
له تیرو لسیزو را په دې خوا پنجاب خپل جادو او کوډې ډیرې په کامیابۍ سره په ځینو نا اهله افغانانو وچلولولې، په دې تیره موده کې پنجاب توانیدليی چې دا نا اهله ماران داسې هوده کړې چې هرې خواته يې د خپلو کوډو له ټوکرئ را وشړې نو دوي په هغه خوا بې له سترګو غړولو څخه د چیچلو لپاره منډي وهې آن تر دې چې دا هوده شوي مار په څیر که خپل مرګ په سترګو ګوري بیا هم، د خپل ګوډګر د امر او هودي مطابق روان وي په دې تلوار کې لږ هم ځنډ نه راولې.
دا تېره موده دې پنجابې کوډ ګرو موږ پخپلو شیطانې ظالمانه او د دښمنانه اورونو کې په ډول ډول و سیځلو، هر افغان یې د خپل عزیز وسر ته په ویر کښېناوه، د هر افغان کورنۍ، ژوند او د ژوند خواږه يې په وینو او په اور ور ولړل.
په دي تیرو لسېزو کې يې ډول ډول اورونو د افغانانو په کورونو پخپلو تلسمو او جادوه سره ور بل کړي او افغان يې بې ګناه پخپلو وینو کې لت پت کړي دی.
مهمه دا ده چې پنجاب څنګه وکولاي شوه یا څنګه کولاي شې چې افغان دومره ضعیف بدبخت او بیچاره کړي او بیا یې خپل ښکار کړي؟. د دې جواب دا دی چې پنجاب پخپل جادو ځینې افغانان هوده کړي! داسې هوده کړي، چې هغوی ته خپل دین، مذهب، کتلور پښتو، ایمان، میړان او غیرت حتی خپله مور هیواد هیڅ هم اهمیت او ارزښت نه لرې. هغو ته یواځې د خپل هوده ګر امر اهمیت لري. تور پنجاب هغه داسې پخپل جادوکې راوستې چې دا نور خو ټول پريږده خو د خپل ځان پروا هم نساتې. هغوي په مکتب، مسجد، بانک، دفتر کې خپل ځان دخپل کوډګر بادار په فرمان داسې وشیندي او پاش پاش يې کړي له که د غولو پنډوسکې. پخپلو مرداریو او په بې ګناه وینو او غوښو زموږ مقدسات بې نوره او بدرنګ کړې.
هغوي د مسجد کرامت، د مکتب عظمت، د الله د اشرف المخلوقات شرف، عظمت کرامت ټول د کوډ کر بادار د کوډو و اثرته له هیره وباسې او تر پښو يې لاندي کړي.
په دې تیرو دیرش څلویښتو کلو کې پنجاب د دي مارانو په مټ افغانې ټولنې ته ښودلې چې څومره برلاسی دي!
په خاص ډول چې دا اوس په ټول هیواد کې په ځانګړي ډول په کابل کې چې کوم د باروتو اوربل دی، د دې ستر عامل په پاکستان کې دا نننۍ وضعه ده چې هلته، د پنجاب طبقه يي ظالمانه او متکبرانه سیسټم په خلاف چې کوم خلک را ولاړ شوي او خپل اسلامي او قانوني حقوق غواړي. دوي بیا پخپله شیطانې دسیسو سر دا افغانستان ته توجیه کوي.
په ځاي د دي چې د هغو حقې ناري ته لبیک و وايې او ومنې چې د یوه ملک له اوسیدونکو سره دوه ګونې چلند شوي او مصلې ور حل کړي. نو د خپلو هوده شويو دوزخې مارانو په وسیله د غچ په څیر، دلته په کابل او په ټول مظلم هیود ګران افغانستان کې د وینو وېلې و به هوي.
په مکتب، دفتر، ښار، کور، روغتون، وړکتون حتی مسجد مو چې د الله کور دی سور اور بل کړي او په بمنو یې ویجاړ او له منځه وړي. دا سمه ده چې د تور پنجاب ګوډي ډیرې پخې دي او تاثیر کوي او دی هم پخپلو کوډو کې پوره ماهر دی خو، پخپله تنها د ګران هیواد خوا ته د کتلو جورئت هم نلري، دا چې افغانستان او افغانانو ته خپل زور ښیې دا دي نا اهلو اجیرو افغانانو په مټ د دې هوده شویو مارنو د زهرو پر مټ (متل دی: ونې ویل که مي لاستی خپل نه وای تبر به زه څنګه وهلم).