
روهي (څلور نۍ/۱۹ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د امريکا، اروپايي ټولنې او ايران ترمنځ د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي تړون څخه بهر شو.
ولسمشر ټرمپ څو ساعتونه وړاندې اعلان وکړ، چې د ايران سره د بارک اوباما د ادارې اټومي تړون څخه امريکا نور بهر شوې ده.
نوموړي ويلي، چې د امريکا د يو وګړي په توګه د اوباما د ادارې او ايران ترمنځ اټومي هوکړه راته د شرم وړ ښکاري او په يادې هوکړه کې ايران ته ډېر څه ورکړ شوي دي، چې خپلو موخو ته ورسيږي.
ټرمپ ويلي، چې له هوکړې له ماتېدو وروسته به پر ايران اقتصادي او سياسي بندېزونه ولګوي او د اټومي پروګرام د غني کېدو مخنيوی به يې وکړي.
د ټرمپ له اعلان لږ وروسته ايراني ولسمشر حسن روحاني رسنيو ته راڅرګند شو او له تړون څخه د امريکا پر شا کېدنه يې د ډېپلوماسۍ سره په ټکر کې کړنه وبلله.
حسن روحاني ويلي، "ښه شوه چې يو مزاحم موجود له تړون څخه بهر شو. ايران له تېرو ۴۰ کالونو راهيسي چې څه وايي پرې هغې ولاړ هم دی، خو امريکا په هېڅ يوې خپلې ژمنې نه ده پاتې شوې."
روحاني ويلي، چې تاريخونه به د ايران او نورې نړۍ ولسونو ته د امريکا له دښمنې ډکې کړنې او په نورو هېوادونو کې نامشروع لاس وهنې په څرګند ډول وليکي.
ايراني ولسمشر له اټومي تړون ليک څخه د امريکا پر شا کېدل بې اغېزې بللي او زياتوي، چې امريکا د تړون له لومړۍ ورځې بيا تر نن پورې په خپلو ژمنو او تعهداتو کوم عمل نه دی کړی.