د ملياردونو ډالرو مرستې او د بې وزلۍ دوام!

له ناامنۍ وروسته د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ لوړه کچه په افغانستان کې هغه جدي ګواښونه
دي چې خلک يې خورا زیات انديښمن کړي دي او نیږدی ده، چې په ټول هېواد کې د حاکم
حکومت پرضد پراخ لاریونونه راووځي.
 
بې‌وزلي او بې‌کاري په افغانستان کې جدي ستونزې دي او دوام به يې مشکلات نور هم
زیات کړي، همدغو دوو بدو پديدو افغانان سخت متأثر کړي او حکومت نه‌دی توانېدلی چې
د دغو زړه توږونکو جملو په وړاندې، لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
 
د افغانستان د احصائیې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د بې‌کارۍ
کچه ۲۴ په ۱۰۰ کې او د بې‌وزلۍ کچه ۵۴ په ۱۰۰ کې لوړه شوې ده.
 
په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له ۳۸ تر ۵۴ سلنې لوړه شوې او په ۱۰۰ کې ۴۴ افغانان
خوراکي خوندیتوب نه‌لري، چې ډيری يې هم د افغانستان په لرو پرتو غرنیو سیمو کې
اوسیږي.
 
بلخوا نړیوال بانک هم په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچې د لوړوالي په اړه
انديښنه ښودلې، نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې له نیمایي زیات افغانان د
بې‌وزلۍ له کچې لاندې ژوند کوي او په دې اړه جدي اقداماتو ته اړتیا ده، چې دغه اقدامات
ملي يووالي حکومت تر اوسه نه دي کړي.
 
کله چې په يو هېواد کې د لوږې کرښه له ۵۰ فیصدو زیاته وي، دا ټولنه هيڅکله یوه
دوامدار ثبات ته نشي رسېدلی، فقر، بې وزلۍ، بې کارۍ او د ناوړه رواجونو په منځ کې
راګیره ټولنه هيڅکه هم نشي کولی، چې په ځان بسیا شي.
 
ډیری نیوکې هم په همدې يوې سکې او دوه مخونو دي، چې دوی په لوی لاس په افغانستان
کې بې وزلۍ او بې کارۍ ته لاره هواره کړې.
 
د ملي يووالې حکومت پڅ او ضعیف سیاستونه او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د
حوصله مندۍ سیاست هغه څه په ډاګه کوي، چې روان وضعيت يې په لوی لاس د بحران
طرف ته کش کړی.
 
که داسې وي نو بیا ویلی شو، چې د ملي يووالي حکومت هم په خپل دريځ او حکومتولۍ
کې تر دې دمه ناکام او د خپلو وعدو او ژمنو برخلاف په پټو سترګو روان دی.
د احصائیې مرکزي ادارې راپور او د نړيوال بانک انديښنې د هغو واقعیتونو یو جدي
تصویر دی چې په افغانستان کې موجود او افغانان ورسر لاس او ګرېوان دي.
 
دلته اوس سوال پیدا کیږي، چې د میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم ولې په افغانستان
کې لوږه او بې کاري دوام پیدا کوي؟ ایاد دغه مرستې د ځانکړو کسانو جیبونو ته ځي؟
له افغانستان سره د نړیوالو د ميلیاردونو ډالرو مرستو سره سره د دې هېواد اکثریت
وګړي له ۱۷ کلونو وروسته، د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اوس دلته د افغانستان لپاره د نړيوالو هېوادونومرستو لړۍ هم محدودیږي، د نړیوالو
هېوادونو هغه ژمنې، چې تر شپږو نورو کلونو پورې به دوام وکړي باید په همدې موده کې
افغانستان پر خپل ځان اتکا شي، ځکه له هغې وروسته له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې
ژمنې او مرستې پای ته رسېږي.
 
خو ایا په دې موده کې به د افغانستان اتکا پر نړیوالو مرستو کمه او د دې هېواد وګړي به
له نسبي هوساینې برخه‌مند شي؟
 
دا هغه پوښتنه ده، چې صحي اټکل يې هم ناسم خیژي او ځواب يې هم تر امکان هاخوا
ناشونې دی په هر حال.
 
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې اقتصادي وده ورو، خو د نفوسو شمېر مخ په زیاتېدو
دی او په اوس وخت کې د کاري ځواک یوه څلورمه برخه اوزګار دي.
 
په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو دوام چې له امله‌یې لسګونه زره کسان له خپلو اصلي
مېنو بې‌ځایه شوي او هم په ډله‌ییزه توګه له بهره په سلګونه زره افغانانو بېرته په ستنېدو د
دې هېواد پر اقتصادي چارو او پانګونې ناوړه اغېز کړی او هم‌یې خلکو ته د لومړنیو
خدمتونو په برابرولو کې حکومت له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
 
د افغانستان دغه وضعیت ته په پام سره ګومان نه‌کوو، چې افغانستان به تر ۲۰۲۴ کاله
هغې مرحلې ته ورسېږي چې نور د نړیوالو پر اوږو بار نه‌وي او نه به هم له اقتصادي
پلوه، د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي.
 
ځکه د افغانستان حکومتونه په تېرو ۱۷ کلونو کې ونه‌توانېدل چې د افغانستان اقتصادي
وضعیت سم درک کړي او د ودې او پرمختګ لپاره هر اړخیز پلانونه ترتیب او عملي
کړي.
 
په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه له هغه څه چې په وروستۍ سروې کې ښودل شوې زیاته
ده، ځکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ارزونو له مخې، په وروستیو کلونو کې
سوداګریزې چارې ورو شوي او د خلکو د خرید توان هم ډېر کم شوی چې دا په خپله د خلکو
ناوړه اقتصادي وضعیت منعکسوي.
 
په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې زیاتوالي ته په پام سره، که څه هم اقتصاد وزارت د یو لړ
اقتصادي پلانونو خبر ورکوي چې په تطبیق سره به‌یې د خلکو اقتصادي وضعیت بدلون
ومومي او په دې هم ټینګار کوي چې په هېواد کې دننه د لومړنیو موادو او اجناسو تولید له
اقتصادي ودې سره ډېره مرسته کولای شي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه
وایي چې دولت په دې برخه کې تر اوسه د خصوصي سکټور کافي ملاتړ نه‌دی کړی چې د
خلکو د اړتیا وړ لومړنیو موادو تولید د هېواد دننه زیات شي او پر صادراتو اتکا راکمه
شي.
 
په ښې حکومتوالۍ ټينګار، د اقتصادي او پراختیايي پروګرامونو په تطبیق، د کرنې په
پياوړتیا، د تولیداتو په زیاتوالي، د پانګې اچونې په راجلبولو او د فساد په مخنیوي سره
کېدای شي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه راښکته او د افغانستان په
اقتصادي وده کې ښه‌والی راشي.
 
په افغانستان کې د تل پاتې سولې، پرمختګ، هوساينې او د رغنیزو چارو د چټک پرمختګ
په هيله!
 
تل دې وي افغانستان ژوندی دې وي افغانستان.