
خوستۍ مافيا دې وپوښتل شي!
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
له هغې ورځې را وروسته چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله له خوا خوست د ولايت په ډول رسميات تر لاسه کړل، بيا تر نن ورځې پورې دغه ولايت د مرکزي حکومتونو له توجه لويدلی او پاتې دی.
د مرکزي حکومتونو نه توجه سبب نه شوه، چې دغه ولايت دومره وروسته پاتې او نا امنه شي، څومره چې د هېواد يو شمېر نور ولايتونه دي.
خوستيانو بهر ته د خوست د پيسو د اېستلو پرځای؛ له بهر څخه د کالونو مسافرۍ په موده کې په مېلېونه پيسې خوست ته راوړې او دلته يې پانګه کړې.
په اوس وخت کې خوست د لوړپوړيزو ودانيو، ښوونځيو، پوهنتونونو، خصوصي سوداګرېزو مرکزونو، پراخه رسنيز ډګر او پرمختګ درلودنکی دی. دا هر څه چې خوست يې د امن او پرمختګ په لور راهي کړی، د خوستيانو خپله شخصي پانګه، له هېواد سره مينه او د زده کړو لوړه کچه ده. د خوست د پرمختګ په اړه هېڅ ډول کرېډېټ اوسني او پخواني حکومتونو ته نشي ګرځېدلی.
د خوست وړاندې تلنه، سمسورتيا، امن او يووالي تېره ورځ د وينو رنګ واخېست، د يعقوبيو په نوم په يو جومات کې د نوم لېکنې په مرکز بريد ۱۷ خوستيان ووژل او نېږدې ۳۴ نور يې ټپيان کړل. خوست داسې ولايت دی، چې تر ډېره ترهګرو ډلو او وران کارو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي، خو هغه کسان چې د خوست په نوم د حکومت په هسته کې دي، په خپله د خوست لپاره شر او مضر دي.
يوه لويه بدبختي چې خوستيان ورڅخه زوريږي، په خوست کې زورواکي او مافيا ده. د خوست زورواکي او مافيا د هېواد د نورو ولايتونو له مافيا سره په توپير کې ده. هلته پخواني قومندانان او يا وسله وال د خلکو لپاره ګواښ نه دی، بلکې يو شمېر د ولايتي شورا او ولسي جرګې غړي، حکومتي کسان او مدنيان د مافيا ځنځيري کړۍ دي.
په خوست کې د پارلمان او ولايتي شورا ځيني غړي خپل زور او ځواک نمايش ته وړاندې کوي او دا ښيي چې څومره زور او ځواک ورسره دی. په خوست کې د مافيا او زوراکو يو څو بېلګې وړاندې کوو، چې دغه کسان يې د پردې تر شا فعال لوبغاړي او بازي ګر دي.
۱- په ۱۳۹۴ ز کال کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي وو. نعيمي تر يو وخت لپاره د پارلمان او ولايتي شورا له غړيو سره جوړ او څنګ په څنګ سړی وو. والي له وکيلانو او وکيلانو له والي سره ګدې ګټې خوندي وې. هغه وخت چې دوی سره جوړ وو، نو نه والي ته خوستيان ياد وو او نه هم وکيلانو ته.
داسې يو وخت راغی، چې والي او وکيلان په شخصي ګتو سره وران شول. د پارلمان او ولايتي شورا يو شمېر خوستيو وکيلانو وغوښتل چې والي له دندې لېرې کړي. والي هم ملاتړې درلودل او هم مخالفين او هم دا ډول يو شمېر خوستيان د والي پر ضد پرېکړو کې له وکيلانو سره جوړ وو او يو شمېر يې خلاف وو. لنډه دا چې د والي او وکيلانو مافيايي کړيو خوستي ولسونه په دوه برخو ويشلي وو، چې په پايله کې د دواړو لوريو د ښکر په ښکر کېدنې له امله په يو بريد کې په لسګونه خوستيان ووژل شول او په لسګونه نور يې ټپيان هم شول.
۲- په خوست کې ولايتي ټاکڼې: د پارلمان او ولايتي شورا وکيلان غواړي، چې د هېواد په اجرائيه ځواک کې نامشروع لاسوهنه وکړي او هغه څوګ د خوست په ولايتي اداره کې ځای پر ځای کړي، چې د دوی ګټې ورسره خوندي وي. د ولسمشر غني په حکومت کې، د خوست والي، امنيه قومندان، پوهنې رئيس، ښاروال، د عامې روغتيا رئيس او په يو شمېر نورو حکومتي چوکيو کې، د خپلو کسانو د ګمارنې په موخه، مافيايي وکيلانو ولايتي اداره فلج او خوست يې د خپلو شخصي ګټو د لټون ځای ټاکلی.
۳- اوسنی والي او ولايتي شورا: اوسني والي او د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم په خوست کې د خوستيانو د ځمکو پر غضب او وېش سره وران دي. والي هم په کابل مرکز کې تر شا کسان لري او وکيلان هم. دوی خپلې کړنې په ظاهري بنه داسې تمثيلوي چې خوست ته کار کوي، خو په حقيقت يې د خوست بنياد ته ضربه ورکړه.
۴- د تېرې ورځې بريد: د تېرې ورځې بريد چې طالب وسله والو يې مسووليت رد کړی، په لسګونه کسان يې ووژل او نور يې ټپيان کړل. دا چې وړاندې مو هم وويل، د خوست هېڅ ولسوالي د وسله والو ډلو په لاس کې نه ده او له يو ښه امنيت څخه برخمن دی، نو د تېرې ورځې په څېر بريدونه، د يو شمېر خوستيان په اند، هغه چاره ده، چې مافيايي زورواکي يې د خپلو موخو په پار تر سره کوي.
خوستيان بايد وېښ او مرکزي حکومت دې ورته متوجې شي، ترڅو خوستۍ مافيا شڼډه او له منځه يوسي.