
شنبه (خالي) ٢٦/٠٦/٢٠١٠
پېښور : دمهترلام بابا ادبي لسمه اوونيزه غونډه درضوان الله بهار وزير په مشرۍ کې وشوه دا مهال سکندر اپريدى او حاجى ګل اغا شهباز مشران ميلمانه ؤ دوياندوې چارې عبدالوهاب څاروان ترسره کړى دتيرې غونډې ګزارش نظير الحق قريشى ولوست دنبريز له خوا دقران عظيم الشان څو اياتونه ولوستل شول او دعبدالوهاب څاروان په غزل کره کتنه وشوه چې له ډيرو خبرو وروسته معيارى وګڼل شو راتلونکى غونډې ته به حاجى ګل اغا شهباز نثرى ليکنه کره کتنې ته راوړى او ټولنې پريکړه وکړه په نږدې راتلونکى کې به دنظير الحق قريشى د دوو شعرى ټولګو دصياد ظالم په غشو او فلسفې دمحبت ورپسې ګورئ دمخکتنې پرتمينه غونډه دپېښور په يو ځانګړى هوټل کې راوبلى په دې اړه چمتوالى نيول شويدى