
په فراه طالبانو بريد وکړ او که ايران؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د فراه ولايت د نننو بريدونو وېډيوګانې او انځورنه به مو په رسنيو لېدلي وي. په ډېر شمېر وسله وال، له درندو او سپکو وسلو او په پوره ډاډ سره د فراه ولايت په مرکز او له دولتي ودانيو سره په خوا کې يې تګ - راتګ کولو او د افغان پوځ له نظامي تجهزاتو يې ګټه پورته کوله.
مونږ هر وخت ويلي، چې د افغانستان په روانه جګړه کې طالب هم افغان دی او امنيتي ځواکونه او نور ملکي کسان هم افغانان دي. د هر افغان وژل او په کور يې غم راته د ردر وړ دی. ما په خپل ډېر لېکنو او شننو کې افغان او طالب وسله وال دواړه ملامت کړي، دواړه جګړه کوي او دواړه لامل د افغانان د وژنې دي.
دا څرګنده ده، چې په افغانستان کې د امريکا په شمول هر بهرنی هېواد د خپلو ګټو په پار دلته شتون لري او تر هغه به د سولې لپاره هېڅ لاس په کار نه شي، ترڅو چې يې په جګړه کې خپلې ګټې خوندي وي. نو په همدې اساس مو له افغان حکومت غوښتنه کړي، چې په خپله لاس په کار شي او په هېواد کې د سولې لپاره رېښتونې ګامونه واخلي.
همدا ډول په طالب راټول او ورسره ټول ملاتړي بهرني هېوادونه لکه سعودي عربستان، ايران، پاکستان، روسيه او نور له طالب څخه داسې ګټې اخلي چې په طالب باندې خپل افغان ورور وژني او خپلې ژورې سياسي، امنيتي او اقتصادي ګټې خوندي کوي.
مونږ د کندز د دشتې ارچې او د کابل د صدارت څلورلارې داوړه برېدونه د بلېګې په ډول او ورته نور ټول برېدونه غندلي او د افغان وژنې د دسېسو په سترګه ورته وګورو.
تر نن پوري د هر افغان په خوله دا چيغه ده، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، سوله له پاکستان سره ده، وسله وال په پاکستان کې خوندي پټنځاوينه لري او لنډه دا چې پاکستان د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې لاسوهنې کوي.
دا مونږ هم منو چې د پاکستان د دوه مخه سياست په اړه افغانان د اجماع په ډول يو نظر او له پاکستان څخه کرکه لري، خو له ډېر بده مرغه چې د پاکستان کرکې او افغانانو ته په کور جوړ خپل وير، له پاکستان بدتر بل ګاونډی هيواد يانې ايران له مونږ هېر کړی دی.
ايران هغه هېواد دی، چې لومړی بريد يې د افغانستان په کلتور او فرهنګ وکړ، له دې لارې يې د افغانانو ترمنځ د نفاق تخم وشېند او اوس يې د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې وسله وال تېري هم پلي کړي دي، چې نن ورځ بېلګه وه.
ايران غواړي، چې د امريکا سره د مبارزې په پار هغه ډلې حمايه کړي چې د امريکا پر وړاندې آيډېالوژي لري، ايران د داعش د ځپلو په موخه له طالبانو څخه ملاتړ کوي، ايران د خپل اقتصادي بازار د ګرم ساتلو لپاره په افغانستان په جګړه کې ساتي او ايران د افغانستان د پرېمانه اوبو، له بيې پرته تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې د سلما او کامل خان غوندي ملي پروژې او بندونه نه شي زغملی.
هغه بريدونه چې نن ورځ په فراه کې تر سره شول، اونۍ وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف له هغو څرګندونو څخه وو، چې د افغانستان او ايران ترمنځ د اوبو په اړه يې کړې وې. ننني بريدونه د طالب په نوم تر سره شول، خو د لښکر منځ له فاطميون او سپاه پاسداران له کسانو ډک وو، ګني شونې نه ده، چې په يو کم وخت کې، ټول ولايت د سقوط تر پولو ورسيږي، درندې وسلې وکارول شي او د وسله والو شمېر هم په سلګونه وي.
مونږ نن دا شننه او تحليل کوو، خو سبا به دا ثبوت وي او تاريخ به يې ولېکي، چې د ۱۳۹۷ لمريز کال د غوايي په ۲۵ بريد ايران کړی، خو وسيله يې طالب کړ.
اوس حکومت او افغان ولس ته په کار ده، چې څومره يې له پاکستان څخه کرکه اخېستي او پر وړاندې يې شکايتونه کوي، د هغې دوه برابره کرکه بايد د ايران پر وړاندې خپره شي او د ياد هېواد د دسېسو پټ لاس دې نور غوڅ شي.