ملي انګېزه!

هېواد په ټولو وګړو ډېر حقونه لري دا چې موږ د مور په غېږه کې د ماشومتوب شپې او ورځې په بې پروايۍ تېروو ، همداسې د هېواد په غېږ کې عمرونه تېروو ، ولې د هېواد په وړاندې تل بې پروا پاتې شوي یو ، که په موږ رښتیا هم خپل هېواد ګران وای ، نو اوس به مو دا حال نه وای موږ به خپل هېواد د پردیو مداخلو ته نه وای پرېښی ، زموږ د هېواد ټولې شتمنۍ به نورو نه وړلې ، د هېواد د بربادۍ مسوول موږ یو.

موږ ولې ملي انګېزه نه لرو؟
کله چې د هېواد په ارزښتونو وپوهېدو نو په حقونو به يې هم وپوهېږو د هېواد ډېره برخه مو له تعلیم څخه لرې پاتې ده، دا هم حقیقت دی چې څو لسيزوجګړو او ناخوالو د افغانانو پر مخ ښوونځي تړلي وه، افغانان هره خواه بېچاره شول ، نورو هېوادونو ته کډوال شول ، چې یو لوی نسل بېسواده پاتې شو.

تر جګړو وړاندې موږ ښه نظامونه لرل ، له همغې وخته د هېواد اکثرو مشرانو په خپلو اولادونو تعلیم نه خوښولو، لوی دلیل يې دا وه چې د غازي امان الله خان له دوران څخه د هېواد څخه د بهر استخباراتو د حکومت په ضد يې جعلي ملایان تربیه کړل، شعارونه به يې ورکول چې د غازي امان الله خان نظام کافر دی، له همغه وخته ډېرو فکر کولو چې که په اولاد تعلیم وکړي نو کافر به شي ، بهرنیو کړیو د همداسې جعلي ملایانو ډېرولو ته دوام ورکړ چې د خلکو په اذهانو کې دا خبره ور واچوي چې په اولادونو تعلیم مکوۍ په ښوونځیو کې د کفرمضامين تدریس کېږي ، نو خلکو هم د درک پر ځای همدا خبرې منلې ، سره له دې چې زموږ حقیقي دیني عالمانو په وار وار يې د جوماتونو له ممبر څخه د اسلام مبارک دین دا پیغام رسولی چې په اولادونو تعلیم وکړئ ، خلکو کله هم دا غږ بدرګه نکړ.

او تل يې خپله مفکوره د جاسوسانو له نظریو سره عیار کړی، تر هغې چې زموږ ټولنه باسواده نشي تر هغې موږ د خپل نظام په ارزښتونو نه شو پوهېدلی، اوس هم په کلیو او بانډونو کې په لور او زوی تعلیم ننګ بلي، دوی سره اوس هم دا مفکوره ژوندۍ ده چې که چېرې په اولاد تعلیم وکړو نو ذهن به يې کفري شي.

بهرنۍ کړۍ اوس هم نه غواړي چې د افغانانو اذهان خلاص شي ، دوی نه غواړي چې افغانان د خپل نظام په ارزښتونو خبر شي ، دوی فکر کوي که چېرې افغانان ټول با سواده شي او د نظام ملاتړ وکړي نو د دوی برنامې به دلته پلي نشي، بهرنیو کړیو تل د افغانانو له پاکو احساساتو او مجبورۍ څخه ناوړه استفاده کړې ، اوس هم افغانان دانشي درک کولی چې دښمن کله هم د چا دوست شوی ندی ، بهرنئ کړۍ دلته په داخل کې ځيني لوی جاسوسان لري چې د خپل بادار برنامې په دې بېچاره ولس پلي کوي ، او هڅه کوي چې د ولس په اذهانو کې ملي انګېزه ووژني.

راځئ چې ملي انګېزه پیدا کړو ، دولت موږ ته ښوونځی جوړوي موږ نورو ته اجازه ورنکړو چې وران يې کړي او ويې سوځوي ، موږ ته دولت سرکونه پلونه ، برښنا، د ابو څاګانې ، او نور د ژوند کولو پروژې پلي کوي او امکانات راته جوړوي موږ يې باید ساتنه وکړو ، ځکه چې دا هر څه زموږ د پاره دي.

موږ باید چاته اجازه ورنکړو چې زموږ ديني عالمان، زموږ ښوونکي ، زموږ امنیتي ځواکونه او د قوم مشران ووژني.

موږ باید هیچاته اجازه ورنکړو چې زموږ ملي ګټو ته تاووان ورسوي ، موږ باید هیچاته اجازه ورنکړو چې د قومونو تر منځ قومي او تعصبي مسایلو ته لمن ووهي.

والا که په نظام کې مو ستونزې هم وي نو چاته باید اجازه ورنکړو چې سپکاوی او تخریب يې وکړي. که چېرې دا ټول مسایل په ځانونو پلي کړو نو باور لرمه چې زموږ هيلي به تل ژوندۍ وي او هېواد کې به د هرې ستونزې د حل شاهدان واوسو.
د يوه با ثباته افغانستان په هيله