خلکو په ګټه ولسمشريزې او پارلماني ټاکنې وړاندې يوسي.
يوازې په اصلي پېژندپاڼو د سټېکرونو لګول به د پښتنو او ازبکو په ناامنو سيمو کې لامل شي، چې خلک په ټاکنو کې برخه وانه خلي، ځکه ناامني به يې ژوند ګواښ او په همدې اساس به د نوم لېکنې او رايې ورکونې مرکزونه ته لاړ نه شي.
اجرائيه رئيس هڅه کوله ترڅو همداسې يو څه تر سره شي. ډاکټر عبدالله عبدالله بريالی شو، چې د پېژندپاڼې په اصلي کاپي بايد سټېکر ولګول شي. نوموړی اوس کولی شي، په راتلونکو ټاکنو د خپل ځان او يا هم د خپل ګوند د بريا چانس له پنځوسو پورته حساب کړي.
بيا له بلې خوا، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په حوزوي ډول له ټاکنو سره مخالفت وښوود او اجازه يې ورنه کړه، چې ټاکنې حوزوي شي. نو راتلونکې پارلماني ټاکنې به بيا هم د تېر په څېر وي. د غزني له هزاره مېشتو ولسواليو څخه به د ټول غزني برخه وکيلان پارلمان ته لار پيدا کړي، خو د غزني پښتنو مېشتې سيمې او ولسوالۍ چې نامنه دي، په ټاکنو کې داسې ګډون نه شي کولی څه ډول چې يې په امن سيمو کيږي، نو د دوی برخه وکيلان به هم له هغه سيمو وي، چې له امن ډکې دي.