هغه درې لاملونه چې په اساس يې ډاکټر عبدالله د بريښنايي پېژندپاڼو سره مخالفت کوي

هغه درې لاملونه چې په اساس يې ډاکټر عبدالله د بريښنايي پېژندپاڼو سره مخالفت کوي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

تر هغه چې د هېواد نوم افغانستان وي، نو د ټولو وګړو لپاره به يې تبيعت افغان وي. که چېرې افغانستان په کوم بل نوم بدل شي، بيا نو شونې ده، چې د افغان هويت هم بدل شي. د افغانستان د نوم بدلول هغه چاره ده، چې هېواد به تجزيه کړي او تجزيه هغه هڅه ده، چې له کالونو راهيسې يې نړيوال او کورني پردې پاله کوي، خو پايله نه ورکوي او نه به يې هم په راتلونکې کې ورکړي.

اول خو داسې پښتون شتون نه لري، چې د افغان کلمه يوازې په خپل ځان پورې تړلې وګڼي او که بيا هم داسې کسان شتون ولري نو شمېر به يې ډېر کم او ستره تاريخي تېروتنه به تر سره کوي. اکثريت پښتون ولس په دې باور دی، چې په افغانستان کې ټول (نه پښتون) ولسونه د دوی وړونه دي، يو افغانان دي او له يو - بل څخه د هويت او قوميت په اساس لوړ او ټېټ نه دي.

دا چې د افغان کلمه بايد په هر هغه کس اطلاق شي او کنه، چې د افغانستان تبيعت لري، د اساسي قانون دغه څلورمه ماده ورته کفايت کوي او ډېر نور بحث ته په کې اړتيا نشته. (لومړی فصل: دولت، څلورمه (۴) ماده: څلورمه فقره: د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي.)

له کالونو ځنډ وروسته افغان حکومت په دې بريالی شو، چې په رسمي ډول د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ پيل کړي. نن ورځ د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش د پيل په مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، سرور دانش، کريم خليلي، باتور دوستم، عبدالروف ابراهيمي، فيض الله ذکي، حنيف اتمر، فضل الهادي مسلميار او نورو کسانو شتون دا په ګوته کوي، چې دا يوه ملي پروسه ده او افغان يوازې پښتون نه بلکې هر هغه کس چې د افغانستان د تبيعت د اخېستلو حق ولري، ورته افغان وايي.

له لومړۍ ورځې څخه هم يو شمېر کسانو د بريښنايي پېژند پاڼو سره ظاهراً د افغان او اسلام په نوم دښمني ښکاره کوله، خو تر پردې تر شا ډېرې نورې خبرې هم دي، چې له دې لارې دوی غواړي ځينې نامشروع موخې تر لاسه کړي.

د بريښنايي پېژندپاڼو سره د مخالفو واقعي او حقوقي کسانو له ډلې څخه اسلامي جمعيت ګوند او په انفرادي ډول ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقق، عطا محمد نور، ضيا مسعود، يو نس قانوني، امرالله صالح او يو شمېر نور مخالفت ښيي، چې له بهر څخه حمايه او هڅونه لري او ځينې نامشروع سياسي موخې يې تر شا دي.

پارلماني او ولسمشريزو دواړه ټاکنې رانېږدې شوې دي، هغه کسان چې په تېر کې يې خپل خلک هير کړل او په ځان يې تمرکز وکړ، غواړي له داسې سياسي لارو کار واخلي، چې بيا د خلکو په منځ کې ځای پيدا کړي. په غريبو، وروسته پاتو او جګړه ځپلو هېوادونو لکه افغانستان کې له بلې هرې لارې قومي او مذهبي تعصباتو ته لمنه وهل، هغه ايديالوژي ده، چې په کم وخت کې ډېر څه کولی شي.

د بريښنايي پېژند پاڼو له ويش سره د ډاکټر عبدالله عبدالله مخالفت لاندې درې لاملونه لري.

۱- بهرني هېوادونه: په تاريخ کې ثابته شوې ده، چې په افغانستان کې په هره ناخواله کې د ګاونډيو، سيمې او د نړۍ هېوادونو لاس وي او له ناخوالو په افغانستان کې خپلې ملي ګټې تر لاسه کوي.

دا چې يو افغان ملت په څو برخو وويشي، بريښنايي پېژند پاڼې چې لسګونه ګټې ورسره نغښتې دي وځنډوي او د افغان حکومت د پرمختيايي او ملي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، د سيمې د هېوادونو بهرنی سياست دی، چې د عملي کيدو لپاره يې د ډاکټر عبدالله عبدالله غوندې په کور دننه لوبغاړي ټاکلي دي.

راتلونکې ټاکنې: ډاکټر عبدالله عبدالله د مجاهدينو د بريا د په ورځ هم له مرکز کابل څخه پنجشير ولايت ته لاړ. اوس ډاکټر عبدالله عبدالله بيا په مخ ټاکنې لري او غواړي چې ځان د يو شمېر اقليت خلکو په منځ کې وګوري. د تعصب له سياست څخه به په يو داسې ډول کار اخلي چې خلک پر ځان راټول کړي او د چاره په اسانۍ سره تر سره کولی شي، ځکه چې کړنلاره يې په قومي تعصب ولاړه ده.

له بريښنايي پېژند پاڼو د ډاکټر عبدالله عبدالله مخالف د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاين دی، چې خپلو ته يې لومړی د افغان کلمه سياسي جوړه کړه او اوس يې پر وړاندې مخالفت هم د مقاومت په نوم يادوي.

۳- بې اغېزې پاتې کېدنه: ولسمشر ته د ملي يووالي حکومت له هوکړه ليک څخه د هېواد اساسي قانون ډېر معتبر او د ارزښت وړ دی. اساسي قانون حکم کوي، چې په افغانستان کې د تبيعت حق لرونکی هر کس افغان دی، نو د افغان کلمه مشروع ده او د هر افغان حق دی، چې په پېژند پاڼه او بله هره اړينه پاڼه ورته ولېکل شي.

ولسشر اړ نه دی، چې د ملي يووالي حکومت د هوکړې مطابق ډاکټر عبدالله ته ورشي او په هره قانوني کړنه کې هم ورڅخه مشوره وغواړي. ډاکټر عبدالله عبدالله به بيا په دې اړه له جمعيت ګوند سره اړيکه نيسي، بيا به ناستې تر سره کوي او بيا به نور شرطونه رامنځ ته کوي. نو د بريښنايي پېژند پاڼو د ويش په اړه، د ملي يووالي حکومت د تړون ليک پر ځای اساسي قانون ته درناوی هغه چاره چې ولسمشر تر سره کړه او په دې اړه يې د عبدالله سره مشوره بې اغېزې تر سترګو کړه.