له هېواده بهر، صلاح الدين رباني ولسمشر ته دويم اجرئيه رئيس دی

له هېواده بهر، صلاح الدين رباني لسمشر ته دويم اجرئيه رئيس دی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

د ملي يووالي حکومت په پنځوس سلنه وېش کې د بهرنيو چارو کليدي وزارت د جمعيت ګوند او اجرائيه رياست په برخه رسېدلی دی. بهرنيو چارو وزارت د بهرني سياست، بهرنۍ پالېسۍ، نړيوالو اړيکو او د جګړې پر ځای د ډېپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل معتبره ادراه ده.

د نړيوالو اړيکو او بهرني سياست اړوند د يو هېواد ولسمشر په نړيوالو ناستو کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير له ځان سره وړي، ترڅو په نوموړي پورې اړوند ځينې چارې ترسره کړي، لېدنې ولري او تړونونه لاسليک کړي. په بهرنيو سفرونه کې بهرنيو چارو وزيران د ولسمشر په شتون کې د کوم ځانګړي واک او پرېکړې کولو صلاحيت نه لري، بلکې د دوی د ولسمشر په لارښوونو په ناسته کې برخه اخلي، وينا کوي، تړونونه لاسليک کوي او يا هم په بهرني سياست پورې تړلې نورې چار تر سره کوي.

خو، د ملي يووالي حکومت نه يوازې په کور دننه افغانستان له ستونزو سره مخ کړی دی، بلکې په بهر کې يې هم د افغانستان په نوم، پرېکړو، سياسي ليدلوري او درېځ باندې منفي اغېز کړي. صلاح الدين رباني د جمعيت ګوند مشر او په عين وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست دی. د قانون اړوند رباني په نامشروع ډول سره خپله دنده پرمخ وړي. نوموړی د ولسي جرګې له خوا بې باوره شوی دی، خو بيا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي. د قانون مطابق بې باوره وزيران يوازې تر درېيو مياشتو پورې د سرپرست په توګه پاتې کېدای شي.

په ډېر شمېر نړيوالو ناستو او بهرنيو سفرونه کې صلاح الدين داسې چارې تر سرسه کړي، چې د افغانستان په نوم او نړیوال ځای يې منفي اغېز کړی دی.

د بېلګې په ډول، د ملګرو ملتونو امنيت شورا په هغه ناسته کې چې د افغانستان د وضعيت په اړه ځانګړې شوې وه، د نوموړي نه ګډون هغه چاره وه، چې د افغانستان په اړه په مهمو نړيوالو ناستو کې د افغانستان بې غوري په ګوته کوي او د نړيوالو لېوالتيا بې خونده کوي.

له هغې را وروسته د کابل پروسې په دويمه عمومي ناسته کې، صلاح الدين رباني د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه وړانديز په اړه خلاف غبرګون وښوود، چې طالبانو ته يې د سولې خبرو د پيل په پار وکړ.

تازه بېلګه يې، دوه ورځې وړاندې په ترکيه کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ناسته وه، چې د صلاح الدين رباني وينا، لېدنې او څرګندونې د واحد افغانستان په ضد چارې وې.

د ترکيې ناستې ته ولسمشر غني، صلاح الدين رباني او نور حکومتي چارواکي تللي وو. ولسمشر غني وينا وکړه او د افغانستان په استازېتوب يې د فلسطينيانو سره همدردي او د اسرائيلو د کړنو غنده وکړه او ژمنه يې وکړه، چې افغانستان د اسلامي کورنۍ د يو غړي په توګه د خپلو وړونو هېوادونو ترڅنګ دی.

يادې ناستې ته صلاح الدين رباني هم خبرې وکړې. د نوموړی خبرې له مننې او قدردانيو ډکې وې. صلاح الدين رباني په داسې يو ډول خبرې وکړې، چې دی د يو افغانستان ولسمشر او محمد اشرف غني د يو بل افغانستان ولسمشر دی. صلاح الدين رباني په خپله ټوله وينا کې د ولسمشر محمد اشرف نه نوم وانه خېست او نه يې د ډېپلوماټيکو اصولو مطابق د خپلو خبرو ربط د ولسمشر له خبرو سره وکړ.

رباني د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه نه، بلکې د هېواد د ولسمشر، لومړي وزير او يا د اجرائيه رئيس په توګ ژمنې وکړي، پرېکړې يې اعلان کړې او نړيوالو ته يې مشورې ورکړي.

رباني په خپله وينا کې په تکرار ډول سره د ترکيې له ولسمشر اردوغان څخه مننه وکړه، د نوموړي هڅې يې وستايلې او په دې برخه کې نوموړي ته په خپل سري ډول د همکاريو ژمنې ورکړې.

صلاح الدين رباني، په کور دننه ستونزې له ځان سره ترکيې ته هم يوړې او دا يې څرګند ه کړه، چې مونږ په کورنيو او بهرنيو مسايلو کې دوه لوري او دوه ليدلوري يو. صلاح الدين رباني په بهرنيو ناستو کې د افغانستان د پوزې د جوړلو پر ځای د افغانستان پوزه پرې کوي او ځان د دويم ولسمشر او يا اجرائيه ريئس په هنداره کې ګوري.