
محرم درانۍ! د روهي وېب پاڼې د ټولنيزو لېکنو برخه دې نېمګړې کړه
ډاکټر نېک محمد يال - د روهي وېب پاڼې څښتن
د تېرې دوشنبې په ورځ (د غوايي لسمې نيټې) ځانمرګي بريد د لسګونه نورو عامو افغانانو په شمول نهه افغان ژورنالېسټان هم شهيدان کړل. ياد بريد د ټولنې هغه طبقه ټپي کړه، چې په بې طرفه ډول به يې د ښکيل ډولو ترمنځ ځانونه د اور لمبو ته اچول او خپلو خلکو ته به يې حقايق وړاندې کول.
په جګړه ځپلي او جګړې کې ګير افغانستان؛ د هر افغان وګړي لپاره اور ګرځېدلی، خو ژورنالېسټان ځانونه اور ته نيسي، خپل انساني، اسلامي، افغاني او وجداني مسووليتونه تر سره کوي؛ دفتر په دفتر، ښار په ښار او سنګر په سنګر ګرځي حقايق را اخلي او د خلکو پر وړاندې يې ږدي.
د تېر په څېر د دوشنبې د ورځې د بريدونه د رېښتنې انعکاس په موخه د هېواد ژورنالېسټان د لومړۍ چاودنې هندارې کولو ته لاړ، خو دويم بريد دوی واخېستل او نورو بيا پرته له وېرې دوی هنداره کړل.
د ازادۍ راډيو، طلوع نيوز، (يو) ټلويزېون، مشعل ټلوېزيون او فرانس خبري آژانس د خبريالانو او ژورنالېسټانو په منځ کې، د روهي وېب پاڼې د ټولنيزې برخې قلمي او دايمي همکاره او پښتانه پيغله (محرم درانۍ) هم شامله وه.
محرم درانۍ، په ټولنيزو او سياسي مسايلو لوړې ليکنې کولې، د روهي وېب پاڼې له لارې يې خپلو خلکو ته رسولې.
نن د محرم درانۍ په نشتون کې، د روهي وېب پاڼې ټولنيزه برخه هم ټپي شوي او له دې وروسته به، روهي وېب پاڼه د محرم درانۍ لېکنې او شننې نه شي تر لاسه کولی.
محرم درانۍ! د روهي وېب پاڼې د ټولنيزو لېکنو برخه دې نېمګړې کړه
په روهي وېب پاڼه کې د محرم درانۍ لېکنې په ارشيف کې پرتې دي، تصويرونه يې سترګو ته د اوښکو د څڅولو وايي او د لېکنې په لوستلو يې د وړاندې تګ وړتيا له لاسه ځي.
محرم درانۍ قلم او کاغذ راخېستی وو، شپې يې سبا کړې وې، ستونزې یې انعکاس کړې، ولس ته يې وليکل او د روهي وېب پاڼې له لارې خپل اندونه داسې شريک کړي وو:
۱. یه ژغورندیه خدایه!
۲. پړونی
۳. اوښکې
۴. ګللارې
۵. ناآشنا آشناته!
۶. د ظلم هتکړۍ
۷. د جهل تورتمونه
۸. په ۶۸ ثانیو تمرکز سره خپلو هیلو ته ورسېږئ
(په روهي وېب پاڼه کې د محرم درانۍ د لېکنو لېنکونه
http://rohi.af/fullstory.php?id=58161 http://rohi.af/fullstory.php?id=58828 http://rohi.af/fullstory.php?id=58828 http://rohi.af/fullstory.php?id=58989 http://rohi.af/fullstory.php?id=59186 http://rohi.af/fullstory.php?id=60025 http://rohi.af/fullstory.php?id=60670 http://rohi.af/fullstory.php?id=61467 )
د روهي وېب پاڼې په استازيتوب د دوشنبې ورځې شهيدو ژورنالېستانو او په ځانګړي ډول، خپلې قلمي همکارې شهيدې محرم درانۍ ته د جنت الفردوس، کورنۍ ته يې صبر جميل او ټپيانو ته يې د بيړنۍ روغتيا لپاره د دعا لاسونه لپه کوم او په وير يې ور ګډ يم.
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن