
موږ تجربه کړله چې د پردیو د دسیسو په دریغه قومونه څومره سره لرې شول، هغه قومونه چې د یوه کور یعنې (افغانستان) مشرک غړي دي ، کلتوري، ژبني مسایل مو، کورني رواجونه مو هر څه مو يو دي ولې اذهان مو بېل شوي، څوک ځان ددې وطن اصلي بچی ګڼي څوک حتی ځان افغان نه بلي ، څوک ځان پښتون، څوک ځان تاجک، څوک ازبېک او څوک هزاره، خو هیچا ونه وې چې موږ ټول افغانان یو ، د یوه کور (هېواد) غړي یو موږ بېلوالي کې ژوند نشو کوی ، مشترک ژوند مو له بدختیو ژغوري.
د نړۍ هر هېواد چې د بحراني حالت څخه د وتلو په حال کې وه ستونزې پکې موجودې وې داسې نه وه چې د نورو هېوادونو وګړو د قوم او ژبې په نوم ځانونه د یو بل څخه لرې کړي وي.
موږ راځو دلته لولو چې روسیې هېواد په دوهمه نړیواله جګړه کې څومره زیانه ولیدل، خو نن ورځ روسیه په نړئ کې یو زبرځواک هېواد یادېږي دوهمه نړواله جګړه کې، تر ټولو زیات روسان له منځ تللي دي، چې د مړو شمېر یې یو شپېته لکه و پنځلس زره او د ټپیانو شمېر یې یو ملیارد و دولس زره تنو ته رسېده.
د روسيې هېوادمشر پوتين وايي موږ د صادقانه اتحاد په پایله کې بریالي شوي یو، زموږ پرمختګونه د ورورولۍ او يووالي په پایله کې ګټل شوې، او وايي موږ ډېرې سختې ګاللي، ډېرې ستونزې وې، خو موږ هغه ټولې ستونزې وګاللې، موږ خپل هېواد بېرته جوړ کړ ، او نظم ټینګ شو.
اوس راشو خپل ګران هېواد افغانستان ته! د نظام ټینګښت زموږ یووالي پورې اړه لري کله چې موږ هم د سختو په وړاندې ودرېږو، نو نېږدې راتلونکي کې به د یوه ښه نظام لرونکي وو، دولت راته کار کوي، دولت راته امنیتي قواې جوړوي دولت راته هوايي ځواک جوړوي، دولت راته برښنايي پېژند پاڼې وېشي، دولت راته پارلماني ټاکنې کوي، دولت راته ښوونځي جوړوي، دولت راته سرکونه پلونه او نور امکانان برابروي، ددې پرځای چې ټول د دولت تر څنګ ودرېږي، ځیني کسان د دولت په تخریبب سره د ځوان نسل هیلې وژني، او د دولت کړنې تر سوال لاندې راولي، دا د هيچا وطندوستي نده، دا پردیو ته په ډاګه جاسوسي او د هغوی د برنامو تطبیق دی.
راځئ چې یو شو او ژوند او هېواد مو له ستونزو وژغورو.