
په افغانستان کې د ژورنالېزم مسلک مخ ته وړل له ستونزو او کړاونو څخه یو ډک کار دی. که چېرې سمه نظر پوښتنه وسي، نوي سلنه ژورنالیستانو ته د کورنیو او ملګرو له خوا د دې اجازه نه ورکول کیږي، څو د ژورنالېزم ډګر ته راسي. داسې نه ده، چې دا سپېڅلی مسلک له ځان سره ویاړونه نه لري؛بلکې لوی لامل یې د ژورنالېستانو په وړاندې تحدیدونه دي.
د تروریستانو له خوا ژورنالېستانو ته خطر ډېر څرګند دی. خو له بده مرغه باید و وایم، چې په هېواد کې ځینې مافیايي کړۍ هم د دې مظلوم اواز خپ کول غواړي. په نوره نړۍ کې سیاسون د نقد زغم لري؛ خو له بده مرغه زمونږ ځینې سیاسون په یوه سالم نقد باندې د ژورنالیست د مرګ فیصله کوي.
زمونږ د هېواد ژورنالېستان ډېر با توره او زړور پاتې سوي دي. دوی د خپل سر په بیه دغه رښتینی مسلک نه دی پرې اېښی او پر مخ یې وړي. د قدر وړ خو په دې دي، چې ځینې چارواکي تر ډېره ښکاره فساد نه سي کولای او دا د همدې مظلوم او بې دفاع ژورنالېست هڅه او کوښښونه دي. که مونږ په تېرو اولسو کلونو کې وګورو، یوازې ترورېستانو نه؛ بلکې مافیایي کړیو هم ډېر ژورنالېستان شهیدان کړل او د هغوی ارمانونه یې خاورې کړل. یعنې دا ښکاره خبره ده، چې په افغانستان کې د ژورنالېزم فعالیتونه د سر په بیه دي.
که څه هم په دې برخه کې یو څه ګیله لرم، چې ځینې ژورنالېستان او رسنۍ سلیقوي چلند هم ترسره کوي؛ خو دا په دې معنی نه ده، چې پر دې ټولو قربانیو دې یې سترګې پټې سي. زه له ډېرو ژورنالېستانو سره ملګرتیا لرم او زه ځان د ژورنالېزم د ډګر استازی ګڼم. دا په دې معنی، چې ما کلونه وړاندې د هلمند په ملي ټلویزیون کې د یوه نطاق په توګه دنده ترسره کوله. د دې ترڅنګ مې په هلمند کې خصوصي راډیو ټلویزیون د ژورنالېزم له ډکر سره د مینې پر بنسټ جوړ کړي دي او د دغه راډیو ټلویزیون کاري ټیم ته مې هم سپارښتنه همدا کړې ده، چې د هېواد ملي ګټو ته په کتو سره دې د ولس د ويښولو ترڅنګ په اسلامي، علمي، سیاسي، ټولنیز او زراعتي برخه کې د یوې رسنۍ د مسوولیت پر اساس مخ ته ولاړ سي.
زه د دې ډګر د یوه نږدې ملګري د بي بي سي خبریال شهید عبدالصمد روحاني یادونه کوم. که څه هم هغه د ژورنالېزم پوهنځی نه و لوستی، مګر په دې برخه کې یې کاپی پوهه او صلاحیت درلود. نوموړی دومره با احساسه، بې طرفه او پر حقایقو بنا راپورنه چلول، چې بېلګې یې کمې لیدل کیږی. هم با استعداده او هم با تقوا و. یعنې په واقعیت کې د مافیا له خوا د ژورنالېزم د سپېڅلي ډګر د لارې قرباني سو، چې دې ته ورته نور خبریالان هم لرو.
راځم د ثور د لسمې نېټې پر پېښه بحث کوم. په دې ورځو کې زیاتره خبریالانو په خپل فیسبوک پاڼو د ارغند پر غم ژړل. له دې خبر نه وو، چې دوی هم د ارغند پر لاره روان دي. د ثور لسمه ورځ په تاریخ کې د ژورنالېزم د ډګر د قربانۍ ورځ ده. د ثور لسمه هغه ورځ ده، چې لس مظلوم ژورنالېستان په مرکز کابل کې قرباني کیږي او په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي بي سي پښتو څانګې خبریال احمد شاه د نا معلومو وسلوالو کسانو له خوا په شهادت ورسېد او تر دې دوه ورځ وړاندې په کندهار ولایت کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په سپینه ورځ په ښار کې ترور سو.
خو دې پېښې رسنیو ته د یوې ګډې مبارزې روحیه ورکړه. هرې رسنۍ له کوم توپير پرته د هر ژورناليست نوم یاد کړ او دا یې یوه دردوونکې پېښه وګڼله. طلوع نیوز بیا خپل رسالت تر دې حده تر سره کړ، چې د هر شهید خبریال قبر ته یې کمره ونیوله او د هرې مور فریاد یې انعکاس کړ. د ټولو ژورنالېستانو بي وسي او دا لوی غم یې په خپل اصلي رسالت سره نړۍ ته وښود. په همدې ډول ډېری نورو رسنیو هم هڅه وکړه، څو دا لوی غم، غم وبولي.
زه د خپل هېواد سیاسونو ته هم وایم. که د بیان د ازادۍ او ژورنالېزم له غوړېدو څخه مو تېښتنه کوله، نو خامخا به څه ستونزه در په کې وي. زه یوازې پر ملي مشرانو ژغ کوم، چې تر څو مو د ژورنالېزم د ډګر د غوړېدو او پرمختګ لپاره زمینه نه وي برابره کړې، وحشت او بربریت به روان وي. که غواړو چې ټولنیز عدالت، رښتینې ولسواکي او ښه حکومتولي ولرو، باید د ژورنالېزم د غوړولو هڅه وکړو او په وړاندې یې د موجودو خنډونو سره مبارزه وکړو.
