د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون وپېژنئ

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنی ژوند:
د شمالي کوريا د دولتي رسنيو په حواله کېم جونګ اون د ۱۹۸۲ ز کال د جنوري مياشتې په اتمه نېټه زېږدلی دی. د نوموړي د (کېم جونګ اېل) زوی او د (کېم ایل سنګ) لمسی دی. د کېم جونګ اون نيکه (کېم ايل سنګ) د کوريا د خپلواکۍ (۱۹۴۸ تر ۱۹۹۴) پوري د شمالي کوريا مشر وو. کېم جونګ اون په ۲۰۰۹ ز کال کې له (رې سل جو) سره واده کړی يو اولاد (کېم جو اې) نومويږي او ويل کيږي چې دوه نور بچيان هم لري.

زده کړې:
که څه هم د کېم جونګ اون د زده کړو په اړه پوره او کره مالومات نشته خو ويل کيږي، چې نوموړي په سوئیس کې د ښوونځۍ دورې زده کړې تر سره کړي دي. ويل شوي چې نوموړي له ۱۹۹۳ څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پوري د (ګلکلین) په نوم په يو خصوصي ښوونځي کې زده کړې تر سره کړې دي.

د کېم جونګ د ښوونځۍ دورې په اړه ويل کيږي، چې نوموړی يو شرمناک او چوپ زده کوونکی وو او د بسکتبال له لوبې سره مينه درلودله.

د شمالي کوريا د اوسني مشر د لوړو او پوهنتون دورې د زده کړو په اړه پوره مالومات نه دي ورکول شوي، خو داسې باور شتون لري، چې لوړې زده کړې يې هم په سوئیس هېواد کې کړې دي.

دندې:
- کېم جونګ په ۲۰۱۱ ز کال کې د شمالي کوريا د پوځ د اعلی سر قومندان او مشر په توګه دنده پيل کړي.

- په ۲۰۱۱ ز کال کې د ټاکنو د پوځي کمېسيون د مشر په توګه وټاکل شو.

- په ۲۰۱۲ ز کال د اپريل په ۱۱ نېټه د شمالي کوريا د کارګر واکمن ګوند د منشي په توګه مقرر شو.

- له ۲۰۱۱ څخه بيا تر نن ورځې پورې کېم جونګ اون د شمالي کوريا د ديکتاتور ټولواک او رهبر په توګه دنده تر سره کوي.

کېم جونګ د شمالي کوريا له ازادۍ را وروسته د ياد هېواد درېيم مشر دی، له ده وړاندې يې پلار او له هغې وړاندې يې نيکه پر ياد هېواد واک درلود. له ۱۹۴۸ کاله وړاندې شمالي او سويلي کوريا يو هېواد وو، خو د کوريا د جګړې وروسته دغه هېواد په دوو برخو ووېشل شو، چې د شمالي او سويلي کوريا په نومونو اوس ياديږي.

د شمالي کوريا له جدا کېدو وروسته دغه هېواد يوازې د يوې کورنۍ له خوا اداره کيږي او د نظام ډول يې په مطلقه ډول دېکتاتوري دی. شمالي کوريا د خپلواکۍ له لومړۍ ورځې څخه بيا تر نن پوري د نړۍ او خپلو ګاونډ هېوادونو سره سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولينزې اړيکې غوڅې کړي او خپل ټول تمرکز يې په نړۍ کې د يو غښتلي پوځي او اټومي هېواد د جوړويدو په پار ځانګړی کړی.

شمالي کوريا له خپلو ګاونډ هېوادونو، سويلي کوريا، جاپان او چين سره ترېنګلې اړيکې لري او د اټومي پروګرام د غني کېدو پر سره يې شخړې رامنځ ته کيږي.

شمالي کوريا د نړۍ په هېوادونو کې سياسي نمايندګۍ او سفارتونه نه لري او په مکمل ډول په سياسي انزوا کې ژوند کوي. دغه هېواد د کېم جونګ اون په مشرۍ له امريکا او لودېځې نړۍ سره هم خورا بدې اړيکې لري او د امريکا له خوا پرې سياسي او اقتصادي بندېزونه لګېدلي دي.

په دې وروستيو کې کېم جونګ اون په خپل بهرني سياست کې تغير را وستلي او غواړي چې د ګاونډ او د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړيکې رامنځ ته کړي. کېم جونګ هغه وخت له انزوا څخه د وتلو لومړی قدم واخېست، چې په لومړي ځل يې په سويلې کوريا د ژمنيو المپيک په لوبو کې د خپل هېواد د لوبغاړو يوه ډله جنوبي کوريا ته واستوله.

له هغې وروسته لومړي د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ اړيکې مخ په ښه کېدو شوې، لوړپوړو چارواکو يې سره لېدنې وکړې او روانه اونۍ کېم جونګ اون سويلي کوريا ته سفر وکړ او د ياد هېواد له ولسمشر سره يې لېدنه وکړه؛ دا چاره د شمالي کوريا په تاريخ کې يوه بې سارې کړنه وه.

اوس ټاکل شوې ده، چې کېم جونګ ان به په نېږدې وخت کې د امريکا متحدو ايالتو له ولسمشر دونالد ټرمپ سره هم لېدنه وکړي، خو ټاکلي ځای او وخت يې تر اوسه نه دی څرګند شوی.

کېم جونګ اون په شمالي کوريا کې داسې قوانين رامنځ ته کړي، چې د نړۍ د خلکو لپاره د تعجب وړ دي. خو وروستۍ هڅې يې داسې ښکاري، چې کېم جونګ اون شمالي کوريا له نړيوالې انزوا څخه را بهر کوي او د نړۍ د هېوادونو په ګډ کور به يې ورګډه کړي.