په فراه کې ولې جګړې زور واخیست ؟

فراه ولایت د افغانستان په لویدیځ کې پر هرات او نیمروز سر بېره له ایران سره اوږده ګډه پوله لري له پخوا په کې امنیت د ډاډ وړ نه و، خو په دا وروستیو کې ناامني او جنګ ان د فراه تر ښاره راورسېده. وسله والو د فراه د ښار د نیولو هڅه وکړه، خو د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول چې سلګونه جسدونه یې د جګړې په ځای کې پاتې شول.

لکه د افغانستان د دفاع وزیر چې وویل، په فراه کې وروستۍ ناامنۍ او جنګونه مطلق د اوبو په سر دي. افغانستان غواړي خپلې اوبه مهار کړي او په خپله ګټه د بریښنا او زراعت په برخه کې ترې ګټه واخلي ، ایران پخپلو یو شمېر ختیځو سیمو کې له وچکالی سخته اندیښنه لري، د ایران د سیستان او بلوچستان هغه ولایتونه دې چې ډېر کښتونه یې پر دغو اوبو خړوبېږي چې د افغانستان د هلمند له سیند نه ورروانې دي په تېرو کلونو کې د افغانستان له خوا پر هغو سیندونو چی ایران ته ور روانې دي افغانستان د څو بندونو جوړولو چارې پیل کړې دي، نو د همدې له امله د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران پارلمان ته وویل له افغانستان سره د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د اوبو د حق پر سر د هوکړې کوښښونو نتیجه نده ورکړې او خبرداری یې ورکړ چې هیواد یې اړ دی متقابل عمل وکړي (دمګړی یوه لار راپاتې ده چې هغه متقابل عمل دی یعنی په ځینو برخو کې له افغانستان سره له سختۍ او زور کار واخیستل شي نو ځکه موږ له افغانستان څخه هیله لرو مخکې له دې چې ایران غبرګون وښیي، نو افغانستان دې زمونږ پر قانوني او مشروع غوښتنو غور وکړی).

افغانستان له ایران سره د هلمند د سیند پر سر په ۱۹۷۳ کال کې یوه معاهده لاسلیک کړه چې د دې معاهدې له مخې به افغانستان د اوبو په نورمال کال کې په اوسط ډول په یوه ثانیه کې ۲۲ متره مکعب اوبه د ضرورت په اساس او ۴ متره مکعب اوبه د افغانستان د ښه نیت په اساس ورکوي، او د همدې معاهدې دویمې مادې له مخې به افغانستان ایران ته په فبرورۍ میاشت کې ۷۸.۱۶ ، په مارچ کې ۷۳.۱۳ او په اپریل کې ۳۱.۱۱ متره مکعب اوبه ورکوي.
 
په تېرو کلونو کې په فراه ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو زیاتېدل له دغې ډلې سره د افغانستان د ګاونډیانو په ځانګړي ډول د ایران د ملاتړشکونه زیات کړی دي، افغان چارواکو، د امریکا او ناټو قومندانانو په بیا بیا ایران تورن کړی چې له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او دغې ډلې ته پوځي روزنه او جنګي تجهیزات ورکوی.

د ایران او امریکا تر منځ د اختلافاتو د ډیریدو وروسته په افغانستان کې دا اندیښنه په ډیریدو ده چې ایران ښايي په افغانستان کې د امریکا او د لویدیځ د ماموریت د ناکامولو لپاره له وسله والو طالبانو څخه هم خپل ملاتړ زیات کړي.

په افغانستان کې د داعش شتون او فعالیتونه د ایران او روسیې لپاره بله پلمه ده او د داعش د ځپلو په موخه دوی په ښکاره له طالبانو سره اړیکې پخې کړي، خو په پټه کې دوی نورې موخې لري. روسیه د ایران د لارې طالبانو ته جنګی تجهیزات ورکوي او ایران په خپله خاوره کې طالب جګړه مارانو ته له فراه سره پر پوله د ایران په خاوره کې جنګي روزنه او تعلیمات ورکوي. ایران غواړي د فشار له لارې خپلې غوښتنې په افغان حکومت ومني، خو د دوی دغه کار به د ایران لپاره له بدنامۍ او شرمندګۍ پرته بله هیڅ ګټه ونه لري.