
په وروستیو کې د هېواد په ځینو سیمو کې سخت توپانونو او ورښتونو له امله سیلابونو یو شمېر کورنیو ته مرګ ژوبله او ډېر مالي زیانونه اړولې دي.
د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د مالوماتو له مخې، تېره یوه نیمه اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او لسګونه نور ټپیان شوې هم دي.
دغه سیلابونه په سمنګان، تخار، کاپیسا، بغلان، بدخشان، بادغیس، غو، پنجشی، سرپل، غزني، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې راغلې دي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ګڼ نور زیانونه خلکو ته رسولي او لسګونه څاروي هم مړه شوې دي.
شاوخوا ۳۴۳ کورونه وران کړي او نورو ۶۶۳ کورونو ته یې یو څه زیانونو اړولي دي. د دغه له جملې یو یې هم سمنګان ولایت و، چې د ډېر ورښت له امله سیلاب راتلو د ۶ کسانو ژوند واخیست، چې په وژل شویو کې یو ماشوم او دوه میرمنې هم شاملې دي.
د سیلابونو له امله دغه زیانمنې شوې کورنۍ سختو مرستو ته اړې دي، خو مخکې له دې چې طبیعې پېښو سره د مبارزې اداره او نور اړوند مؤسیسات په وخت ځانونه له زیانمنو کورنیو سره د همکارۍ لپاره ورسوي او مرستې وکړي، په ځینو سیمو کې افغان پوځ سیلاب ځپلو ته ځان رسولی او لومړنۍ مرستې یې ورته رسولې دي.
په شمال کې د ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتیرو د نورو سیمو ترڅنګ په سمنګانو ولایت کې هغه کورنیو ته د خوراکي او نور اړینو توکو لومړنۍ مرستې وویشلې، چې سیلابونو زیان ور اړولی و او د ژوند تیرولو لپاره ورته اړتیا وه.
د ملي اردو دغه مرسته چې ۱۵۰ کورنیو وویشل شوه، ۱۶۵۰ کیلو ګرامه خوراکي توکي، غوړي، وریژې، وچ چای او یو ځینې نور توکي شامل وو.
په شمال کې ملي اردو له دې وړاندې هم په روان کال کې د طبیعې پېښو په ۸۶۰ زیانمنو کورنیو ۲۸ ټنه خوراکي توکي ویشلې وو.
د ملي اردو دا مرسته څرګندوي، چې دوی نه یوازې چې د خلکو امنیت په خوندي کولو او هېواد عرضي تمامیت څخه په دفاع کې بوخت دي، بلکې د اړتیا پر وخت په سختو شرایطو کې خپلو خلکو ته ځانونه رسوي په ټولنیزو برخو کې مرستې ورسره کوي.
اوس مهمه خبره دا ده، چې مسؤل ارګانونه د طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره او نورې مرستندویه ادارې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، د ورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره په وخت مرستې ترسره کړي.
د حکومت او مسؤلو ادارو ترڅنګ له خلکو، مالدارو او هغه خلک چې یو څه اقتصادي حالت یې ښه دی، هغوی ته هم په کار ده، چې د طبیعې پېښو پر وخت له اړمنو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړي.
د مرستو په برخه کې د طبیعې پېښو سره مبارزې ادارې ته مې وړاندیز دا دی، چې په ځینو سیمو کې ملي اردو ته مرستې ورکړي، چې هغوی یې بیا په وخت د طبیعې پېښو قربانیانو ته ورسوي، ځکه تر ټولو لومړۍ دوی سیمې ته رسیږي او د امکانانو او امنیتي لحاظه دوی کولی شي، چې د اړتیا پر وخت ژر ځانونه ورسوي او مرستې په وخت ورسوي.
د طبیعې پېښو سره د مبارزې ادارې که څه هم په تېر کې وخت په وخت د پېښو پرمهال اړینې مرستې ترسره کړې دي، خو تر ټولو مهمه دا ده، چې دغه اداره په راتلوونکي کې د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د سیلابونو پر ممکنه خطرونو خلک وپوهوي،ځکه مهمه دا ده، چې څنګه خلک کولی شي، ځانونه خوندي کړي ، تېر کلونه هم د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې طبیعي پېښو خلکو ته مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اړولې و.
تر هغې چې خلکو ته پوهاوی ورنه کړل شي، چې د طبیعې پېښو پر وخت څه کول ورته په کار دي او څه ډول ځانونه خوندي کړي، نو ممکنه ده، چې راتلوونکي هم د ورښتونو، سیلابونو او نورو طبیعې پېښو پر وخت خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړوي.