
د اندونیزیا ولسمشر (جوکو ویدودو) د روان میلادي کال په پیل کې کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي همدارنګه پاکستان ته په خپل سفر کې له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره د کتنې پر مهال د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړی و. پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلیې چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم له دغه وړاندیز سره موافقه او د همکارۍ ژمنه کړې.
د روان کال د غوایي په ( ۲۰۱۸د مۍ ۱۱) د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا هیوادونو دیني عالمانو ګډه غونډه پلازمېنه جاکارتا کې جوړېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، پاکستان د اندونیزیا سولې ناستې ته د دیني عالمانو ۲۰ کسیز پلاوی استوي، دا ناسته تر یوې اونۍ د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو په ګډون په پلازمینه جاکارتا کې تر سره کېږي.
د دی غونډې اصلي هدفونه کوم دي؟
لومړی هدف یې له طالبانو سره سوله کول دي، حال دا چې هغوی د خندق په نوم نوي عملیات پیل کړي او په تروریستي بریدونو کې یې تراوسه زیات هېوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي.
دویم هدف یې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت دی، د کابل پروسې دویمه ناسته کې هم ولسمشر غني له ټولو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره یو ځای شي تر څو په افغانستان کی دایمي سوله او امن راشي او دا هیواد د امن له طریقه په یو اقتصادي هیواد باندې بدل کړو خو د طالبانو د نویو عملیاتو په پیل د ولس دغه هیله مندي ختمه شوه.
درېیمه هدف یې د افغانستان د اوسني جنګ د مشروعیت په اړه د راغلو فتواګانو جمع کول او له هغو فتواګانو نه مجموعي د فتواوو جوړول دي. ولسمشر غني د جهاد د بریا د شپږویشتمی کلیزې د نمانځنې مراسمو ته په وینا کې وویل، (دا جګړه او دا اعلان ولسي بنسټ نه لري او اوس غوښتنه له ټول ولس نه او مخصوصاً جهادي محترمو شخصیتونو، علماي کرامو او قومي مشرانو نه دا ده چې واضح تاسو پوهېږئ دا شرعي استناد نه لري د پاکستان علماوو دلته مو یو مشر کېناستلی چې مفتی صاحب (تقي) عثماني سره یې درس لوستی لکه څنګه چی ما ورسره درس ویلی هغوی د پاکستان اساسي قانون باندې اعلام وکړ چې دا اسلامی ده نو ځکه جواز نشته. زمونږ د اساسي قانون په مقابل کې څنګه جهاد کېدای شي؟ دا جهاد نه دی که د مخدره موادو لپاره جنګ کوئ هغه بله خبره ده. که د بین المللی تروریستانو لپاره جنګ کوئ هغه بله خبره ده اما دلته باید پوه شو چې هیڅ نوع شرعی مشروعیت نشته او تاسو ټولو باندې نعره کوم او فضل دی خداې مکې معظمې نه، مدینې منورې نه، دیوبند نه، ټولو نورو ځایونو نه فتواګانې راغلي دي. د دی فتوګانو مجموعه به په اندونیزیا کې جوړه شي.
د دې غونډې بل هدف دا هم ده چې د دی غونډې په تر سره کولو سره به د افغانستان او پاکستان سیاسي اړیکې هم سمې شي او د باور فضاء به رامنځ ته شي، ځکه افغان حکومت او نړیوال وایي پاکستان له طالبانو او تروریستي ډلو سره همکاري کوي او د جنګي وسلو او مهماتو په ورکولو کی مرسته ورسره کوي.
که چېرې د دغو درې واړو هېوادونو علما د خدای د سپېڅلي کتاب او د دین د ارشاداتو په رڼا کې په صداقت سره پر افغانستان اوسنی روان او تحمیلي جنګ نامشروع وبولي او پر وړاندې یې د دیني فریضې او مسوولیت د اداکولو په موخه په یو صف کې ودرېږي، نو هم به جنګ ختم شي او هم به په هېواد کې سوله او امن راشي.