
تل هڅه کوم، چې خپل لید په وړو او کوچنیو موضوعاتو متمرکز نه کړم؛ ملي موضوعاتو ته د خپلې پوهې په اندازه له پراخې او هر اړخیزې دایرې لیدنه ولرم او د ټاکلو موضوعاتو په تړاو بې پرې او هر اړخیزه خبره له نورو سره شریکه کړم.
تل په دې هڅه یم، چې د لید ساحه او خبره مې د ټول هېواد، سیمې او د هغوی په ارزښتونو پورې تړلې وي، چې د انسانیت او په ټوله کې هغه چې د بشر کلمه ورته کارول کیږي تړاو ولري.
ځینې وخت نه غواړم، چې څه ووایم؛ خو بیا له ځانه سره فکر وکړم، چې ته باید څه ووایې، خبره راځنې اوږده شوه، له څو ورځو راپه دېخوا چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شوی؛ نو سم د لاسه ورسره د احتمالي نوماندانو خبره هم ګرمه شوې ده.
کندوز هم د دغه بهیر یوه برخه ده؛ خو دلته په عملي ډګر کې خبره بل ډول روانه ده، د دې پرځای چې موږ دغه پروسه بریالۍ کړو، په لوی لاس مو د دې پروسې د ناکامۍ پسې بډې راوهلي، موږ په فکري او یا به هم په غیري فکري ډول دغه کړنه تر سره کوو، ښایي د خپلو کړنو د بدو عواقبو په تړاو مو لا سر نه وي خلاص شوی او یا مو په دغه برخه کې لید سم کار نه کوي.
د سیاسي پروسو بریا د ولس په ملاتړ پوړې تړاو لري؛ خو موږ د رایې د کارتونو د اخستلو پروسه په لوی لاس ځکه پیکه کړې، چې د خپلې مبارزې لار مو غلطه ټاکلې ده، هسې هم له پخوا ځنې د ټاکنو په پروسو خلک بې باوره شوي وو؛ خو اوس چې موږ د مبارزې لپاره په بې لارو روان شوي یوو، دا لا بل هغه ګوزار دی چې په لوی لاس مو د ټاکنو د بهیر د کمرنګه کولو لپاره ورته مټې رانغاړلي دي.
که موږ د دې مبارزې ريښتیني لوبغاړي وای؛ نو موږ باید خپل ټول توان په دې برخه کې په کار اچولی وای، چې څنګه کولی شوو، ولس په دغې سیاسي پروسه کې ونډه واخلي او دوی څنګه په پراخه پیمانه ګډون ته هڅولی شوو؟
امنیتي ننګونې له یوه لوري، په تېر ۱۷ کلن بهیر کې د ټاکنو د پروسو کشالې، نتیجې او د خلکو بې باوري له بل لوري او د راتلونکي لپاره د نا سمې مبارزې لارې ټاکل زموږ هغه خونړی خنجر دی، چې که همدغه ډول روان و اوسو؛ نو د دغه بهیر مراندې به په خپلو لاسونو پرې کړو.
موږ کندوزیانو د رایې ورکونې د کارتونو د بهیر له پیله د تېرې شنبه (غویی۱۵مې) تر مازیګره ۱۳۴۰۰ تنو نوم لیکنه کړې، په داسې حال کې چې دغه بهیر باید چټک پر مخ راون وای او موږ باید همدغې برخې ته کار ویلی وای.
تاسو د کندهار ولسونه وګورئ، څومره په خوښۍ او لېوالتیا یې په ټاکنو کې د ګډون لپاره کار د خپل اصلي مسئولیت په توګه منلی، هلته د رایې ورکونې ۴۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي؛ خو د (غویی په۱۳مه) په شاوخوا ۱۵ مرکزونو کې د نوم لیکنې سټېکرونه او د ثبت کتابونه خلاص شوي دي.
که موږ هم په ټاکنو کې د خلکو د ګدون بهیر ته کار ویلی وای؛ نو زموږ غږ هم باید د کندهار د میړني ولسونو په ډول د ټاکنو اړوندو موادو د خلاصېدو په اړه پورته شوی وای، چې له بده مرغه موږ دغې برخې ته کار نه دی ویلی؛ خو خپلمنځي اختلافونو او سپکو سپورو ته مو تر بل هر څه ډېر وخت ورکړی، چې په لوی لاس د دغه بهیر د پیکه کېدو په هڅه کې یوو.
موږ خپلمنځي ناندریو او اختلافونو داسې پرمخ اخستي یوو، چې یو په بل پسې پرته له تخریبي کړنو لا تر اوسه نورو برخو ته نه یوو وزګار شوي، موږ همدغې برخې ته لومړتوب ورکړی، چې د ټاکنو په پروسې شته لږ یا ډېر اعتبار مو تر بل هر وخت لا نور هم زیانمن کړ.
جورج برنارد شاو ویلي (څوک چې څه کولای شي ترسره کوي يې؛ خو څوک چې يې نه شي، نیوکه کوي) ده رښتیا ویلي، له موږ ځنې هغه اصلي کارونه پر خپل ځای پاتي او خپل ټول وخت مو هغو موضوعاتو ته ځانګړی کړی، چې د سیاسي مبارزې غلط انځور وړاندې کوي او اصلي زیان به یې هم موږ په خپله وینو.