زرګون

لال ګل له سړو اوبو او له وچې ډوډۍ سره پشنمۍ وکړ، لاسونه یې لپه کړل ، له خدایه یې په پخپل حال د رحم غوښتنه وکړه ، ګړۍ ته یې وکتل ۲:۴۰ دقیقې دي، د سحر لمانځه ته وخت شته او یوه شومه خوب کیږي او په خپل ځای کې خوب یوړ. سترګې یې وغوړولې، د خدای نوم يې واخیست ،ویل یې ناوخته شوی ، په بیړه را وپاڅېد ، له کړکۍ یې مخامخ غره ته وکتل له خولې یې راووتل د مانځه وخت شته په بیړه یې اودس او لمونځ وکړل، د سالون په کونج کې را ځړېدلې جامې یې واچولې ، د حویلۍ په وروستۍ برخه کې یې لومد څړی له کړاچۍ پورته کړ، په باډۍ یې صافه تېره کړه ، په نه زړه یې دروازه پرانیسته ، راځه تاکل په خدای هسې هم وختي دی دا وخت په بوزه کې څوک نه راتلل په روژه کې به څوک ښه راشي.

ورو ورو یې خپله کړاچۍ د تنګو کنډو کپرو کوڅو کې تر سبزۍ مارکېټ ورسوله ، هېڅ ګڼه ګوڼه نه وه ، تېر ماښام اورښت شوی وو، د سحر تازه لمر په ځان ښه لګېد، کړاچۍ یې کږه ودروله، ډډه یې په کې واچوله ، خوب پرې ورغي، څو شیبې وروسته یې ورغوی وتخڼېد، په ډار کې را پورته شو او هاغه بانک نوټ ته يې په ځیر وکتل چې په سور رنګه کاغذ کې د هېواد د دوه تاریخې اثارو انځورونه په کې له ورایه ښکارېدل په تور رنګ پرې لیکل شوي وو ویلو ته يې اړتیا نه وه او په لاره تلونکې محصله څو قدمه وړاندې تللې .