زه د ژورنالېستانو مدافع بنسټونو ته دا وایم، چې د دې لپاره نهايي هڅه وکړئ، څو د ژورنالېستانو د ژوند خوندیتوب یقیني سي. تحدیدونه دوه ډوله دي. یو ډول په غیر شعوري توګه په پېښه کې قرباني کېدل دي؛ خو دلته بیا په شعوري ډول ژورناليستان هدف وګرځېدل. مخکې مو هم د ځینو رسنیو پر دفترونو ځان وژونکې حملې وسوې. یعنې دا تضمین څوک نه سي وړاندې کولی، چې داخلي مافیا د دې حوصله پیدا کړې ده، چې سالم نقد واوري او وسلوالې ډلې هم د دې تضمین وړاندې کوي، چې ژورنالیستان زمونږ هدف نه دي.
د ژورنالېستانو بنسټونو ته یوه مشوره ورکوم. هغه دا چې د ژورنالیستانو د نورو ورځو ترڅنګ دې دا ورځ د ژورنالیستانو د قربانۍ په ورځ ونومول سي او هر کال دې په ولایتونو او مرکز کې د ژورنالېزم د ډګر رښتینو قربانیانو ته د هغوی په یاد یوه پراخه غونډه ونیول سي. د ولسمشر په ګډون د بشري حقونو، د ژورنالېزم د ډګر داخلي او خارجي بنسټونو او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې دې د کال ټولې قربانۍ و ارزول سي. ټولې دوسيې دې په کره ډول وڅېړل سي او د بیان د ازادۍ دښمنان هغه که حکومت وي او که وسلولي ډلې، مجازات دې سي.. بله خبره دا ده، چې د تېرو اولسو کلونو د ژورنالېزم د ډګر د ټولو ژوند لیک دې د کتاب په بڼه چاپ سي.
دا خبره په ډېر ویاړ کوم، چې د ژورنالېست نوم ډېر خوند راکوي او د رښتینو ژورنالېستانو سره واقعي د زړه مینه لرم او د ځان لپاره هم د ژورنالېست لقب خوښوم. ژورنالېستان څوک دي؟ دوی هغه څوک دي، چې شپه او ورځ منډې وهي، ټولنې او نړۍ ته حقایق وړاندې کوي. دوی په دې لاره کې د ټولنیز عدالت، ولسواکۍ او پر مخ تللي افغانستان لپاره مبارزه پر ځان فرض ګڼي.
زه ژورنالېستانو ته په ډاډ وایم، چې مونږ او تاسې د یوه سنګر ملګري یو؛ ځکه ما هم د قلم په څوکه د ډېرو ناخوالو، بې عدالتیو او اداري فساد په وړاندې د مقالو په شکل د خپل زړه درد او مسوولیت څه ناڅه ادا کړی دی. که څه هم زه له خپلو لیکنو څخه ډېر راضي نه یم، ځکه چې زه لیکوال نه یم، خو د زړه درد او د وطن د ملي ګټو لپاره څه ناڅه شی لیکلی سم او د یو چا تر غوږونو یې رسولی سم.
دا چې داسې یو کس چې خپل سیکل پلوري او د مور درملنه پر کوي، نو ولې به ورته ښاغلي نه وایو؟ ولې به ورته شهید نه وایو؟ شهید په دې ورته وایو، چې ډېر مظلوم، بې دفاع او ارمانجن قدرونه وو.
د دې پېښې د هر شهید کیسه ځان ته یو پیغام او لوی ارمان لري. په دې شهیدانو کې یوه ډېره معصومه خورکۍ محرم درانۍ، چې د شرعیاتو يوهنځي محصله وه، ازادي راډیو ته د یوه ارمان لپاره راغلې وه، څو د ښځو په برخه کې مبارزه وکړي، خو دغه ارمان یې نیمګړی پاتې سو. د ټولو شهیدانو له نوم یادولو په دې تېرېږم، چې د هر شهید غم ځان ته انګېزه او درد لري.
که په رښتیا هم څوک له ژورنالېستانو سره رښتینې خواخوږي لري، باید د شهید شوو ژورنالېستانو له کورنیو سره دوامداره مالي مرسته وکړي، د هغوی د یتیم ماشوم پر سر لاس تېر کړي او د سپین سرې مور او بوډا پلار پوښتنه یې وکړي. زه د دولت د یوه مامور په حیث له خپلې تخوا څخه شل زره افغانۍ د ژورنالیستانو نماینده بنسټ ته د مرستې په توګه ورکوم او له نورو سوداګرو او دولتي مسوولینو څخه مې هم هیله دا ده، چې که غواړو دا دروند غم را سپک کړو، باید د هر ژورنالیست له کورنۍ سره مالي مرسته وکړو.
په پای کې د ژورنالېزم د ډګر شاه زلمیانو ته دا زېری ورکوم، چې ستاسو قرباني به درد او غم ولري؛ خو معنویت تاسو ته هرڅه دي او ستاسو قرباني به د تاریخ یوه برخه ګرځي. تاسو مظلوم له جابره خلاصوئ او د عدالت لپاره مبارزه کوئ. زه د لوی خدای ج له دربار څخه د ژورنالېزم د ډګر ټولو ژورنالېستانو ته د لوی اجر غوښتنه کوم او د شهیدانو د کورنیو په غم کې ځان شریک ګڼم.
په ګران هېواد کې د رښتیني ژورنالېزم د غوړېدو په هیله!