
که څه هم په هېواد کې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو په موخه بېلابېل کمپاینونه او تبلیغات په لاره اچول شوي تر څو خلک د عامه پوهاوي له لارې دې ته وهڅول شي چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو کارتونه واخلي خو لا هم په دې برخه کې شته ننګونې لکه امنیتي نا خوالې او د پېژند پاڼو نه لرل هغه ستونزې دي چې ښکاروي هېوادوال به و نه شي کولای په دې لړۍ کې په پراخه کچه ونډه واخلي.
راتلونکې ټاکنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو پارلماني ټاکنو او بیا وروسته په ولسمشریزو ټاکنو کې د شویو درغلیو او لانجو له امله ډېری هېوادوال د ټاکنو پر عمومي بهیر او د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون بې باوره شوي او په دې پروسه کې یې د ګډون اراده له تېرو ټاکنو په پرتله ډېره ضعیفه ده.
د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون بې باوري،د پېژندپاڼو نه درلودل او امنیتي ستونزې داسې ننګونې دي چې کېدای شي د ټاکنو ترسره کیدو پر وړاندې څرګند خنډونه را منځ ته کړي. او دا ډول ستونزې له حکومت نه غوښتنه لري چې باید د حل لپاره په لارو چارو غور وکړي ترڅو ټول هېواد وال وکولای شي پېژند پاڼې ترلاسه کړي او د ټاکنو کې د ګډون لپاره د رأی ورکولو کارتونه واخلي.
د هېواد په امن سیمو کې د رأیې ورکولو لپاره نوم لیکنه روانه ده خو په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت خراب دی، د سیمې اوسیدونکي نشي کولای چې نوم لیکنه وکړي او همدا ډول که د نوم لیکنې مرکز هم شتون ولري خلک د وېرې له امله چې ګواکې په راتلونکي کې به د وسله والو طالبانو لخوا له کومې ستونزې سره مخ نشي، په دې لړۍ کې برخې اخیستو ته زړه نه ښه کوي.
بله ستونزه دا چې په اوسنۍ نوم لیکنه کې پر پېژند پاڼو یو ډول سټیکر لګول کېږي چې د هغې له مخې به د رأیو کاروونکي د ټاکنو په ورځ خپله رأیه کاروي، په داسې حال کې چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې چېرته چې سیمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي خلکو ته یو جدي ګواښ جوړوي او د دې امکان شته چې وسله وال دې خلک په دې نوم وځوروي چې د ټاکنو لپاره یې نوم لیکنه کړي ده.
په همدې حال کې پر ټاکنیزو مرکزونو چېرته چې هېوادوال د رأی ورکولو لپاره نوم لیکنه کوي وروستیو بریدونو لکه په کابل، ننګرهار، خوست او ځینو نورو سیمو کې هېوادوال اندیښمن کړي دي خو بیا هم خلک هڅه کوي چې په یو نه یو ډول خپل کارت ترلاسه کړي.
بل خوا حکومت ته په کار ده ترڅو هېوادوالو ته په لرې پرتو سیمو کې د تذکرو اخیستو زمینه برابره کړي که نه له لوی ننګرهار، لوی کندهار او لویې پکتیا له نا امنه سیمو به په ټاکنو کې د خلکو ونډه په بې ساري توګه کمه وي. همدا راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د عامه پوهاوي له لارې کمپاینونه ترسره کړي ترڅو خلک وهڅول شي چې ټاکنو کې ګډون وکړي کنه یو ځل به بیا مونږ د داسې پارلمان شاهد وو چې ځینې استازي لکه په اوسنیو دورو کې چې مونږ ورسره مخ یو او د کار پر ځای کمیشن کاری کوي، په ټاکنو کې به بریالي شي چې دا به یوه بله ستره ستونزه وي د ولس لپاره چې راتلونکي پنځو کالونو لپاره به یې زغمي