افغانستان لا هم د ښځو لپاره یو ښه ځای نه دی!

افغانستان لا هم د ښځو لپاره یو ښه ځای نه دی!

که څه هم په افغانستان کې په تېرو ۱۵ کالونو کې د نړیوالو او کورنیو هڅو په نتیجه کې د افغان ښځو ژوند یو څه ښه شوی خو په وړاندې یې د تاوتریخوالي لړۍ نه‌ده درېدلې.

د ښځو د حقونو مدافع ډلې وایي، د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره د نړیوالو او کورنیو هڅو سره ـ سره د افغان مېرمنو د ژوند په ښه کېدو کې د پام وړ بدلون نه‎دی راغلی.

افغانستان کې ښځې د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د ورځینې ژوند یوه برخه ده.

په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه بڼه دا ده چې یو څوک پر ځوانو او ناواده شویو نجونو غږ وکړي، چې دا نجلۍ زما ده او بل چاته يې نه پريږدم.
په افغانستان کې ډېری ودونه د دود او دستور له مخې ترسره کېږي، کورنۍ د نکاح په مراسمو کې ناوې ته دا حق نه ورکوي چې له هغه شخص سره چې دا واده کوي د ایجاب او قبول مراسم یې مخامخ ترسره شي.
 
ایجاب او قبول اکثرا د ناوې په غیاب کې د هغې د وکیل له خوا چې د ناوې کورنۍ له خوا ټاکل شوی وي ترسره کېږي، له دې امله ګڼې نجونې په واړه عمر ودیېږي او د جبري ودونو کچه هم ډېره لوړه وي، که څه هم مخامخ ایجاب او قبول شرعي جواز لري خو کورنۍ ډېر ځله ناوې ته دا واک نه ورکوي.
 
په جبر نکاح قبلول په شریعت کې جواز نه لري، دا له ښځې سره ظلم دی او یو د بل په حقونو تجاوز دی، همدې په زور او جبري نکاح ګانو په کورنيو کې تل پاتې ستونزې او کورني تاوتريخوالي ته په خپله لاره هواره کړې ده.
 
په زور نکاح یا داسی نکاح چې نجلۍ یا هلک رضایت ونه لري د افغانستان به لېري پرتو سیمو کې ډیر لیدل شوي او لیدل کیږي او ډیر خلک په ځانګړي توګه په نکاح کې د نجونو خوښه او له هغوی پوښتنه کول، شرم ګڼي.
 
په نکاح کې دوه اساسي برخې "ایجاب او قبول" دي چې په اسلامي طریقه کې باید دواړه خواوې رضایت ولري او اسلام هم پر همدې ټینگار کوي.
 
د قرآنی آیت پر اساس " فانکحوا ما طاب لکم" چې وایي تاسې هغو کسانو سره نکاح وکړئ چې ستاسو خوښیږي او وایي چې مور او پلار ته نه ښایي چې خپل زامن او لوڼې په جبر سره نکاح ته مجبوره کړي.
 
له دې سره چې دیني عالمان په جبري نکاح کې د یو ځاي کیدو د حلال او حرام په اړه سره اختلاف لري خو د افغانستان مدني قانون د قضیې یو طرف قرباني او بل طرف مجرم ګڼي.
 
د حقوق پوهانو د اتحادیې مسؤلین وایې چې جبري نکاح باطله ده او هر هغه کس چې په دې ډول یو ځای کیدو پر مقابل لورې جبر کوي په قانونی بڼه جزا ورکول کیږي.
 
ددې اتحاديې مسؤلین زیاتوي چې ددې سره سره په افغانستان کې هلکان او په تیره بیا نجونې د خپلې کورنۍ د رضا او خوشحالتیا په خاطر ستونزي پر ځان مني او شریک ژوند پیلوي.
 
