
د افغانانو ترمنځ، د پاکستان سره د دښمنۍ او له کرزي څخه د خوابدۍ احساس يو شان دی
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
پاکستان د افغانستان هغه ګاونډ هېواد دی، چې په ظاهري ډول يې په ځينو مواردو کې له افغانستان سره مرستې هم کړي. د روسانو پر وړاندې جګړه کې يې افغانانو ته ځای ورکړ او يو شمېر نورې پوځي او مالي مرستې يې هم ور سره تر سره کړې. پاکستانيان او پاکستاني پلوه افغانان د جهاد په وخت کې، د پاکستان مرستې او همکارۍ له افغانانو سره نه هېرېدونکی لاس نيوی ګڼي او د پاکستان ممنون دي.
له بلې خوا دا بيا څرګنده ده، چې د مجاهدينو سره د مرستو او ځای ورکولو څخه؛ پاکستان په ډېر شمېر خپلې ملي ګټې خوندي کړې. لومړي خو د وخت افغان حکومتونو پر وړاندې وسله والو ډلو (مجاهدينو) سره مرستې د پاکستان له خوا نه بلکې د امريکا او شوري ضد نورو هېوادونو له خوا وې، چې تر ۳۰ سلنه يې مجاهدينو تر لاسه کولې او نېږدې ۷۰ سلنه د پاکستان جيب ته تللې. دويم پاکستان د مجاهد په نوم افغان ډلې د کمونست په نوم بدنام له بلې افغان سره جنګول او خپلې موخې يې تر لاسه کولې او وروستۍ دا چې، پاکستان له هغې ورځې بيا تر نن پورې افغانستان داسې ټوټه او پرهر کړ، چې نن هر څه غواړي پرې کولی يې شي.
د پاکستان د همکارۍ په اړه به ووايي، چې پاکستان هر څومره له افغانانو سره ځان نېږدې کړي، د رېښتنې او يا دوه مخې دوستۍ لاس ورکړي، خو افغانان يې داسې په زړه پرهر کړي دي، چې د پاکستان ارمان او له پاکستان څخه د خوښۍ او رضايت = احساس به هېڅکله ونه کړي.
څومره کرکه چې افغانان د يوې اجماع په ډول له پاکستان څخه لري، نو بيا همدومره خوابدي په اجماعي ډول له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه لري. تاسو به هم، په ډېری ناستو، بنډارونو، ټلويزيوني مرکو، ټولنيزو رسنيو او د خلک په عمومي اذهانو کې لېدلي وي، چې پښتون، تاجک، ازبک. هزاره او نور د حامد کرزي د يوې لسيزې څخه د زياتې واکمنۍ څخه سر ټکوي او تر خوښ نه دي.
د افغانانو ترمنځ يو ذهنيت موجود دی، چې افغانان په واک کې د يو کس په قدر نه پوهيږي، خو چې کله مړ او يا له واک لېرې شي، نو بيا د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړي، خو دا وينا د حامد کرزي په اړه په مکمل ډول سرچپه ثبوت شوه.
په لويه کې افغانان نيوکه کوي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت په مېلېارده ډالر مرستې وشوې، خو لا تر نن هم هېواد له غربت او فقر څخه خلاص نه شو. او بيا په مشخص ډول افغان ولسونه پر حامد کرزي دا نيوکې کوي.
۱- پښتون: د پښتون په سيمو کې جګړه، بې سودايي، بې کاري، وژنې، د پرمختګ څخه وروسته پاتې کېدنه، غربت او فقر د حامد کرزي د واکمنۍ ميراث او خلک اوس هم ترې زوريږي.
حامد کزري په افغانستان کې ملېشه، زورواکي، غصيبين او قاتلين واک ته ورسول. د بې اتفاقۍ نن اور د حامد کرزي هغه کړنې دي، چې د ملي يووالي په نوم يې تر سره کړي.
۲- تاجک: تاجکان له طالبانو سره دا دښمني نه لري، چې د حامد کرزي او يا اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر ضد طالبان جګړه کوي. د تاجکانو او طالبانو دښمني د طالبانو د واکمنۍ له وخت څخه ده او د مسعود پر لار روان تاجکان د طالبانو سره مخالف دي. کرزي تاجکانو او پنجشيريانو ته ډېر څه وکړل. په زرګونه کسان يې ورته جنرالان، وزيران، رئيسان، د پانګې څښتانان، د نوم څېرې، چارواکي او نامتو خلک جوړل کړل. تاجک او پنجشيريان له کرزي ځکه مرور دي، چې کرزي طالبان له زندانو څخه خوشي کول او يا يې دغه ډلې ته د ورور خطاب کولو.
۳- هزاره: د حامد کرزي د واکمنۍ له برکته هزاره ګان له جولۍ خلاص او په ترټولو لوړو چوکيو او دندو کې ځای پر ځای شول. هزاره ګانو د پخواني ولسمشر د واکمنۍ په دوره کې په ژوند پوه شول او د راحت ساه يې واخېستله. دوی هم په کرزي بېلا بېلې نيوکې لري، چې يو له هغه څخه يې پر نوموړي د تعصب او قوم پالنې تور دی.
لنډه دا چې، له پنځوس سلنه ډېر افغانان، د حامد کزري څخه په يو نه - پر بل ډول خواشيني او خوابدي دي. کرزي په خپله دوره کې داسې کارونه هم کړي، چې افغانستان يې د نړۍ له هېوادونو سره سيال کړ او له ده وړاندې يې افغانانو فکر هم نه وو کړی. هغه څه چې په اجماعي ډول يې د خلکو په منځ کې له کرزي څخه کرکه زياته کړې ده، د حامد کرزي له خوا په حال تمرکز او د راتلونکې په اړه بې غوري وه.
پخواني ولسمشر د احمد - محمود د خوښۍ په موخه هغه وخت ډېر څه په اسانه منل، خو دا فکر يې نه وو کړی، چې راتلونکې پايلې به يې څه وي؟
اوس هم سر د وخت دی، کرزی کولی شي، چې په ملي مسايلو کې يو ثابت درېځ خپل کړي او افغان ولس پر ځان راټول کړي. کرزي ته ملي مشر ويل شوی او نوي حکومت ته د ملي يووالي حکومت، خو له دواړو سره د (ملي) کلمه سم سر نه لګوي.