
له بريښنايي پېژندپانو سره د مخالت يو لامل څرګند او ۴ نور پټ دي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
۱- له افغان کلمې سره مخالفت: په څرګند ډول سره سياسي کسان او کړۍ په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان کلمې له لېکلو سره مخالفت کوي. دوی ادعا کوي، چې افغان د پښتون قوم پخوانی نوم او اوس هم د غه کلمه (افغان) په يو ځانګړي قوم (پښتون) پورې تړاو لري.
ځينيو کسانو په رېښتيا سره هم دغه ذهنيت اخېستی دی، چې افغان د پښتون نوم دی، خو ژور يې نه دی لوستلی، چې پښتون د قوم په توګه ځان ته نوم لري او د ملت په ډول له نورو افغانانو سره يوځای يو ملت لري او هغه هم افغان.
خو هغه کسان، چې د افغان له نوم سره په بريښنايي پېژندپاڼو او يا نورو ځايونو کې مخالت ښيي، دوی ښه پوهيږي، چې په اوس وخت کې افغان؛ د افغانستان د تبيعت د هر حق لرونکی حق دی او له پښتون قوم سره په ځانګړي ډول کوم تړاو نه لري. دوی بيا څلور نورې موخې لري، چې غواړي له دې لارې عملي کړي.
۱- د افغانانو ترمنځ نفاق: د سيمې هېوادونه له افغانستان څخه ډېری ملي ګټې تر لاسه کولی شي. دغه هېوادونه کولی شي، چې په مشروع او سياسي ډول هم له افغانستان سره په يو شمېر امنيتي، سياسي او اقتصادي تړونونو کې دننه شي او خپلې ګټې تر لاسه کړي، خو په دې ډول دوی هم اړه دي، چې يو څه د مشترکو ګټو لپاره له لاسه ورکړي.
دغه هېوادونو د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره داسې لارې ټاکلي، چې افغانان سره ووېشي او خپلې ګټې ولټوي. دوی ډېرې لارې ولټولې او فکر يې پرې وکړ، چې څنګه افغانان سره ووېشي؛ خو تر ټولو اسانه، حساسايت لرونکې او کټوره لاره يې؛ د افغان کلمې پر سر ستونزې او حساسايتونه راپورته کول دي.
۲- جګړه: د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه بيا په افغانستان کې د روانې او دوامدارې جګړې څخه خپلې ګټې تر لاسه کوي. کله چې په افغانستان کې جګړه وي، نو دغه هېوادونو خپلې سياسي او اقتصادي موخې په اسانۍ سره تر لاسه کولی شي.
که چېرې بريښنايي پېژندپاڼي ووېشل شي، نو په افغانستان کې به جګړه تر يو بريده مهار شي او نور به بيا افغانستان د هر بهرني لپاره د جګړې ډګر نه وي.
۳- مافيا: مافيايي کړۍ، چې په بېلا بيلو نومونو د خلک او حکومت په منځ کې دننه شوي دي. دوی داسې بڼه خپله کړې ده، چې په اسانه سره يې پېژنده مشکله ده. که چېرې بريښنايي پېژند پاڼې ووېشل نو دغه مافيايي ډلې به هم رسوا او يا محدودې شي.
۴- له خپل رېښتني شمېر ويره: يو شمېر قومونه له کالونو راهيسې داسې ادعاوې کوي، چې په افغانستان کې يې د نورو قومونو ترمنځ په پراخه شمېر شتون لري. نفوس يې مېلېوني او له لسګونه مېلېونه زيات دی. دوی د جګړې څخه په استفادې د افغانستان په ټولو نفوسو کې خپله سلنه؛ پنځوس، څلوېښت او يا له دې لوړه ښيي او په همدې سره يې ډېر دولتي امتيازونه تر لاسه کړي دي.
دا ټول هغه پټ لاملونه دي، چې د بريښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي. هغه کسان چې په بريښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې مخالف دي، د پردې تر شا له پورته څلورو لاملونه څخه يو لامل ورسره دی. نو په همدې اساس يې د بهرنيو په همکارۍ د بريښنايي پېژندپاڼو د وېش سره مخالفت د افغان کلمې په نوم راښکاره کړی، خو د پردې تر شا بيا دا نورې خبرې دي.