د تېرې ورځې او ورته بريدونو له عاملينو سره د خدای (ج) وعده

د تېرې ورځې او ورته بريدونو له عاملينو سره د خدای (ج) وعده
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

تېره ورځ په کابل کې په دوو بريدونو کې د حکومت له خوالې، چې د ۳۰ په شااوخوا کې کسان ووژل شول او له ۵۰ زيات نور ټپيان شول. له کابل پرته په ننګرهار او کندهار کې هم چاودنې وشوې او ورسره د هېواد په ډېرو نورو ولايتونو کې د جګړې له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

مونږ ډېر په اسانۍ سره ووايو، چې دوه، درې، لس، شل.... کسان ووژل شول؛ پنځه، اته، ۵۰ .... ټپان شول. دا قربانيان ښځې وې، ځوانانو وو، پيغلې وې، سپين ږيري او يا هم ماشومان. شته داسې کسان چې تېره ورځ به يې له رسنيو څخه د وژل شوي او ټپيان په لېدو اوښکې توې شوې وي او زړه به يې داسې درد کړی وي، چې ډوډۍ، خوراک، خوب او استراحت به يې ترې اخېستی وي.

دوی به ژور فکر کړي وي، چې مرګ څوګ واخېست؟ فرض کړی په پرونۍ چاودنه کې (احمد) ووژل شو. احمد پلار او مور، خور او ورور، ميرمن او اولادونه درلودل. احمد له دې وړاندې د پلار او مور لپاره هيله وه. تر لس کالنۍ يې شپې ورسره سبا کړې، د ناروغيو يې درملنه وکړه، ښوونځي يې پرې ولوست. له ښوونځۍ وروسته احمد په خپله د راتلونکي په هڅه کې شو، پوهنتون يې ولوست او څومره نور پروګرامونه به يې درلودل.

احمد هير کړئ، چې څوګ وو او څنګه وو، خو لاړ او مړ شو. اوس د احمد مور چې نه طالبه ده، نه داعشه ده او نه حکومتي چارواکې ده؛ د خپل ځوان زوی کم تر کمه د ۲۵ کالونو خاطرې او کيسې ورسره دي. هغې به تېره ورځ او يا به نن يوازې د يو څو ساعتونو په موخه د احمد مخ په تابوت کې وګوري او نور به له احمد سره هېڅ ډول د اړيکې شونتيا نه وي، نو آيا مونږ داسې فکر کړئ، چې که احمد زما ورور وای او نن مې د خپلې مور مخې ته د خپل ورور جنازه اېښې وای، نو مور به مې څنګه چوپ کړي واي، مور به مې څنګه قانع کړې وای، مور به مې څنګه د خوب، ارام او خوراک وړ ګرځولې واي؟

دا هير کړئ، چې طالب وژل شوی، داعش وژل شوی، پوليس وژل شوی، سرتيری وژل شوی، خبريال وژل شوی او که ملکي کس؛ دا فکر وکړئ، چې انسان ووژل شو.

- فرض کړه چې د يو چا پلار تېره ورځ ووژل شو، نو ځان دې زوی کړه او د خپل پلار په اړه فکر وکړه، چې که تېره ورځ وژل شوی واي نو اوس به ستا وضعيت څه وای؟

- فرض کړه چې د يو چا ورور تېره ورځ ووژل شو، نو ځان دې ورور کړه او د خپل ورور په اړه فکر وکړه، چې که تېره ورځ وژل شوی واي نو اوس به ستا وضعيت څه وای؟

- فرض کړه چې د يو چا زوی تېره ورځ ووژل شو، نو ځان دې پلار کړه او د خپل زوی په اړه فکر وکړه، چې که تېره ورځ وژل شوی واي نو اوس به ستا وضعيت څه وای؟

- فرض کړه چې د يو چا خاوند تېره ورځ ووژل شو، نو ځان دې ميرمن، خسر، د خاوند ورور کړه او د خپل ناموس په اړه فکر وکړه، چې سرتورې شوه.

حکومته، طالبه، داعشه، پاکستانه، امريکا، او بل هر قاتله! د تېرې ورځې بريدونه او ورته ټولې وژنې چې تا کړي او لاس دې په کې دننه دی. نو رب (ج) دې په ډېر کم وخت کې د تېرې ورځې د قربانيانو د مور، پلار، بچي، خور او ورور له حال سره مساوی کړه او رب (ج) دې زر تر زره په کور غم جوړ کړه، چې په دې دنيا درته معجزه څرګنده شي.

د انسان قاتله! لوی خدای (ج) ستا سره دا ژمنه کړي او ورته منتظر اوسه ([سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۹۳]
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا
پاته شو هغه څوك چي كوم مؤمن له پوهي او ادراك سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دى چې په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى.)