د ملي يووالي حکومت په سولې تينګار او د وسلوالو طالبانو د خندق عملیاتو پیل!

په داسې حال کې چې وسله‌وال طالبان د افغان حکومت د سولې د بلنې په وړاندې چې د کابل پروسې په کنفرانس کې وړاندې شوې، پټه خوله پاتې دي افغان حکومت د اندونیزیا په کوربتوب خپل دیني عالمان جاکارتا ته لیږلي ترڅو د اندونیزیا او پاکستان دیني عالمانو سره د افغان سولې په تړاو هراړخیزې خبرې وکړي.
 
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا ۴۵ دیني عالمان د درې اړخیزې ناستې لپاره ددې لپاره د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې سره راټولیږي، چې افغان طالبان د ملي يووالي حکومت سره د سولې لپاره د خبرو اترو ميز ته کینوي، هغه څه چې تیرو حکومتونو په تيرو ۱۷ کلونو کې ونشوای کولی.
 
د دیني عالمانو دغه درې اړخيزه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د خندق په نوم د وسله‌والو طالبانو د عملیاتو له اعلان سره سم په افغانستان کې جنګ پراختیا پیدا کړې، چې د ملي يووالي حکومت څخه يې هم لار ورکه کړې.
 
او بل دا چې د اندونیزیا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې کومه مرسته نه‌شي کولای او دا ځکه چې په افغانستان کې روانه جګړه له دیني عالمانو سره کوم تړاو نه‌لري، بلکې دا جګړه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د اهدافو لپاره پیل شوې ده، تر هغو چې د دغو هېوادونو اهداف ترلاسه نه‌شي دا جګړه به همداسې دوام وکړي.
 
افغان حکومت د طالبانو د ورستو بریدونو په ځواب کې ویلي وو، چې هغه څوک چې سوله نه غواړي په ټوپک به يې ورسره معلومه کړي، خو اوس د هغې دريځ څخه اوښتی او ټوليزې سولې باندې ټینګار کوي.
 
د ملي يووالي حکومت مشران وايي، چې د جاکارتا درې اړخیزه ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اندونیزیا په منځګړيتوب دسولې د خبرو اترو سره مرسته وکړي، د دوی په اند چې پاکستان اوس هم قانع شوې، چې د افغان سولې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، خو د پاکستان دیني عالمان بیا په افغانستان کې روانه جګړه روا بولي.
 
د افغانستان د سولې عالي شورا په وینا، چې وايي په دغې ناسته کې د افغانستان او اندونیزیا د دیني عالمانو هڅه، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ارزونه او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره، د اسلامي نړۍ د یو لوی کنفرانس رابلل دي، هغه څه چې د تیرو ۱۷کلونو په لړ کې په لس هاو ځله تکرار شول او څو څو ځلې د افغان سولې په اړه نړيوال کنفرانسونه جوړ شول، خو ددې په خاطر دغه کنفرانسونه ګټور ثابت نه شول، چې یا خو ملي يووالي حکومت او تیرو حکومتونو قوي اراده او کلک هوډ د سولې په برخه کې نه لره او يا هم د دوی دپاسه هېوادونو په افغان سوله کې خپلې ګټې په خطر کې ليدلې.
 
په هر حال ټاکل شوې ده، چې په دغه درې اړخیزه ناسته کې د پاکستان ۱۵دیني عالمان هم ګډون وکړي هغه عالمان، چې تل يې په افغانستان کې روانه تپل شوې جګړې ته د مشروعیت په سترګه کتلي او په افغانستان کې يې جهاد روا بللی دی.
 
نو معلومه ده، چې د پاکستانیو علماو او ددغې درې اړخيزې ناستې څخه داسې تمه نه کیږي، چې له مخې يې د سولې په برخه کې د افغان طالبانو سره د خبرو اترو لار هواره شي، ځکه پاکستان حکومت اوس هم وسلوال تمویل او تجهیز کوي او افغانستان ته يې د جګړې لپاره رالیږي.
 
