
د خوست ولایت په یعقوبیو جومات کې د پيښې د قربانيانو لامل چارواکي او د خوست انتخاباتو خپلواک کميسيون د بې غورۍ، او له هغه صندوقونو نصبولو څخه نظارت نه کول هغه څه وو چې، ډېری بې وزله کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې.
ځکه د تذکرو د ثبتونې لپاره داسې ځاى دوی ټاکلی وو، چې هلته د خلکو بېرو بار بيخي زيات ترسترګو کیده. بل دا چې ددغې مرکز د امنيت ساتلو لپاره چارواکي یا ساتونکي هم نه تر سترګو کېده.
په داسې حال کې چې،د انتخاباتو د ځینو څاروونکو په باور د هېواد امنیتي وضعیت د تېرو کلونو په پرتله بدتر شوی، نو پکار ده چې، امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وای.
له دې امله دا د حکومت مسؤلیت دی چې، د غې ملي پروسې ته امنیتي تدابیر ونیسي، تر څو خپل بې وزله ولس مو د ژاړه او خفګان پرځای مو په شونډو موسکا ور خوره کړي وي.
متل دی چې وایي:
له وچو سره لونده هم سوزي.
که زمونږ په هېواد او ټولنه کې لکه څرنګه چې امنیت اړین بلل کیږي، امنیت وای نو بیا هم د تشویش خبره نه وه. خو اوس دا چې موږ په امنیتي لحاظ له بیلابیلو ننګونو سره مخامخ یو بیا هم زمونږ چارواکي دداسې حالاتو په مقابل کې جدي تدابیرو د پار کوم خاص پلانونه نه درلودل او نه یې لري. نو پدې اساس ځکه دې داسې پېښو ښکار کیږو چې، وروسته بیا بغارې وهل کومه نتیجه نشي ورکولی.
دا چې په ټولنیزو رسنیو کې بیلابیلې اعلامیې د چارواکو لخوا وړاندې کیږي نو د داسې دردونکو پېښو زغم هیڅوک نه لري او نه یې لرلی شي، ځکه د تسلیت اعلامیې په داسې حالاتو کې د لاسه ورکړل شویو کورنیو غړو د پار د زغم او حوصلې وړ نه دي.
که چارواکي صرف داسې پېښې د اعلامیو په خپرولو او غندلو سره پای ته رسوي نو اخر به بیا همدغه خلک تر پوښتنې لاندې راشي چې په مقابل کې به یې د ولس لپاره ځواب څه وایي؟
نوټ: چې وروسته افسوسونه، فریادونه او تش په نمایشي خبرو مو خولې ستړیاوو نو پکار ده چې، مخکې له مخکې د په حل لارو او دې داسې پېښو په مخنیوي کې جدي اقداماتو باندې فکر وکړو چې، په اسانۍ سره یې مخه ډب کړای شوي وي او دې ځوریدلي ولس د وچو شونډو پرځای مو پرې خوشالیانې ور خورې کړو.