په هر حال د دې لپاره چې د ښځې او خاوند شریک ژوند نیکمرغه، د مینې او خوشحالۍ سره پرمخ ولاړشي او د شخړو او کړاونو څخه ژغورنه وشي؛ نو مور او پلار باید د خپلو اولادونو د ژوند په هکله درستې پریکړې وکړي او ورڅخه د دوی خوښه وپوښتي او مشوره دې ورسره وکړي ترڅو راتلونکی یی روښانه اوله خوښیو څخه ډک وي.

واده باید د دواړو اړخونو په خوښه ترسره شي، چې شریعت هم په دې ټینګار کوي او همدارنګ د نړیوال بشري قانون د ۱۶مې مادې په دویمه فقره کې داسې راغلي دي( واده یوازې هغه وخت کې کیدای شي چې ښځه او میړه د واده خپله بشپړه خوښه او رضایت څرګند کړي).

خو له بده مرغه زمونږ د هیواد په زیاتو برخوکې د انساني کرامتو درناوی نه کیږي او داسې ودونه رامینځته کیږي چې نه د شریعت په چوکاټ کې ځای لري او نه دافغانستان او نړیوال بشري حقونو په قوانینو کې.

په افغانستان کې د ښځو يوه جدي ستونزه د اجباري ودنو مسئله ده چې په بيلا بيلو شکلونو لکه بدل، بدو کې ورکول، د ډير ولور اخيستل، د شيدو ورکولو پر مهال په کوچني والي کې يو بل ته په نوم کول او کونډې ښځې خو لا اوس هم د وارث په توګه شميرل کيږي او د خپلې خوښې کس سره واده نشي کولای.
 
څیړني ښيې چې دافغانستان په سلو کې۳۸ سلنه ښځې د هغوی د خوښې پر خلاف ورکړل شوي او نږدې په سلو کې ۵۰ ٪ ښځې د خپل کورني ژوند څخه ناخوښه دي.
 
په افغانستان کې پر ښځو زور زیاتی اوس هم یوه جدي ستونزه ده چې هواری یې جدي هلو ځلو ته اړتیا لري، چې لا هم دغه هلې ځلې نه دي ګړندۍ شوې.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې لفظي او جسمي تاوتریخوالی ډیر وخت یوازې د کور په چهاردیوالۍ کې پاتیږي خو د ځینو مواردو په اړه بیا رپوټونه ورکول کیږي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه سخته بڼه دا ده چې هغوی ته اور اچول کیږي.
 
د افغاني ټولنې جوړښت او دود دستور ته په پام سره په لیرې کلیو او بانډو او ان ښاري سیمو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په مختلفو بڼو ترسره کېږي چې همالته د کورنیو په کړیو پورې محدودې پاتې کېږي.

زمونږ ټولنه بدبختانه ځینو ناوړو فرهنګونو ځپلې ده، چې اغېزه یې د ټولنې په هر قشر کې محسوس کیږي؛ یو له هغې څخه مېرمنې دي، چې اکثریت واک یي د نارینوو په لاس کې دی.

له کور کارونو نیولې  تر بهره بغیر له سړي څخه خپل کار په خپل اختیار نشي ترسره کولای، او د خپل ژوند کړنلاره یي تر مرګه د سړي په لاس کې وي.

نارینه د ستونزو پر وړاندې یوڅه دریځ غوره کولای شي، خو مېرمنې د ستونزو پر وړاندې یوازې د سړي خوښې ته ناستې وي او د دوی د طمعې خلاف دریځ نشي غوره کولای.

زمونږ په ټولنه کې هغه ارزښتونه مېرمنو ته ورکړل شوي چې هیڅ په درد ورته نه خوري، څوک یې د کور رحمت او رڼا یادوي او ځینې یې د ایمان بشپړوونکې ګڼي.

دغه ارزښتونه نشي کولای چې د دوی ستونزې ورحل کړي او نه به یي په دې سره ژوند ښه شي، ځکه همدې ارزښتونو سره سره د انساني حقوقو څخه محرومې پاتې دي.
دا باید ومنو چې په ښاري سیمو کې پرمختګونه تر سترګو کیږي، خو لا هم په ځینو اطرافي سیمو کې میرمنې یوازې د نارینوو ننګ او غیرت شمېرل کیږي.

