پښتولنډيو کې دپښتني کلتور هنداره (تیرپسې)

سيدبديع الزمان(هاشمي)
دنړۍ ټول اوسیدونکي قومونه خپل ځانګړي کلتور،دود اورواجونه لري او دغه دودونه اورواجونه دانسان دپیدایښت او په نړۍ کې دژوند دپیل کولو سره یوځای دانسانانوترمنځ پیل شوي دي او دانسان دژوندانه سره مله راروان دي ،په ټولنیز ژوندکې دودونه له اوله تر اخره یو شان نه وي دوخت په تیر یدو سره ځینې کلتوراو دودونه له منځه ځي او پر ځای یې یو ډول نوی کلتور او دودونه په ټولنه کې دخلکو ترمنځ خپریږي او تر ډیره په هغه ټولنه کې د غه نوی کلتور دخلکوتر منځ دود وي ،ځینې داسې کلتور او دودونه هم وي چې هغه په یوه ټولنه کې منحصر نه پاتې کیږي ،بلکې ډیر ژر نورو ټولنو ته هم مخه کوي او په ډیرو نورو ټولنو کې هم خپریږي ،نو ځکه ډیر دودونه دیو شمیر ټولنو دوګړوترمنځ تر ډیره مشترک وي او یا په ډیر لږ توپیر سره دخلکو تر منځ مروج وي .
پښتانه هم لکه دنورو قومونو په څیر یو شمیر ځانګړی کلتور او دودونه لري چې په ډیرو سیمو کې دغه دودونه سره یو شان او یا په لږ توپیر سره دخلکو ترمنځ دود وي ،دغه دودونه لکه مخکې موچې یادونه وکړه دانسان دژوندانه دپیل کیدو سره یو ځای پیدا شوي او دهمدغه انسانی ژوند سره مله راروان دي ،ځینې دودونه په دغه اوږده مزله کې له منځه تللي اوځینې نور یې پرځای راپیداشوي او په ټولنه کې دخلکوتر منځ دود شوي وي او بیا په کرار کرار دغه دودونه اورواجونه په هغه ټولنه او سیمه کې نه بلکې؛ نورو ټولنواوسیموته هم لار پیداکړې اوبیا هماغه نوي راټوکیدلي دودونه په ټولو ټولنو اوسیم
و کې داسې خواره اودود شي چې بیا داویل ګران شي چې دادود او رواج په اصل کې دکومې ټولنې ،کومې سیمې اودکومې ژبې او دکوم قوم زیږنده ده .
په هرصورت په پښتنی ټولنو اوسیمو کې ډول ډول دودونه او رواجونه شته چې دپښتنو دغه ټول دودونه که هغه له دې وړاندې تیر شوي وي او که اوس په ټولنه کې دود وي، پښتو لنډیو په خپله پراخه لمن کې رانغښتي او هر دود یې په داسې ښکلو الفاظو تشریح کړی چې دلنډۍ لوستونکي او اوریدونکي ته داڅرګندیږي چې په لنډۍ کې کوم دود ته اشاره شوې ایا دا دودو پخوانی دی او که اوس هم زموږ په ټولنه کې دخلکو تر منځ موجود دی .
دلوستو نکو دلازیاتو معلوماتو له پاره ښه به داوي چې دپښتو لنډیو په رڼا کې ځینې پښتني دودونه وڅیړو ،دبیلګې په ډول دپښتنوپه ډیرو سیمو کې دخلکو ترمنځ اوپه ځانګړي ډول ښځینه وو ترمنځ دزیارتونو په اړه یو ډول دود موجود دی ،که څه هم داډول دودونه ددین او مذهب له نظره سم اوپرځای دودونه نه دي ،خو موږ یې دلته یوازې دخپلې لیکنې سره دتړاو پر موخه رااخلو او ګورو چې په پښتو لنډیو کې دغه دودونه څنګه تشریح شوي دي :
خلک زیارت له پتاسې وړي زه دجوارو پلۍ وړم چې کونډه شمه
که دې زما دیدن یادیږي دچهارشنبې حساب کوه زیارت ته ځمه
دچهارشنبې ورځ یې اختروي لیلی زیارت له،له ملګروسره ځینه
دچهارشنبې حساب کومه دزیارت لارې به څارم لیلی راځینه
(نوربیا)