د حکومت هغه (يوه تېروتنه)، چې له طالبانو سره د سولې خبرو مخنيوی کوي

د حکومت هغه (يوه تېروتنه)، چې له طالبانو سره د سولې خبرو مخنيوی کوي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
حکومت او وسله وال طالبان دواړه وايي، چې سوله کوو، خو داسې شرطونه يو - بل ته وړاندې کوي، چې د سولې هڅې بې خونده کوي. حکومت په کور دننه د طالبانو لپاره د سولې عالي شورا جوړه او له هېواد بهر يې په دوحه کې ورته سیاسي دفتر پرانېست.

طالبان هم په نيغ ډول د سولې د خبرو مخالف نه دي، خو ځينې بهانې او شرطونه رامخې ته کوي او له سولې څخه شاته ځي. طالبان وايي، چې سوله اسلامي امر دی او که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو مونږ خبرو ته تيار يو.

حکومت او طالبان په خپلو څرګندونو کې يو - بل تورنوي، چې د سولې په اړه رېښتنې اراده نه لري او د سولې رېښتنی واک هم نه دی ورسره. د حکومت په وينا چې طالبان د پاکستان او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو په لاس کې دي، د سولې او جګړې اختيار هم له يادو هېوادونو سره دی، نه له طالبانو سره. بيا طالب وسله وال وايي، چې په افغانستان کې د کابل حکومت دومره خودمختاره نه دی چې سوله وکړي، بلکې دا هرڅه (جګړه - سوله) له امريکا او نورو ملاتړو هېوادونو په لاس کې دي. طالبانو د همدې ادعا پربنسټ څه وخت وړاندې د افغان حکومت پر ځای امريکا ته د خبرو وړانديز وکړ.

افغان ولس ته هم په پوره ډول مالومه نه ده، چې د پردې تر شا څه دي؟ څوګ سوله کوي او څوګ نه؟ څوګ خپل اختياره دي او څوګ نه او همدرانګه ولس نه پوهيږي، چې د حکومت او طالبانو خبرې او عمل توپير لرونکي دي او کنه؟

ملت د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني هغه وړاندېزونه ستايي چې د کابل پروسې په دويمه ناسته او ورته نورو ناستو کې يې طالبانو ته کړي. ولس له طالبانو غوښتنه کوي، چې له موقع څخه ګټه پورته کړي او له افغان حکومت سره بين الافغاني خبرې پيل کړي.

که داسې وګڼو، چې د حکومت ټولې هغه څرګندونې چې طالبانو ته يې د سولې په اړه کوي رېښتنې دي او حکومت واک - ځواک لري چې په خپلواک ډول له وسله والو ډلو سره سوله او يا جګړه وکړي، نو بيا يوه ستونزه شتون لري، چې د حکومت دغه هڅې له خنډ -ځنډ سره مخ کوي.

د سولې عالي شورا: په کور دننه له وسله والو ډلو سره، سولې ته د رسېدو ترټولو معتبره مرجع د سولې عالي شورا ده او ډېر کسان د سولې پر همدې بنسټ نيوکه لري، چې د سولې پر وړاندې يې يو ډول خنډ رامنځ ته کړی دی.

د سولې عالي شورا په خپله د سولې پر وړاندې خنډ نه دی، خو مشرتابه يې له لومړۍ ورځې بيا تر نن پوري، هغه کسان دي، چې ښايي د سولې په راوستلو کې د مثبت اغېز پر ځای منفي اغېز خپور کړي.

د سولې عالي شورا پخوانی مشر برهان الدين رباني هغه څوګ وو، چې پنځه کاله يې له طالبانو سره د مقاومت په نوم جګړه وکړه. رباني او طالبانو يو - بل ته درنده تلفات ورکړل او د دښمن په ډول د نوې ادارې تر راتګ سنګر په سنګر سره ناستو وو. رباني نه غوښتل چې طالبانو په داسې يوې بڼې هېواد ته راشي او سياسي ځواک شي، چې د جمعيت ګوند پر شتون اغېز وکړي او يا په حکومت کې ډېره لوړه برخه ورکړل شي. همدا ډول طالبانو هم د سولې په عالي شورا کې د رباني په شتون باور نه درلود، ځکه دواړه د کالونو راهيسې له يو - بل سره دښمني کړي او د جګړې په ليکو کې سره ناست کسان وو.

د سولې عالي شورا اوسنی مشر کريم خليلي هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو پر ضد جبهاتو کې ورسره په جګړه بوخت وو. خليلي د عبدالعلي مزاري پر لار روان سړی او د هغې لاروی دی. کومه ډول چې رباني او طالبان سره جوړ نه راتلل، همدا ډول خليلي او طالبانو دوه مخالف قطبونه دي.

مونږ نه وايي، چې د طالبانو؛ رباني او خليلي ترمنځ کوم قومي تعصب شتون لري، خو په هر ډول چې وي دوی د کالونو لپاره سره جنګېدلې خلک دي او اوس هم د يو په شتون کې د بل ګټې تر بد اغېز لاندې راتللی شي.

څومره چې په تېر کې د کريم خليلي شخيصت وکتلی شي او مطالعه شي، نو يو ملي کس دی او په ملي مسايلو کې يې په هېوادنۍ مينه برخه اخېستې ده. کريم خليلي کولی شي، چې په يو بل لوړ دولتي پوست کې ډېر موثر تمام شي او د هېواد ناخوالې حل کړي. د سولې په عالي شورا کې د خليلي شتون ستونزه دوه برابره کوي.

۱- د کريم خليلي او طالبانو پخوانۍ جګړې، سيالۍ او دښمنۍ.
۲- په اوس وخت کې خليلي يو حکومتي کس دی او طالبان د افغان حکومت مخالفه وسله واله ډله ده.

غوره به دا وي، چې استاد کريم خليلي په يو بل ځای کې د خدمت په موخه وټاکل شي او د سولې عالي شورا مشرتابه د يو چا په لاس کې ورکړی شي، چې په تېر کې يې له يطالبانو سره ښې اړيکې درلودې. د يادې چارې لپاره د طالبانو پخواني مشران چې له افغان حکومت سره يوځای شوي دي، يو ښه رول لوبولی شي، د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ به اغېزلرونکی منځګېړېتوب وکړي او د سولې هېلې را ژوندۍ کوالی شي.