
په افغانستان کې له حکومتي چوکاټ د باندې هیڅ داسي منظم سیاسي خوځښت او ائتلاف نه دی رامنځته شوی، چې هغه دې ملي وي او په رښتیني توګه دې په حکومت نظارت وکړي اود یوه اپوزيسیون په توګه د خپل حضور څرګندونه وکړي.
دلته زیاتره هغه کسان په مختلفو نومونو او ائتلافونو په نومو راپورته کیږي چې حکومتي چوکۍ له لاسه ورکړي او یا په سیاسي قدرت کې بې برخې شي او دا هغه کسان دي، چې تل یې په د ملي ګټو نوم څخه ناوړه استفاده کړې، خو نور یې شخصي ګټې غرض ګرځولي او تل شخصي سیاسي ګټې پالي.
د ملي یووالي حکومت که څه هم له یوه نه مناسب جوړښت په توګه رامنځته شو او ډېر ستوونزې لري، خو په هغې بحث نه کوو او راځو دیته چې د حکومت جوړیدو په لومړیو ورځو کې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو او د تنظیمونو مشرانو د چوکیو د نه ترلاسه کیدو په غبرګونه کې د خرست او ثبات په نوم شورا جوړه او اعلان کړه، خو لکه څنګه چې له اوله ترې توقع موجوده نه وه، شتون یې هم چندانې اغېز نه درلود.
دا هم پخوانۍ موضوع ده او بېل بحث ته اړتیا لري، خو په ترکیه کې د هغه ائتلافونو په اړه به یو څه ووایو، چې په وروستیو کې څو ځلې هلته یو شمېر افغان سیاسون د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په کوربتوب سره راټول شوې دي.
تېر کال د ولسمشر لومړی مرستیال ښاغلي عبدالرشید دوستم له هغه وروسته ته ترکیې ته وتښتیدو، چې د هغه یوه ازبک سیاسي مخالف محمد ایشچي ادعا وکړه، چې دوستم او ساتوونکو یې تښتولی، تاوتریخوالی یې ورسره کړی او جنسي ځورونه یې ورکړې ده. د دغه دوسیې له رابرسېره کیدو او څیړونو وروسته ښاغلی دوستم ترکیې ته وتښتیدو او په حکومت کې د ده صلاحیتونه هم صلب شول.
په همدې وختونو کې د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو د مسولینو ترمنځ د ترکیې په انقرې ښار کې له څو ورځینیو بحثونو وروسته د افغان حکومت پر ضد یو ائتلاف رامنځ ته کړ او د دغه ائتلاف جوړیدلو هدف یې په واک باندې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د انحصار پای ته رسول ښودل، خو دغه ائتلاف ډېر دوام ونه کړ او تش په نوم پاتې شو.
په همدې حال کې روان او تېر کال په ښه حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضیا مسعود ګوښه کول او د عطامحمد نور د بلخ ولایت له والي چوکۍ څخه په لرې کولو بیا هم سیاسي نندرۍ او جنجالونه پیدا شول، چې بالاخره عطا له حکومت څخه د یو شمېر امتیازاتو په ترلاسه کولو سره خپله څوکي پریښوده او همهاله، ده او یو شمېر نورو سیاسي ملګرو یې د حکومت پر ضد د ایتلافونو جوړولو هڅې شروع کړې.
په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو عکسونه خپاره شول، چې یو شمېر د حکومتي پخواني چارواکي او د ولسي جرګې څو غړي لیدل کیږي او د یوه نوي ایتلاف د جوړیدو تبلیغات یې شروع کړې دي.
په دې کسانو چې د عبدالرشید دوستم په کوربتوب په ترکیه کې سره راټول شوې دي، د بلخ لرې شوي والي عطامحمد نورو، د ولسمشر مخکیني ځانګړی استازی احمدضیا مسعود، د پخواني حکومت د کابیني یو غړی انورالحق احدي او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ظاهر قدیر، د خوست استازی همایون همایون ، د کندهار استازی لالی حمیدزی چې په لومړیو کې د ولسمشر غني نږدې کسان او د ټیم غړې و، او څو نور کسان لیدل کیږي چې په دغه ایتلاف کې برخه لري.
دا هغه کسان دي، چې نو خو په تېر کې د افغانستان په سیاست کې مثبت نقش لوبولی، نه یې اوس لوبولی شي او نه په راتلوونکي کې ترې د مثبتو کارونه تمه کیدای شي.
دغه تش په نوم یو شمېر سیاسیون چې په ترکیه کې راټول شوې او په افغانستان کې د ایتلاف اعلانونو خبرې کوي، چندانې اغېز به ونه لري او دا څیرې به په ملت باندې خپلې څیرې نورې هم زښتې کړي او ولس به یې پر وړاندې نوره کرکه هم څرګنده کړي، دا ټول ازمویل شوې کسان دي او هغه څوګ دي، چې دې خاورې او ملت ته یې ذره خېر نه دی ورسیدلی، یوازې د شخصي مافیایي ګټې پاللې دي. دا ایتلاف به هم د تېر کال د هغه ایتلاف په څېر تش په نوم وي او هیڅ اغېز به ونه لري.
افغان ملت اوس هوښیار شوی دی او دا تفقیق هر څوګ په اسانه کولی شي، چې څوګ د هېواد او ملي ګټو ساتنه کوي او څوګ بیا د خپلو شخصي او مافیایي ګټو پالوونکي دي.
دا تش په نوم سیاسیون باید نور پوه شي، چې دوی په ولس کې ځای نه لري او د دوی له نه سمو حرکتونو په تنګ راغلي دي.
دا کسان تل د پریدو په خوښه نڅایږي او د خپل پردي بادار د خوشالولو لپاره هڅې کوي، چې افغانستان کې په یوه نه یوه نوم ګډ وډۍ رامنځته کړي، سیاسي نظام کمزوری کړي، خپلې شخصي ګټې خوندي کړي او پردی بادار خوشاله کړي، خو اوس وخت د دې رسیدلی دی، چې د دغو خلکو څیرو خلکو پیژندلې دي، چې د ملي ګټو ضد چارې کوي، د سیاسي قدرت او شخصي ګټو تږي دي.