هلته د ښځو د حقوقو په اړه هیڅ هم نشته، د انساني سلوک له دایرې څخه وتلي دي او د ځینو ناوړو رواجونو په اساس په بدو کې ورکول کیږي، چې په دې سره خپل ژوند د ډوبیدو په حال کې ګوري او له بې وسۍ ډک ناهیلی ژوند تیروي.
 
په هېواد کې د ناامنیو تر څنګ یو شمېر نور مهم موارد هم شته، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې یې پڅې کړې دي.

د ښځو پر وړاندې بیلابیلو مسؤلو ادارو هم په دې څو کلونو کې ونشوای کړای، چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کابو کړي، اوس هم هره ورځ په هر کور کې په میرمنو ظلمونه کیږي او میرمنې د خپلو حقونو د غوښتلو په موخه غږ هم نشي اوچتولی.
 
د مېرمنو اساسي حق دادی چې د لومړیتوب حق ترې وانخلو او د انسان په سترګه ورته وګورو او د نارینوو غوندې د زده کړو حق ورکړو.

د میرمنو پر وړاندې د پراتو خنډونو د له منځه وړلو لپاره اساسي لار د مېرمنو سېواد دی، چې کورنۍ او نسلونه روزي.

زمونږ د سیمې رښتینی اتل هغه څوک دی چې په خپله لور درس وایي او د راتلونکي په اړه یي هیله من وي، نه داچې یوازې د ولور او د کور د خدمتګارې هیله ترې ولري.

د مېرمنو په وړتیاوو کې هیڅ شک نشته، مېرمنې کولای شي؛ رهبریت ترسره کړي په حکومتونو کې، چې څومره نارینه په فساد کې ښکېل دي؛ مېرمنې په نشت کې حساب دي.

نو لومړیتوب ورکړئ، ځکه ښځه د انساني حقوقو څخه د محرومیت نوم نه دی، ښځه له عقل څخه نه ده محرومه، ښځه ددې وړتیا لري چې خپل واک، محبت او مینه ولري او د نارینوو په څېر په حکومت کې ګډون وکړي.

که ښځه د مور ، خور او مېرمنې له دایرې راباسو او ښځه د انسان په نوم ونومو او د ښځې په انساني ارزښت خلک وپوهول شي او د هغوي د ژوند ښه والي له پروژیي سیستم څخه یوې فعالې تګلارې ته واړول شي.

د عامه پوهاوي له لارې ټول دیني او کلتوري ارزښتونه د علماوو او قومي مشرانو له خوا په سم ډول و پوهول شي او د یوه لوی فکري بدلون او د ښځې پر وړانډې د عدم تشدد جهاد اعلان شي او ټولې مدني ټولنې له منفعل حالت څخه فعال حرکت غوره کړي نو دا شونې ده چې د ښځو ژوند به هم له ناخوالو رابهر شي.

نا امني، اقتصادي فقر، له دین ناسم پوهاوی او کلتوري مسایل هغه عوامل دي چې د ښځو ژوند ورځ تر بلې خرابېږي او له راز راز تاوتریخوالي سره مخ کېږي ، نو په کار ده چې راتلونکې ته ددغو ستونزو له منځه وړلو له پاره له سره غور وشي او اساسي کاري پلانونه ورته طرحه او عملي شي، په دې توګه به مثبته تګلاره، مثبت فکر او عمل به مثبتې پایلې راوړي.
 
په ناهیلیو کې هیلې ساتل د لوی ولس کار دی او د افغان مېرمنو که منزل لېرې دی لاره هم ورانه ده خو د هیلو ډیوې لا مړې نه دي او دا ډېوې به تر منزله رسېږي او د رڼاګانو واړنګې به خامخا وطن له تیارو راباسي.

په افغانستان کې د تل پاتې سولې، ابادۍ، د رغنیزو چارو د چټک پرمختګ او د میرمنو د هېواد په سیاسي بهيرونو کې د زیاتې ونډې په هيله!