غزل

توږه خــــــــزانونه ترې بــــــــهار د ګلــــــو راوړه
رویباره یو څو تـــــــــــاره د دلبر د زلفو راړوه
پتڼ ترې نه تـــــــــاويږي ترانې يې وژل سوي
یاره مست اتڼ ته یې ټپې د شمــــــــعو راوړه
رباب يې مستي نه کا ميخانه کې يې شور نسته
تــږی د کـلــــــو دی لږ خــــمار د مـــــــــيو راوړه
لاره د ګــــودر دې د اغزو په څوکـــو فرش ده
پروا نکړي مروره تـــــه لا ست د سجدو راوړه
حنجره مې زنګ نیولې ولې نــور مې ځوروۍ
مسته ساقي خیز کړه لږ شربت د لــــــبو راوړه
لـږ مې تنها پريږده ښکلوم د جنون ســـــــترګې
ملــــــــــــنګه عتیق زیه څو ګیډۍ د بنګو راوړه
عبدالبصير عتيق زی
June 16, 2010 خپل کور