د برښنايي تذکرو د ویش پر سر ناندرې او د یاد بهير د ویش لړۍ پیليدا!

په داسې حال کې چې خلک وروستیو خونړیو پېښو شدیداً اغېزمن کړي دي خو په هېواد کې د برښنايي
تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه.
دا چې ولسمشر غني او یو شمېر نورو لوړو پوړو دولتي چاروکو د تېرې پنجشنبې په ورځ برېښنايي
تذکرې واخیستې او اجرائیه رئیس یې مخالفت وکړ دا څه نه وې خبره نه ده او د تذکرو د وېش تر پیل
دمخه هم دا اختلافونه موجود ؤ.
له بده مرغه چې په افغانستان کې ډېرو مسایلو ته له یوې ملي زاویې نه کتل کېږي، څوک ورته د قومې
تعصب له زاویې ګوري، څوک ورته د ګوندي تعصب او څوک ورته د خپلو سیاسي او شخصي اغراضو
له زاویې.
نو داسې ښکاري چې حکومتي مشرانو د ملت حال او غوښتنې هېرې کړي ځکه ملت تر هر څه وړاندې
امن غواړي کوم چې دلته نشته.
الکترونیکي تذکرې د افغانانو ملي هویت دی او همدې ملي هويت ته په کتو باید ياد بهير نور هم ګړندی
شي او په هيڅ صورت هم باید هغه چاته اجازه ورنکړل شي، چې ددې لړۍ مخه ډب کړي.
د برښنايي تذکرو په وېشلو سره به د امنیتي ستونزو، ګواښونو او د همدې هويت څخه د ناسم استعمال او
د سوی استفادې مخه هم ونیول شي نو پکار ده، چې همدې ټولو نقاطو ته په کتو یاد بهير ترپخوا نور هم
تیز او چټک شي.
او بله مهمه خبره دا ده، چې د برقي تذکرو وېش د یوه قانومند نظام او متوازن پرمختګ پر لورې یو
مهم ګام هم دی، چې باید له پامه ونه غورځول شي او ولسمشر هم بايد په خپل دريځ کلک ودریږي او
هغه کړۍ او لاسونه پرېنږدې، چې دوی د یادې پروسې د مخنیوي هڅې کوي.
ځينې کړۍ او ګوندونه بیا دا پروسه يو ناکامه او د قومونو ترمنځ د اختلافونو او ستونزو راځيږولو پیلامه
بولي او زیاتوي، چې ولسمشرغني په دې کار سره د کابل د وروستي ترویستي برید د مخنیوني په تړاو
د حکومت له کمزوریو د خلکو پام بلې ته کوي خودېته پام نه کوي، چې د اقوامو او لګکیو ترمنځ یو ستر
ناورین ته پخپله لاره هواروي.
په عین حال کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د الکترونیکي تذکرو د وېش له لړۍ سره د تير په
څيرمخالفت په ډاګه کړ نوموړي د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ غیرې قانوني او ناکامه وبلله خو ديته
پام نه کوي، چې د نوموړي خپله چوکۍ هم غیرې قانوي او تپل شوې ده.
افغان ولس په پراخه کچه د برېښنايي تذکرو د وېش د پیل هرکلی کړی دی او د دغه ملي بهیر د تحقق او
د ملي هویت د خونديتوب لپاره یې د دغو تذکرو د اخیستلو لپاره تیاری ښودلی دی، يادې برښنايي تذکرې
امنیت او اقتصادي رفاه رامنځته کوي او دغه شان عدالت او ټولنیز حقونه تامینوي او د هېواد د ښې
راتلونکې لپاره خورا ډير مهم او په زړه پورې زیری دی.
د الکترونیکي تذکرو د بایومټریک پروسه د تېر لمریز کال د دلوې په میاشت کې په جمهوري ریاست کې
پیل شوې وه.
ولسمشر، د افغانستان لومړۍ مېرمن او د ولسمشر دوهم مرستیال لومړني کسان وو چې د الکترونیکي
تذکرو په بایومټریک پروسه کې یې خپل معلومات ثبت کړي وو.
د بایومټریک پروسې له پېلېدو سره همهاله ځینو کسانو د افغان له کلیمې سره مخالفت وښود او ان دا یې
وویل چې نه غواړي الکترونیکي تذکرې واخلي.
اجرائیه ریاست، چې خپله قانوني مشروعيت نه لري په قانون او مشروعيت ټینګار کوي اجرائیه رئیس
عبدالله عبدالله وايي، چې د الکترونیکي تذکرو وېش د یوې ملي قضیې په توګه زیاتو بحثونو ته اړتیا لري
او په کار ده چې په دې برخه کې ملي اجماع رامنځته شي او قانوني حل ورته وکتل شي حال دا چې ددې
ټولو خبرو سره سره نوموړی قانوني مشروعیت نه لري.
د ولسمشر په ګډون یو شمير لوړپوړو دولتي چارواکو برښنايي تذکرې واخیستې او ولسمشر غني یاد
بهير په ارګ کې رسماً پیل کړ.
افغان ولسمشر د برښنايي تذکرو ویش او ددغې بهير پېليدل ډير مهم ياد کړل نوموړي وويل، چې ورستیو
پيښو په ډاګه کړه، چې انتحاریان له جعلي تذکرو استفاده کوي او د همدې تذکرو پرمټ مهمو نقطو ته
ځان رسوي او ځانته انتحار ورکوي.
په الکترونیکي تذکرو کې د شخصي مشخصاتو سربېره، د ملیت، دین او قوم په اړه هم معلومات درج
شوي دي.
د الکترونیکي تذکرو د وېش په اړه مخالفتونه د افغان کلېمې د لیکولو په غبرګون کې مطرح کېږي.
د برښنايي تذکرو په وېش سره په هېواد کې ګنې ستونزې هوارېږي او په کار ده چې د دغه ملي بهیر په
وړاندې خنډونه جوړ نه‎شي.
او بلخوا د همدغه برښنايي تذکرو د وېش په وړاندې کوم قانوني او حقوقي خنډ هم نه لېدل کېږي نو
څومره چې ژر ممکن وي، باید دغه لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغزول شي ترڅو د بهرنيو استخباراتي
کړيود شومو اهدافو د ښکار څخه د تل لپاره خلاص شو.
په افغانستان کې د تل پاتې سولې، پرمختګ، هوساينې، ملي يووالي او رغنيزو چارو د چټک پرمختګ په
هيله! تل دې وي افغانستان ژوندی دې وي افغانستان.
 خوست ښار، د غويي۱۵مه