بریښنایي تذکرې؛ امنیت خوندي کوي

افغانستان ترینګلي امنیت حالت لري، په امنیتي اندیښنو کې تر ټولو مهم د یوه شخص پیژندل دي، چې څه ډول کیدلي شي تشخیص شي، چې افغان دی، ځکه په هېواد کې کمزوری هویت پاڼې کاغذي تذکرې دي، چې ډیرې ستوونزې یې پیدا کړې دي.

لنډ که په دې وغږیږو، چې کاغذي تذکرو څه ستوونزوې پیښې کړې دي؟
کاغذي تذکرو تر ټولو لومړۍ زموږ اوستاسې امنیت ته ګواښ پیښ کړی، ځکه د دغه پاڼو د ویش پرمهال تر یوې کچې درغلې شوې ده، په کلیوالي سیمو کې د مالکانو په نوم په د سیمې هغه مشران، چې د یوه چا هویت تایيدوي، یو تعداد داسې کسانو ته پاڼې ویشلې دي، چې یو په یو سیمه پورې اړه نه لري، یعنې د یوې سیمې یوه کس په بله سیمه کې هم تذکره ترلاسه کړي، چې تر ډېره دا دویمه تذکره وي، یعنې په یو وخت دوه تذکرې استفاده کوي، چې دا خپل د شخص په پیژندنه کې ستوونزه پیښوي او امنیتي اندیښنې ډيروي.

ډېر کله پېښه کیږي، خو وروسته د بریدکوونکو هویت په ډېر کمو وختونو کې په نیمګړي توګه په ډاګه کیږي او نور نه پیژندل کیږي، څوګ، چیرې اوسیدو او څه سابقه لري، ځکه د ده په اړه ډیټابیس نشته، چې د ده اړوند مالومات پکې درج شوې وي.

په کاغذي تذکرو کې داسې څه شته، چې زموږ او ستاسې، امنیت، اقتصاد او ټولنیز ژوند یې ستوونزې پیدا کړې دي، خو ډېره تبصره کول ډېر وخت ونیسي او راځو د نویو الکترونکي تذکرو په اړه یو وغږیږو.
د خوښۍ ځای دی چې په تېرو څو کلونو کې له ډېرو جنجالونو وروسته بالاخره د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر پیل شو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی کس و، چې دا تذکره یې ترلاسه کړه. دا یوه ډېرمهم ملي بهیر دی، چې زموږ ملي هویت به خوندي کړي، د امنیت، اقتصاد او ټولنیزو چارو کې به ډېرو ستوونزو مخنیوی وکړي.

دا د حکومت دنده او مکلفیت و، چې د افغانستان د نفوسو احوال بریښنا کولو لپاره قانون جوړ کړي او د اساسي قانون ۷۱ ماده حکومت اړین بولي چې د تابعت لپاره ځانګړی قانون جوړ کړي، په دغه اساس، د افغانستان حکومت د نفوسو احوالو ثبت قانون ته د اساسي قانون او بریښنایې حکومتوالۍ غوښتنو په پام کي نیولو سره بیاکتنه وکړه، او د ۱۳۹۳ کال لیندۍ ۲۳ نیټې کې یې تصویب او تنفیذ کړ او د رسمي جریدي په ۷۷۵۱ ګڼې کې خپور شو.

په ۱۳۸۷ کال کې د مخابراتو وزارت لخوا د بریښنایي پیژند پاڼو پروژه باندې کار پیل شوي، چې اروپایي ټولنې او نړیوالې ودې لپاره د متحده ایالاتونو د ادارې لخوا تمویل شوې ده او ۲۲۲ میلیونه ډالر بودجه په ګوته شوې ده، چې د بریښنایي پیژندپاڼو په ویش به ولګول شي او تر اوسه مالیې وزارت ۵ میلیونه ډالرو دغه برخې ته ورکړې دي.

بریښنایي پیژندپاڼې د افغانستان په تاریخ کې یو بي ساري اقدام دی، چې تر ټولو لومړۍ په امنیت خوندي کړي، ځکه د نفوسو د احوال او ثبت قانون کې ویل شوې دي، چې هر څوګ بریښنایي پیژندپاڼه تذکره ترلاسه کوي، د دوو افغانانو او د ملي امنیت ادارې له لورې به تصدیق کیږي او بله مهم ټکی یې د امنیت په اړه دا دی، چې جرم پیژندل شوې کسان لیست کوي او په ډيرې اسانۍ سره د هغې پیژندنه کیږي.

د نفوسو احوال او ثبت قانون او د دې اړوندې ادارې دندې دا دي، چې د نفوسو احوالو ثبت اړوند چارو تنظیمول؛ د نفوسو په اړه د مالومتو راټول او د ولس زږیدنې، مړینې، او طلاق په اړه رپوټ ورکول دي.

په ټوله کې ویلی شو، چې بریښنایي پیژندپانې به په امنیت کې مرسته وکړي او زموږ د ملي هویت د خوندي کولو ترڅنګ به د امنیتي او جنایي پېښو څخه مخنیوي وکړي او ډاډمن امنیت کې به مرسته وکړي.

راتلوونکي کې به په اقتصاد، ټولنیز ژوند او نورو برخو کې د د بریښنایي پیژندپاڼو په ارزښت خبرې وکړو، د اوس لپاره همدومره کافي ده او هیله ده، چې ټول افغانان په دې ملي بهیر کې فعاله ونډه واخلي، خپله بریښنایي تذکره ترلاسه کړي، د کورنیو غړو ته تذکرې واخلي او نور خلک وهڅوي، چې په بریښنایي پیژندپاڼو ترلاسه کولو سره، د خپل، ځان، کورنۍ او هېواد بقا خوندي کړي.