د واک وږی پر افغان ناموس نه شرمېږي!

د پارلمان له شرمناکو ټاکنو را وروسته چې په پایلو پورې یې ملت ښۀ لۀ زړۀ په کړس، کړس وخندل، پدې لړ کې داسې ناویلي په ټولنیزه میډیا رابرسیره شوې چې د ارګ او خاصتاً د ناقانونه ولسمشر غني بې انصافی پکې له ورایه ښکاري.

ډېوه نیازۍ چې له ننګرهاره پارلماني ټاکنو ته مخه کړې وه، د افغان مېرمنو لپاره تر اوږدې او ستړې مبارزې وروسته اوس له څلورو میاشتو راهیسې د ذنبق په څلور لاري کې د زرکلن غني د بې انصافۍ له امله په سرکونو شپې رڼا کوي.

دا همغه ډېوه نیازۍ وه چې همدې بې انصافه ولسمشر او همدې بې انصافه ارګ لپاره یې په سوشیل میډیا هرې ناروا ته غاړه ورکړه خو نن یې د حق غږ څوک نه اوري او د غني په حکومتدارۍ کې یې په رڼا ورځ د څو ارګي غلو، کمېشنکارانو او د ټاکنو ناخپلواک کمېسون له لوري یې حق خوړل کېږي.

له اغلې ډېوې سره نورې میرمنې هم له همدې ځوره په ذنبق څلور لاري کې د زرکلن مفکر د رحم او عدالت په هیله شپې سبا کوي خو زرکلن پخپل چارچوب کې دومره بند پاتې دی، چې هغه شعار چې ده به د کمپایني مڼډو ترړو په ترڅ کې ورکاوه چې "یو افغان له بل افغان بهتر نه دی" وشرماوه.

ښايي دې اصیلو افغان مېرمنو د ذنبق په څلور لاري کې له جعلي مفکر د حضرت عمر رض په شان د عدالت تمه لرله، ښايي دوی فکر کاوه چې پښتون ولسمشر به یې له خائینو چورواکو د خالد بن ولید په شان ورته حق واخلي.

دوی پدې نه پوهېدلي چې د واک په نشه مست لېونی زرکلن مفکر څومره ظالم دی، څومره د خپل اهل و عیال ناخبره ده، څومره دروغجن دی او څومره په سویه دوکه باز دی.

دا خویندې چې درسته د رمضان مبارکه میاشت یې د ذنبق په څلور لاري کې په یوې خیمې کې تېره کړه او د کوچني اختر شپې او ورځې یې هم تېرې کړې خو د سندان لرونکي زړۀ زرکلن رحم پرې رانغی چې بالاخره مجبورې شوې او د نه خوړو اعتصاب باندې یې لاس پورې کړ.

ای کاش چې په دا زمانه کې یو بل عمر او یا خالد ژوندی وی!
نن همدغه معصومو څېرو د ارګ مخې ته خولې ګڼډلې او خپل حق غواړي.
ای کاش چې بې له شوڼډو ګڼډلو دوی ته خپل حق ورکړل شوی وی.

ای کاش!!!
جعلي مفکر بیا هم ونه شرمېده، خفه نشو او په ذنبق څلورلاري کې یې د خپلو افغان مېرمنو پوښتنه ونکړه.

جعلي مفکر تنا په دا ښه پوهېږي چې ګرده ورځ د فضلي په واسطه خوشال خلیل او د خیاټانو ډلګۍ ته پیغامونه ورکړي ترڅو د واک وږی چې مفکري یې دروغجنه وخته خپل ځان ته پرتوګ پې وګڼډي او خپل سیالان پې وښکنځي.
دا خلک ځکه انتظار کوي د هغې ورځې
چې پاچا مړ وي او وزیر په زولنو تړلی