پاکستان چې نقش‌یې د افغانستان د سولې په ټینګښت او د سولې خبرو ته د طالبانو په راماتولو کې مهم ګڼل شوی، په تېرو کلونو کې یوازې د افغانستان له‌خوا نه، بلکې د امریکا له‌خوا هم په دغې مسئله کې د دوه مخي سیاست په لرلو تورن دی او دیني عالمانو یې د پاکستان حکومت په خوله په افغانستان کې جنګ روا ګڼلی دی.
 
نو همدې ته په کتو داسې توقوع ددې ناستې څخه نشي کیدای، چې دغه دیني علماء دې دې تفاهم ته ورسیږي، چې د بل کنفرانس لپاره وسلوال طالبان ديته واداره کړي، چې افغان حکومت سره دې د سولې ميز ته کیني.
 
پاکستان هم د لستوڼي مار دی او د داسې فرصتونو څخه ناسمه او د ځان په ګټه استفاده کوي، د داسې ناستو په دایرولو سره دپاکستان حکومت او دیني علماء هم تر ډېره غواړي وخت ومومي، چې د نړیوالو او په تېره د امریکا باور پر ځان پیدا کړي ترڅو وکولی شي، چې د امریکا سره يې خړې پړې شوې اړیکې روغې کړي.
 
د پاکستان دیني عالمان باید د اندونیزیا په درې اړخیزه ناسته کې په افغانستان کې ځان وژنه، چاودنه او په افغانستان کې د جنګ دوام چې هېڅ دیني توجیه نه‌لري او د اسلام د اصولو خلاف دی، مردود او ناروا اعلان کړي.
 
د پاکستان عالمان باید دا ژمنه هم وکړي چې پاکستان به د ترورېزم له ملاتړه لاس اخلي او وسلوال طالبان به د سولې خبرو ته راماتوي.
 
که افغان او اندونیزیایي دیني عالمان د پاکستان ملایان مات هم کړي او په افغانستان کې روانه جګړه فساد وبولي، خو طالبانو د غونډې په اړه د خپل دریځ په اعلانولو سره دا وښودله چې د غونډې پایلې که هر څه وي، دوی ته د منلو نه‌دي.
 
طالبان چې په افغانستان کې د جګړې یو اصلي لوری دی، کیدای شي دیته حاضر نشي، چې له افغان دولت سره خبرو ته کېني او دا ځکه چې دا ډله تر ډېره په دې باور ده چې ممکن د حکومت پر وړاندې په جګړه کې برلاسی شي او بل په ملي يووالي حکومت بې باوره دي او سوله هم د امریکا څخه غواړي.
 
په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا له خلکو او په تېره د هغه هېواد د کانګرس له سوله غوښتونکو غړوڅخه په یو سر خلاصي لیک کې غوښتي وو، چې ډونالد ټرمپ دې د سولې خبرو ته وهڅوي، خو په دې لیک کې د افغانستان د سولې اړوند څه نه وو ویل شوي.
 
د طالبانو ددې لیک څخه هم معلومیږي، چې طالبان د افغان حکومت سره سوله نه بلکې د امریکا سره سوله غواړي کوم، چې تمه او هيلې نشي ورته کیدای.
 
تر هغو چې پاکستان، طالبان او امریکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکي نه‌شي، د جګړې د اور خاموشه کېدل به ډير ګران وي او داسې کنفرانسونه او غونډې دایرول هسې د وخت ضایع کول دي، دا کنفرانسونه د سولې په برخه کې کومه مثبته نتیجه نشي ورکولی ترڅو، چې امریکا، پاکستان او طالبان د سولې غوښتونکي نشي.
 
په افغانستان کې د تل پاتې سولې، پرمختګ، هوساينې او د رغنیزو چارو د چټک پرمختګ په هيله!