په ريښتیا چې ورسره ښاېدله

د غره لمن په د ښکلي موسم کې په بل ډول انځور کې ښکارېده، واورې په غرونو کې ځای نه درلود چې په تللي پله یې شنه بوټي را پا څېدلي وو،د هوا تودوالي ورسره دا مرسته کړې وه چې په هره ګوښه لوړه او ژوره کې درته هرکلی ووایي او هرخېل په خپله بڼه په نندارتون کې ځانونه ښکارول.

چینارونه څڼې یوه خوا بله خوا اچولې، زردالو په خپل تندي کې سپین ګلونه ټومبلي وو، مڼې له نکریزو په ګټې اخیستنې سره شوي لاسونه له بڼ د باندې رایستلي وو او د رنګونو پر ځلونې برسېره یوشمېرو نورو زرغون پوښاک پر تن کړی وو . بوراګانو،شاپرکونو، مچیو او نورو لا د وخته د بلنې لپاره په کمپاین پیل کړی وو او الوتو نکو هم په انفرادي او ډلیزډول د ترانو او غاړو په ویلو خولې خولې پرانېستې پرېښې وې.

ورشو په مستۍ راغلې وه، مېږې هم په ګېډه مړې وې، د بوټو له پيو، تاندو او خوږو څخه یې څکه کوله، شېدې یې راوړلې همدا څه وو چې کلي ته په رسېدو به یې د وخت چې برېځر او ماښام به وو خاموشي ماتېدله او د غبرګ غږونه سره به تنکیو وریو د رمې د راتلو پرلور ځغاستلږ

لنډه داچې هر څه د ښکلا په سیالۍ لاس پورې کړی وو یو چا وویل :
لا به واه شي ډېر ګلونه
چې د بهار په راتلو یې اغاز دی

د غره په لاښونو کې همدا راز ښکارېدو، ډېر رنګونه مګر شین په کې زیات شیندل شوی وو، منځ کې یې بې شمېره ګلبوټې راوتلې وې، د عمر له مخې سره همزولې وې ، په ښاخونو کې یې د ښه راغلاست توري بلبل په سندریز اواز کې رسول ، د طبعیت د کتلو لپاره یې د هسکو کمرونو د پا سه د دمې موکه برابروله، د واورینو څوکو څخه راوتلي شمال د خوب له ځان سره اخیست، د خیال منځي ته هم دا وړانګې ورلوېدلې ، د ځړوبیو خواږه ترنم درته دتګ اجازه نه درکوله ، پر لاره شنو بوټو د لارې دواړو غاړو ته د بدرکې نوبت نیولی وو ، له ورایه ډبرې د بوټو په سمنر کې ټاپو په څېره کې ښودنه کوله او ساکښانو له خپل ژونده خوند اخیست.

د غره څوکې بیا سپین رنګه ویاړمنه شمله پر سر کړې وه، په ريښتیا چې ورسره ښاېدله؛ ځګه چې لمرختلو کې لومړۍ برخه اوپه لمر لوېدلو کې وروستۍ برخه چې وړانګې به ترې خورېدلې او ټولېدلې؛ د پاملرنې او ښه چمتوالي په موخه یې د ژمي اڼځور ساتلی وو، په غيږه کې یې ډېرو تږو اوبه څښلې ، ډېر وږي په کې مړېدل، زمریانو او نورو هم دلته خپلې شپې او ورځې سبا کولې اوبېګاه کولې، د تاوده موسم په وخت کې به ترې سړې وږمې خورېدې هغه هم پر هغه وخت کې چې پګړۍ به یې ایښې وه ،وخت ناوخت به وریځو همدلته دمه کوله، ستورو به هم د لویې څېرې ته په ځیر کتل، هغه څه یې یاد ته راتلل کوم څه چې څوکو او ستورو په يادښت کې خوندي وو.