دعشق فکر مې له سره نه ځي
غم ددلبره هم له دلبره نه ځي
چې مې لیدلی دی په خپلوسترګو
هغه تصویر مې له نظره نه ځي
دې نامعلومومنزلونو ته څوک
نااشنا خلک بې خبره نه ځي
ستاشوخ نظرورته نغوته وکړه
فکراوخیال چې مې په بره نه ځي
وروځې لیندۍ باڼه پرې غشي ولې
دجبین خال دې له سنګره نه ځي
عشق مرض دی چې اخته شي پرې څوک
په دواګانو له بشره نه ځي
صنمه تا سره يې زړه تړلی
((هاشمي))ځکه ستاله دره نه ځي
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com
Ph.. 07o7o30016
وروستي