څه دوره د مامشومتوب وه

څه دوره دماشومتوب وه
هره شیبه یی په ګړندیتوب وه
نژدې مرحله دلیونتوب وه
دغره لمن یی کوربتوب وه

ژمی به چی واورې انبارشوې
هرلورته به پرتې حصارشوې
پلونه پلونه به کتار شوې
لوړې به په هر لار شوې

دباد سندرو راوړل ږغونه
هموار تخته ښکاریدل ګړنګونه
لیوانو رواړل ښکارونه
جوړه به تاویدل وختونه

دلمر رڼا څومره ښه وه
هره وړانګه ډیره توده وه
دموسم خبره زړه وه
دورکی یی همدا بهانه وه

هغه شیله کی به اوبه راتللې
څا څکي څاڅکي به له سجرې وتلې
دسیند لورته یی لار وهله
ډیر وختونه به یی تکراروهله

هغه ډنډچی اوبه یی ځایولې
په تنکیولاسو موخولې تویولې

ترې غځیدلې ویاله وه
څنګ ته یی زموږ پټي وو
که هر څو واړه اولنډي وو

همدا دنن هیلی یی تمثیلولې
هغه وړوڅاڅکوبه اوبولې