
ولې عبدالله د پېژندپاڼې په کاپۍ سټېکر نه مني؟ دوه لامولونه لري
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
نېږدې یوه مياشت وړاندې په ټول هېواد کې د راتلونکو پارلماني او ولسواليو شوراګانو لپاره د نوم لېکنې پروسه پيل شوه. تمه داسې وه، چې په دغه پروسه کې به د خلکو ګډون پراخه او په لوړه کچه وي. خو د تمې خلاف د ټاکنو لپاره د نوم لېکنې په بهير کې د خلکو ونډه کم رنګې او دغه بهير يې سست کړ.
يو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د هېواد په ډېری شمېر سيمو کې د امنيتي ستونزو شتون، په تيرو ټاکنو د خلکو بې باوري او د ټاکنو د کمېسيون له خوا د عامه پوهاوي سست او ناوخته کمپاين هغه څه دي، چې د نوم لېکنې بهير بې خونده او سست کړی دی.
د ټاکنو کمېسيون وايي، چې ناامنۍ او د وسله والو له خوا په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو ګواښل هغه څه دي، چې خلک يې وېرولي دي او دوی په ډاډه زړه نه شي کولی، په ټاکنو کې برخه واخلي او يا هم له وړاندې ورته نوم لېکنه وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ، سياسي ګوندونو او په خپله د ټاکنو خپلواک کمېسيون، له ديني علماووو رسنيو، قومي مشرانو او نورو فعالو افغانانو غوښتنه وکړه، چې خلک وهڅوي، ترڅو د ټاکنو لپاره نوم لېکنه وکړي.
څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسيون چاوراکو وويل، چې په تېره يوه مياشت کې نېږدې يو نېم ميلېون کسانو نوم لېکنه کړې ده او د کمې نوم لېکنې په اساس يې دغه بهير تر يوې بلې مياشتې هم وغځولو.
په دې وروستيو کې د ټاکنو کمېسيون يوه طرحه وړاندې کړه، چې د اصلي پېژندپاڼو پرځای اوس خلک کولی شي، چې د کاغذي پېژندپاڼو په کاپي يانو هم سټېکرونه ولګوي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي. کمېسيون وايي، چې د نوم لېکنې په پروسه کې د خلکو د کمې ونډې يو عمده لامل د وسله والو ګواښونه دي، چې که چېرې د يو چا پر پېژندپاڼي سټېکر پيدا کړي، ژوند يې ګواښي، وژنې يې او يا هم نور ستونزې ورته جوړه وي.
د ټاکنو کمېسيون دغه طرحه د يو شمېر سياسي ګوندونو، د ولسي جرګې د يو شمېر غړو، په خپله د ټاکنو کمېسيون د څلورو غړو او د هېواد د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له مخالفت سره مخ شوه.
دا چې ولې اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ورسره خواږي ملګري يې د پېژند پاڼو په کاپۍ د سټېکرونو له لګولو سره مخالفت ښيي، دوه لاملونه لري.
۱ - په پارلمان کې خپل ځواک له لاس ورکوي: اجرائيه مشر او ورسره کسان پوهيږي، چې که چېرې سټېکرونه يوازې د پيژندپاڼو په اصلي پاڼې باندې ولګول شي، نو په هغه سيمو کې به ټاکنې تر سره شي، چې له پوره امن څخه برخمنې دي او ځانګړي کسان به پارلمان او د ولسواليو شوراګانو ته لارې پيدا کړي.
څرګنده ده، چې په پښتون او ازبک مېشتو سيمو کې د هېواد د نورو سيمو په پرتله جګړه تېزه او ناامني زياته ده. نو هر کله چې د پېژند پاڼو په اصلي پاڼې سټېکر ولګول شي، نو په لوي شمېر د يادو سيمو کسان به په ټاکنو کې برخه وانه خلي. دا چاره به لامل شي، چې د اوس په څېر له يو ولايت څخه ولسي جرګې ته د يو قوم په لسګونه وکيلان لار پيدا کړي او بل قوم چې مساوي او يا هم اکثريت هم وي، نو په جرګه کې به يو استازی هم ونه لري.
۲- حکومت ته ستونزې جوړل، ترڅو د راتلونکو ټاکنو لپاره يې ځان ته کمپاين کړی وي: د کاغذي پېژندپاڼو په کاپي باندې د سټېکرونو لګول په قضدي ډول سره يوه لويه موضوع جوړه شوه. نن ورځ د ټاکنو کمېسيون دوه تنه مرستيالانو او دوه غړو د پېژندپاڼو په کاپي يانو د سټېکرونو له لګول سره مخالفت وښوود او د ياد کمېسيون عملياتي مرستيالې وسيمه بادغيسي خپله استعفا هم وړاندې کړه.
دا ټول هغه څه دي، چې په عيني وخت کې اجرائيه مشر، ورسره سياسي ګوندونه، په ټاکنو کمېسيون کې د دوی ټاکل شوي کسان او په ولسي جرګه کې د دوی ملاتړي غړي، په يو وخت کې د دغه طرحې مخالفت کوي او په دې طرحه کې په ولسمشرۍ ماڼۍ د لاسوهنو تور پورې کوي.
له ټاکنو وړاندې د افغانانو ژوند مهم او د پام وړ دی. که چېرې د کاغذي پېژندپاڼو په کاپي يانو باندې د سټېکرونو لګول کولی شي، چې هم په ټاکنو کې د خلکو برخه پراخه کړي او هم د خلکو ژوند خوندي کړي، نو دا بيا ملي ګټې او هېوادپالنه ده. نه دا چې، په ټاکنو کې دې خلک خپل ژوند له لاس ورکړي او يا دې په کې برخه نه اخلي.