
په دې وروستیو کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو په موخه په ټول هیواد کې رایې ورکولو ته نوم لیکنه روانه ده او د دې ترڅنګ د ولسي جرګې اوسني استازي او همدا ډول ځینې نورې نوې څیرو هم د راتلونکو ټاکنو لپاره ځانونو ته کمپاینونه پیل کړي دي.
که څه هم په را روانو ټاکنو کې د ګډون په موخه دغه جوش او خروش چې د خلکو په منځ کې لیدل کېږي تر ډېره بریده امید بښونکی ښکاري خو بیا هم، پوښتنه پیدا کېږي چې آیا هر څوک کولای شي چې په دې ټاکنو کې ځان نوماند کړي؟ یو نوماند باید کومې ځانګړنې باید ولري؟ کوم کسان کولای شي چې ځان نوماند کړي؟ او دا تر ډېره هغه پوښتنې دي چې باید ځواب شي.
دا سمه ده چې هر څوک دا حق لري چې را روانو ټاکنو ته ځان نوماند کړي، د خپل ولس رایه واخلي او خپل هیواد ته د خدمت مصدر وګرځي، خو داسې هم نه چې یوازې له یو څو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره تر لیدو کتو او انځور اخیستو وروسته په ټاکنو کې د نوماند کیدو پریکړه وکړي، بلکې باید تر هر څه وړاندې هغه معیارونه او شرطونه چې په ټاکنو کې د یو نوماند لپاره اړین برېښې، باید په خپل ځان کې وګوري او له هغې وروسته د نوماند کیدو پریکړه وکړي.
له بلې خوا دا موضوع هم مهمه ده چې پوه شو هغه کسان چې غواړي ځانونه نوماند کړي، باید کومې ځانګړنې ولري، چې پدې اړه د اکثر افغانانو نظر دادی چې د ولسی جرګې یو نوماند باید په لومړي قدم کې لوړې زده کړې ولري، تر څو په سمه توګه وکولای شي چې د خپل ولس استازیتوب وکړي، د کلام فصاحت ولري د وینا مهارتونه باید ولري، په خپل ولس کې محبوبیت ولري او د خلکو د اعتماد وړ کس وي، تر څو د ولس حقیقي رایه واخیستی شي، له دې سره باید خپل ولس ته صادق و اوسي او یوازينی هدف یې باید خپل ولس او هیواد ته خدمت کول وي، نه دا چې د خلکو له اعتماد نه په راتلونکې کې ناوړه ګټه پورته کړي.
همدارنګه په ټاکنو کې هغه اشخاص کولای شي ځانونه نوماند کړي چې پورته یادې شوې ځانګړنې ولري، افغاني هویت ولري او پخوانی کاري او تحصیلي سابقه یې له هر ډول درغلیو او لاس وهنو پاکه وي. همدا ډول په کوم جرم او فساد کې ککړ نه وي او دخپلو شخصي ګټو په نسبت ملي ګټو ته ژمن وي.
دا ډول اشخاص که چېرې ځان نوماند کړي کولای شي چې يه ډیرې آسانۍ سره د ولس څخه د باور رایه ترلاسه کړي.
د تېرو ترخو تجربو په پام کې نیولو او په پارلمان کې د شته ستونزو له منځه وړلو په موخه ټول افغان ولس ته پکار ده چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه چا ته رایه ورکړي چې په رېښتینې ډول د دوی استازیتوب وکولای شي، نه داسې چې یوازې د ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت د ولس سره و اوسي. ولس باید داسې کسان غوره کړي چې که نن د ولس په مټو بریا ترلاسه کوي، سبا ته باید همدا استازي ولس ته مټې ورکړي او خدمت یې وکړي، ستونزې یې حل کړي او تر پایه د خپل ولس استازيتوب په صداقت او ریښتینولۍ سره ترسره کړي.
په اوسني پارلمان کې له بده مرغه ځینې داسې څیرې د خلکو د استازو په نوم شتون لري چې تر دې دمه یې خپل ولس ته د ټاکینزو کمپاینونو وعدو څخه لس سلنه هم نه دي پلي کړې او ان دا چې په ډیرو مواردو کې یو موکل نشي کولای چې له خپل استازي سره له نیږدې وګوري ترڅو ستونزې یې حل کړي له دې سره د ځینو وکیلانو چلند هم هغه موضوع ده چې ولس ته د منلو وړ نده او په خپله رایه ورکولو پیښمان دي.
په پای کې یو ځل بیا غواړم له ټولو هیوادوالو هیله وکړم ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه د رای ورکولو کارتونه واخلي او کوښښ وکړي چې تر خپله وسه پورې د درغلیو مخه ونیسي ترڅو د هرې رایې ارزښت پیدا شي نه دا چې په سلګونه رایې په درغلیو سره صندقونو کې واچول شي او یو ځل بیا هغه کړی او اشخاص بریالي چې پخوا یو ځل د ولس لخوا آزمویل شوې دي.