
د فراه د بريد په اړه بايد دغه درې کسان وپوښتل شي!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د فراه د تېرې ورځې بريد په کم وخت کې د فراه ښار د سقوط، د يو شمېر دولتي ادارو او ودانيو د نېولو او په لسګونه ملکي او پوځي تلفاتو درلودنکی وو. د بريد مسووليت طالبانو په غاړه واخېست او طالبان تر يوه برېده بريالي شول، چې خپلې موخو ته ورسيږي. دوی په ډېر شمېر سره پوځي مهمات، عراداې او وسلې يې له ځان سره يوړې.
دا سمه ده، چې طالبان د افغان حکومت او دلته د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او له هرې هغې لارې کار اخلي چې خپلو موخو ته ورسيږي او په جګړه کې بريالي شي.
که چېرې د طالبانو سره د عقيدې په اساس يو شمېر نور هېوادونه مرسته کوي، نو هغه يوه اسلامي ايډيالوژيکه تړنه ده او ښايي دا مرستې په نشت حساب وبولو. هر هغه هېواد او ډله چې له طالبانو سره مالي او پوځي مرستې کوي، دوی کومه داسې تړنه نه لري، چې په افغانستان کې دې يو اسلامي نظام د جوړښت هيله ولري، بلکې دوی په لوی لاس سياسي، اقتصادي او پوځي موخې لرې، چې د طالبانو په شتون کې يې عملي کوي.
په غېرې مستقيم ډول سره د طالبانو يو ملاتړی هېواد ايران دی. ايران په افغانستان کې له هغه ډلو سره نېږدې فرهنګي، مذهبي، کلتوري او سياسي اړيکې لري، کومې ډلې چې په افغانستان کې په جګړه او سوله دواړو کې د طالبانو مخالفت کوي. ايران نه دې طالبانو په واکمنۍ کې له طالبانو سره کومه همدردي درلودله او نه هم اوس. خو دغه هېواد له پاکستان څخه بدتر غواړي خپلې موخې د طالبانو په وجود کې تر لاسه کړي.
په لنډو کې به راشو د فراه بريد، تر شا يې د ايران پلانونه او ورسره په عملي کولو کې د ايران ګټو ته ناست او وفاداره افغان حکومتي چارواکي.
۱- د فراه والي: د فراه والي د جمعيت ګوند جګ پوړی کس او د ډاکټر عبدالله عبدالله په برخه کې د اجرائيه رياست له لوري دغه ولايت ته د والي په توکه معرفي شوی دی. والي عبدالبصېر سالنګی نوميږي، دغه کس د طالبانو د اسلامي امارت په وخت کې د ایران په مالي ملاتړ د احمدشاه مسعود تر کومندا لاندې د طالبانو پر وړاندې وجنګېد او په زرګونه طالبان يې ووژل، ژوندي يې ونيول او يا هم په ژوند معيوب کړل.
سالنګی اوس هم نه غواړي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې پروسې له لارې يوځای شي. نوموړی د کابل په کارته پروان او نورو برخو لوړپوړېزې ودانۍ او کورنه لري او دا هر څه يې په داسې يو افغانستان کې تر لاسه کړي دي، چې جګړه او اور په کې بل دی.
په سياسي، فرهنګي، ژبني او کلتوري ډول بصير سالنګی د ايران نېږدې کس دی او د احمدشاه مسعود څخه په ميراث پاتې خواخوږي او نېږدوالی يې له ايران سره ډېر دی. رسنيو خبرونه خپره کړل، چې د فراه د بريد په اړه د فراه ولايتي چارواکي له وړاندې خبر وو. دا چې بريد د ايران له خوا ترتيب شوی وو، نو نه یوازې چې بصير سالنګی يې د بريد په اړه خبرو وو، بلکې له دې به هم خبر وو، چې څومره طالبان او افغان ځواکونه بايد ووژل شي، ترڅو ايران خپلې موخې تر لاسه کړی او سالنګی خپل غوره ماموريت او وفاداري په ثبوت کړي.
۲- ملي دفاع وزير: جنرال طارق شاه بهرامي که څه هم په څرګند ډول داسې نه ښکاري، چې د ملي ګټو پر ځای به د جمعيت ګوند ګټو ته وفاداره وي، خو د پردې تر شا بيا بهرامي او پدرام د يو ځای او د يو هېواد نازونه پر سر وړي. ملي دفاع وزير همدا اونۍ ايران ته لاړ. د ايران له پوځي مسوولينو سره يې لېده - کاته تر سره کړل. بهرامي ایران غوښتلی وو او ايران هغه ټولې ګېلې ورته کړي، چې ولسمشر غني پرې ساحه راتنګه کړې ده.
بهرامي د ايراني چارواکو سره هره ناسته مثبته يادوله او د ياد هېواد د مرستو ډاډ يې ورکولو. خو بهرامي دا هير وو، چې افغانان پوهيږي، ايران د امريکا سره وران دی او په څرګند ډول وايي، چې امريکا په سيمه کې ګواښ دی او بايد له افغانستان څخه خپل پوځيان او ملاتړ لېرې کړي. نو کله چې په نړيواله کچه ايران د امريکا خلاف غږ پورته کوي، نو څنګه بيا شونې ده، چې ايران د امريکا ملاتړي د افغانستان د دفاع وزير دومره درناوی وکړي، چې په هر برخه کې د رېښتنې همکارۍ ډاډ ورکړي؟
ايران ته د بهرامي د سفر پايله دا شوه، چې له شيبو وروسته په فراه بريد وشو او فراه د ايران سره پر پوله ولايت دی. نو جنرال بهرامي دې وپوښتل شي، چې په ايران کې يې څه وکړل او څه ورسره وشول؟
۳- د ايران د بهرنيو چارو وزير: څه وخت وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي وو، چې که چېرې افغانستان په ايران اوبه بندې کړي، نو ايران به غبرګون وښيي او پر وړاندې به يې عملي ګامونه پورته کړي. پرون مو ولېدل چې، ظريف خپله ژمنه پوره کړه، د کامل خان او سلما بند په اړه يې غبرګون وښود او عملي ګامونه يې پورته کړل.