
دا یو لوی حقیقت دی چې په څو لسیزو کې جګړو زموږ وطن خراب کړ ، اقتصاد مو خراب شو، امنیت مو ضرر ولید پوهنې برخه مو ړنګه شوه په عموم کې هره برخه مو ضرري شوه.
افغانستان په دې وروستیو کلونو کې په ټولو برخو کې ښه پرمختګونه وکړل، خو خدمات په کافي اندازه ټولو ولایتونو ته ونه رسېدل ،چې له وجهې یې خلک له دولت څخه ګیله مند شو.
دولت مو هم ګرم نه وه د ټولو اختلافونو تر څنګ په هېواد کې د تذکرو د وېش په سر هم ډېر جنجالونه وشول، ځینو پرديپالو د پردیو د برنامو د تطبیق په خاطر ډېرې هڅې وکړې چې دا برښنايي تذکرې ونه وېشل شي، ځکه د همدې پرديپالو شخصي ګټې په خطر کې وې ، کله چې دا برښنايي پېژند پاڼې ووېشل شي نو بې هویته پرديپال به څنګه خپل غلام ته کار وکړي؟
نو ځکه خو دوی هڅه کوي چې ددې ملي پروسې مخه ونیسي او افغانستان بحراني حالت ته یوسي، خوشبختانه چې زموږ د افغانانو د ملي ګټو د خوندیتوب ، د ښه اقتصاد د وې ، په هېواد کې د لا امنیت د ټینګښت او د هر افغان د ارمانونو په خاطر دولت په یوه ډېر ښه اقدام سره د ټولو خنډونو سره سره یې د افغانستان د خلکو د ستونزو د کمښت په خاطر د برښنايي پېژند پاڼو د وېش ملي پروسه پيل کړه.
د برښنايي پېژند پاڼو په درلودلو سره موږ له ډېرو امکاناتو برخمن کېدای شو. کله چې د هېواد نفوس مشخص شي، د هر ولایت په کچه د معارف ستونزې مشخصې کېږي او د اړتیا سر سم خدمات ورته برابرېږي.
د ولایت د اړتیاو سره سم د امنیتي ځواکونو قواوې هلته ځای پر ځای کېږي.
د هر ولایت د اړتیاو سره سم د بیا روغونې او رغونې پروژې ورته چمتو کېږي.
د هر ولایت د اړتیا سر سم د پوهنې خدمات برابرېږي ښوونځي او درسي مواد ورته برابرېږي.
د هر ولایت د اړتیاو سره سم پلونه سرکونه او استنادي دیوالونه جوړېږي.
د هر ولایت د اړتیاو سره سم ، روغتیایي مراکز چمتو کېږي یعنې ډېرو لرو پرتو سیمو ته هم روغتیایي خدمدمتونه رسېدلی شي.
د هر ولایت د اړتیاو سره سم، د پوهنتونونو ستونزې حل کېږي. یعنې د برښنايي پېژند پاڼو په درلودلو سره د ژوند ډېرې اړتیاوې پوره کېږي.
نورې مهمې ګټې!
د برښنايي پېژند پاڼو په درلودلو سره موږ د یوه ثابت هویت له مخې هر هېواد کې په آسانه سفرونه کولی شو.
د برښنايي پېژند پاڼې په لرلو سره هېڅوک نشي کولی د یوه څخه ډېر یا دوهم پاسپورت ولري.
، د برښنايي پېژند پاڼې په لرلو سره یو شخص نشي کولی په ټولو ټاکنو کې دویه ځایه رايه استعمال کړي.
یو شخص نشي کولی دوه پېژند پاڼې په دوو نومونو ولري. ځکه چې د بایمیتریک سیستم سره د ګوتې نښان ثبت کېږي.
هغه اشخاص چې په جنايي جرمونو کې لاس لري او پرې روږدي دي د برښنايي پېژند پاڼو په لرولو سره د مجرم جرم پټ نه پاتې کېږي. ډېری کسان هڅه کوي چې برښنايي پېژند پاڼو د وېش مخه ډپ کړي که دوی ته پېژند پاڼې ورکړای شي نو څرګنده به شي چې دوی څوک دي او ولې ددې پروسې مخنیوای یې کوي.
د برښنايي پېژند پاڼو په وېش سره د بهرنیو کړیو پلانونه شنډېږي او لاسپوڅي یې يا مجبور دي چې برښنايي تذکرې واخلي او هم له دې هېواده ووځي.
ډېری په منفي تبلیغاتو سره دا موضوع مخته کوي چې برښنايي پېژندپاڼې د قومونو تر منځ بېلوالی را منځته کوي ، دا چې زموږ د هېواد د اکثرو وګړو سیاسي شعور ډېر لوړ ندی ، یا د همدې پرديپالو تر تاثير لاندې دي اویا هم د پيسو په خاطر ددې شیطانانو خبرې مني نو دا يې په خير نده ځګه چې دا پرديپال لاسپوڅي کله هم د افغانستان د خلکو آرام ژوند او د افغانانو یووالي نشي زغملی ، دوی دا نشي زغملی چې افغانان د هویت ولري او عزت یې وشي.
پېژند پاڼې د هر هېواد د وګړو هویت دی ، هېڅ انسان بې هویت کیدای نشي ، همدا برښنايي تذکرې دي چې د نورو هېوادونو د پرمختګونو سبب شوي. برښنايي پېژندپاڼې به زموږ هېواد کې ډېر لوړ بدلونونه راولي، که چېرې دولت سره په دې پروسه کې همکار شولو نو باور لرمه چې زموږ د ژوند ټولې هیلې به پوره کېږي.
که څوک يې مني او که نه يې مني افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی ، ددې هېواد د ټولو وګړو هویت افغان دی.
هغوی چې د افغان کلیمه نه مني نو یو ځل د د افغانستان تاریخ او د اساسي قانون څلورمه ماده د ولولي، یو ځل د خپلو جیبونو ته لاس کړي او ودې ګوري چې ددوی پارسپورت باندې څه لیکل شوي ، ددوی کاغذي تذکره کې څه لیکل شوي؟ او دوی د په دې هم فکر وکړي چې په بهر کې د سفرونو پر مهال له کوم هویت څخه استفاده کوي.
موږ د پرديپالو په وړاندې ولاړ یو ځکه موږ افغانستان غواړو او د افغانستان د ټولو قومونو یووالی غواړم.