ننګرهار کې چاودنې روژه غمجنه کړه

روژې د اسلام پنځم رکن دی او په کال کې د یوې میاشتې لپاره په ټولو مسلمانانو فرض شوې ده. روژه د عبادتونو، د بخښنې او معفرت میاشت ده او په دې میاشت کې انسانان مکلف کړل شوې دي، چې یوازې له خوراک او څښاک څخه ډډه نه بلکې، د خولې، لاس ضر او نورو روا کارونو څخه منع ګرځول شوې او یوازې باید خدای په درباد کې عبادتونه او انسان یو او بل ترمنځ ښه چلند او د ثواب کارونه وکړي.

په وروستیو کې افغانستان یو شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی او دوښمن په ډېر بې رحمۍ سره د کمو نظامي اهدافو ترڅنګ ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او لسګونه زره کورنۍ یې د ویر او غم په ټغر کینولې دي.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد د کرکټ په میدان کې وروستۍ چاودنه چې د روژې په درېیمه شپه وشوه، ډېره خونړۍ او غمجه پېښه ده، په لوبغالي کې ټول بې ګناه مسلمانان چې د ورځې یې د خدای رضا لپاره روژې نیولې وې د شپې ساعتیرۍ لپاره لوبو نندارې ته ورغلې و، خو وحشی دوښمن د هغوی یو څو ساعته ساتیري او ارام ته پرینښودل ، لوبغالی یې په وینو ولمبولو او ګڼ ملکي کسان یې پکې شهیدان او ټپیان شول.

میندې او خویندې پیشلمي تیار کړی و او په دې تمه وو، چې اوس به یې زوی او ورور د کور دروازه ټک ټک کړي او د سبا روژې لپاره به یو څه وخوري او وڅښي، خو هغوی خبر نه وو، چې زوی او ورور یې نور سبانۍ روژه تورو خاورو ته وړي بلکې دوی به هم سمه روژه ونه لري، ویر او ژړاوې به یې دا مبارکه میاشت پرې سور اور کړي.

د جلال اباد په کرکټ لوبغالي کې چاودنې ډېر ګلالي ځوانان واخیستل، داسې ځوانان چې ټول ننګرهار او افغانستان یې په ویر کړې دي. دوښمن په داسې بریدونو سره خپل اصلیت څرګندوي، چې دوی ته هیڅ ځای بې هدفه نه دی او دا جګړه له افغانانو سره جګړه ده. جوماتونو کې چاودنې، مکتبونو کې چاودنې، مدرسو کې چاودنې ، د لوبو میدانونو کې چاودنې او عامه ځایونو کې چاودنې او بریدونه سړی بیخي په ځان حیران کړي، چې اخر زموږ ګناه څه ده، چې دومره په بې رحمه ډول وژل کیږو او لا مو هم دوښمن زړه نه کیږي.

افغانان نور باید ویښ شي، د خپل ځان او هېواد دفاع وکړي، کنه دا ورځ په هره یوه راتلوونکي ده، چې د قربانۍ د پسونو غوندې به له قطاره را نیول کیږو او یو یو به وژل کیږو.