د سولې غږ ولې په انفجارونو ځوابیږي؟

داسې پوښتنې به تل زمونږ د ولسونو په ذهن کې پیدا کیږي چې کله هم د سولې خبرې ګرمیږي ولې د جګړو کرښې نورې هم تازه کیږي او ولسونه په عام ډول وژل کیږي. دا هم کومه تازه پیښه نده چې تیره ورځ د کابل په شش درک سیمه کې د رسنیو نهه تنه ژورنالیستانو په ګډون ټولټال ۲۹ تنه افغانان ووژل شول؛ داسې پیښې په ټول هیواد کې تکراریږي خو ټول افغانان ورباندې نه دي خبر.

د افغانستان حکومت د کابل د سولې بهیر ددوهم کنفرانس په څنډو کې چې څه باندې ددرویشتو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره دې یو ځای شي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورته داسې شرایط مخته کړل چې هیڅ ډول خنډ او موانع پکې نه ترسترګو کیدلې چې د امریکا په ګډون د نړۍ شلو هیوادونو ددې وړاندیز څخه هر کلی وکړ ؛ همدارنګه د اندونیزیا هیواد ولسمشر هم افغانستان ته د افغان سولې د بهیر د ملاتړ په موخه کابل ته راغی او د افغان سولې د بهیر څخه یې هر اړخیز ملاتړ وکړ، د افغان سولې د ملاتړ په موخه د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا لوړپوړو چارواکو اندونیزیا هیواد ته سفرونه وکړل او په یاد هیواد کې یې په افغانستان کې د روانې جګړې د مشروعیت او نه مشروعیت په هکله د علماؤ ستر کنفرانس لپاره زمینه برابره کړه، همدارنګه افغان حکومت په هڅو سره د نړۍ درویشت هیوادونو په ګډون په ترکمنستان هیواد کې د افغان سولې د بهیر په ملاتړ سره راټول شول، په سعودي عربستان کې هم د سولې د بهیر د ملاتړ په موخه اقدامات ترسره شوي دي. د سولې د نوې ستراتیژۍ پر اساس اړینه ده چې په کور دننه او بهر د سولې د راتګ په موخه د ملي اجماع له لارې د سولې آرمان تر لاسه کړو چې د ملي اجماع په خاطر په کور دننه د سولې عالي شورا له لوري د ټولنې هر قشر قومي مشرانو، مدني ټولنو، علماؤ، ښځو، د سیاسي احزابو له مشرانو، د رسنیو له استازو او ژورنالیستانو سره ناستې او کنفرانسونه دایر شول. همدارنګه له کوره بهر هم د افغانستان د جګړو د ختمولو لپاره نړیوالې اجماع لپاره کنفرانسونه او غونډې تر سره شوې. تر ټولو مهمه داده چې د سولې په پار ولسونو په ټول هیواد کې خیمې ووهلې او د جګړې په ښکیلو خواو یې د سولې غږ وکړ. خویندو او میندو، ماشومانو او پلرونو، ځوانانو او سپین ږیرو ټولو په یوه غږ سره د سولې دا غږ بدرګه کړ او د سولې چیغه یې پورته کړه.

پوښتنه دلته پیدا کیږي چې د دومره غونډو او کنفرانسونو په دایریدلو سره ولې افغان ولسونه د یوې آرامې او سوکالې فضاء شاهدان نشول؟ ولې هره ورځ انفجار او انتحار؟ ولې هره ورځ غم او ماتم؟ ولې هره ورځ قربانۍ؟..........

په افغانستان کې دا معمول دي چې کله هم د سولې خبرې ګرمیږي نو د حکومت وسله وال مخالفین خپلو حملو ته شدت ورکوي، په ښارونو کې دننه انتحاري حملې کوي چې اکثره پکې بې ګناه انسانان وژل کیږي، د اکثرو حملو قربانیان ملکي وګړي دي، دا هم دلیل کیدای شي چې د حکومت وسله وال مخالفین به د خپلو غوښتنو لپاره داسې حملو ته دوام ورکوي، خو وسله واله مبارزه باید په سیاسي مبارزو تبدیله شي او خپلې غوښتنې دې به مقابل لوري ومني.

دا چې اوس په هیواد دننه او بهر د سولې غږ بدرګه شوی او نور نو د حکومت وسله والو مخالفینو ته د جګړې د دوام پخاطر کوم دلیل ندي پاتې خو متاسفانه دوي اوس هم خپلو جګړو ته شدت ورکوي.

داچې د حکومت وسله وال مخالفین جګړې ته ولې شدت ورکوي او د افغانستان د دردیدلو او کړیدلو ولسونو د سولې سوال په انفجارونو ځوابوي څو عمده دلایل شته چې باید یادونه ورڅخه وشي.

 د جګړې په دوام سره بهرنیانو ته دا چانس نور هم زیاتیږي چې په افغانستان کې پاتې شي تر څو د جګړو مخنیوي وکړي چې به دې جګړو سره به افغانان د سؤن د موادو په څیر سوزول کیږي.

 د افغانستان په نابودۍ او ورانۍ کې زمونږ د ګاونډیو هیوادونو سترې ګټې نغښتې دي، کله چې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات څرک تر سترګو شي نو دغه کړنه زمونږ د ګاونډیو هیوادونو ته د قبول وړ نده.

 د حکومت وسله وال مخالفین په خپلو دغو کړنو سره نړیوالو ته دا روښانه کوي چې دوي د یو ستر قدرت په حیث په افغانستان کې خپلو کړنو ته دوام ورکوي.

 هغه هیوادونه چې د افغانستان سره د کانونو د استخراج قراردادونه لري او د جګړو له امله ندي توانیدلي چې عملا کار پیل کړي په روانو جګړو سره به یې د ګټې جاج د وسله والو مخالفینو جګپوړو چارواکو ته ورسیږي.

 د حکومت په وسله والو مخالفینو کې د نفاق سرحد تر حده رسیدلای چې اوس په لوړه او کښته کچه طالبان هم په دې پوه شوي چې ددوي جګړه د عقیدې له مخې نه بلکې یوه تحمیل شوې جګړه ده او ګټې يې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته رسیږي؛ نو د سیمې استخبارات زیار باسي تر څو په داسې حملو سره د طالبانو تر مینځ په خپلمنځیو بې باوریو سترګې پټې کړي.

 د سیمې استخبارات د افغان حکومت له وسله والو مخالفینو څخه د یوې پروژې په شکل استفاده کوي او دغه استخبارات بیا نه غواړي چې یاده پروژه یې لاسه ووځي.

نو په همدې اساس طالبان بايد نور تر هر څه وړاندي د افغان دولت سره د سولي مذاکراتو ته سرعت ورکړي، تر څو بهرنيانو ته نور د مداخلې مجال پاتي نه شي او افغانستان هم نور د افغانانو په قبرستان مبدل نه شي. د پرديو لپاره جګړه پرديو ته ګټه لري، موږ ته د پرديو د جګړې ګټه نه رسېږي، افغان طالبان بايد نور دا درک کړي چي نن د سولي وخت رارسېدلى دى او د پرديو جګړه د دوى په ګټه نه، بلکي د دوى په زيان ده. ګاونډي هيوادونه د افغانستان په روانه جګړه کي خپلي ګټي لټوي، چي دغه ګټي زموږ له ملي منافعو سره کاملاً په ټکر کي دي. افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دى، نو د دې مشترک مسؤليت لپاره بايد ټول په ګډه کار وکړو او نور د پرديو د مفکورو او دسيسو ښکار نه شو.